کور / تازه خبرونه / هلمند:دپنځوس تنو ساتنمنانو نوې اکاډمي پیل سوه

هلمند:دپنځوس تنو ساتنمنانو نوې اکاډمي پیل سوه

په هلمندکي دشپږم سرحدي زون قوماندان الحاج مل پاسوال سلطان محمود (محمود) وایې دغه نوي کسان چي د ۱۲ او۱۴ ټولګیوفارغین دي ، وروسته له هغه خپل غوښتنلیکونه سرحدي زون ته په دې موخه راوړل چي کله وروته اعلان دساتنمنۍ دزده کړو ورکول سو .
هغه وویل چي وړاندي تردې به دلښکرګاه ښوونیز مرکزته ددوۍ پولیس چي په بیلابیلو جزوتامونوکي دنده ترسره کول دروزني په موخه ور پیژندل کیده ، خو اوس مهال دغه نوي کسان دي او تر دې دمه یې په پوځي برخه کي دنده او زده کړي ندي ترلاسه کړي .
په دغه روزنه کي سرحدي پولیسوته ، دیني ښوونه ، دسواد زده کړه ، دسرحدونو په اړه معلومات ، دپاسپورت او ویزې برخه ، دسلاح ترمیم ، موټر چلول ، دخلکوسره ښه چلند او جنګي زده کړي ورکول کیږي .
دغه دساتنمنۍ موده څلورنیمي میاشتي ده چي له زده کړي نه وروسته ورته په بیلابیلو جزوتامونو او کنډکونوکي دنده ورکول کیږي .
دسرحدي پولیسو مسلکي کیدل او روزنه په زیاته چټکۍ سره روانه ده او په نیږدې راتلونکي کي به ټول پرسونل مسلکي او وه روزل سي .