کور / تازه خبرونه / کندهار: د يوه طالب قوماندان د وژولو ادعا وسوه

کندهار: د يوه طالب قوماندان د وژولو ادعا وسوه

په ارغستان ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل سو
د کندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان امنيتي ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو يو مشهور قوماندان د يوه کمين په ترڅ کي وواژه.
د وسلوالو طالبانو ياد قوماندان ملابخت محمد نومېدی چي د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د ارغستان ولسوالۍ تر څنګ په ځينو نورو لسواليو کي هم ورانکار فعاليتونه تر سره کول خو تېره ورځ سهار مهال افغان امنيتي ځواکونو د ارغستان ولسوالۍ د شګو ګودر په سيمه کي د يوه کمين په ترڅ کي وواژه.
افغان امنيتي ځواکونه وايي وژل سوی طالب قوماندان د يوې وسلوالې ډلي مشري په غاړه لرله او په سيمه کي يې له څه مودې راهيسي په زيات شمېر ورانکارو فعاليتونو کي لاس درلود.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددولت ددې ادعا په اړه څه نه دي ويلي