کور / تازه خبرونه / د وسلو د نيولو خبر ورکړل سو

د وسلو د نيولو خبر ورکړل سو

افغان امنيتي ځواکونو په پنجوايي ولسوالۍ کي ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف کړل
کندهار افغانستان ـ تېره ورځ افغان ملي امنيتي ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍکي عمليات ترسره کړي چي په ترڅ کي يې ګڼ شمېر مهمات او وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
ياد عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په ذلخان او دواب سيمو کي تر سره سوي دي چي په ترڅ کي يې ١٠ کلاشينکوفونه، ٢ راکټونه، دوې پيکاوي، ٢درزنوف،٢ ايراني شل ټکه،٢٢٠ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه ، ١٠٠٠ دانې د کلاشنکوف مرمۍ ،٣٥ دانې د پيگا مرمۍ، ٤٠٠ د کلاکوف مرمۍ ،١٩دانې لاسي بمون،٢ دانې د سل ټکه مرمۍ، ٣٠٠٠ داني پټاکۍ، ٥٠٠٠ ميتره ثانيه سوز لاين، ١٩٥٠ کيلو گرامه باروت، ١٠٤ دانې ريموټ کنټرولونه، ٢٨ دانې قندانۍ ماينونه، يوه دانه د هوان ګولۍ، پنځه صندقه د داشکې او زي يک مرمۍ،٤ دانې د پيکام مخابرې،٢ کوډان مخابرې،٢ پر مختللي دوربينونه، ٥ د ځانمرګي واسکټونه او ګڼ شمېر نور مهمات او وسلې د ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو له خوا کشف او تر لاسه سوي دي.

ياد عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو، عامه نظم او افغان کمنډويي ځواکونو له خوا په ګډه همکاري تر سره سوى دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.