کور / تازه خبرونه / د زابل اوسيدونکي د برېښنا له نستوالي شکايت کوي

د زابل اوسيدونکي د برېښنا له نستوالي شکايت کوي

دزابل ولایت یوشمیر خلګ پدې ولایت کې د برېښنا دنشتوالي څخه سرټکوي، دوی واېې چي کورونو کې يې تیاره وي، نود دبرېښنا وزارت یی باید وستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، بل لوري ته بیا دزابل دبریښنا امر که څه هم دخلګو ستونزه پرځای بولي او وايي ډيرږربه دبریښنا ستونزه هواره کړي.

دزابل ولایت دمرکزقلات ښار دبریښنا سیستم اوه کاله وړاندي دامریکا دمتحده ایلاتو دپرمختیايي پروګرام وپه مالي لګښت په عصري اوپرمختللي سیره جوړشو.

ددغه ولایت یوشمیر اوسیدونکي شکایت کوي چي دبريښنا نشتوالي يي پرکاروبار منفي اغیز کړی دی او دبریښنا دنشتوالي له امله یی کورنه اکثره مهال تیاره وي .دوي وایی دبریښنا وزارت دی ددوي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي

بل لوري ته بیا دبریښنا مسؤلین هم دخلکوستونزه پرځای بولي خوزیاتوی چی دتخنیکي ستونزو له امله یی بریښنا کمه شوې ده .دبریښنا امر عزت الله توخي وايي چي دکلات ښار بریښنا پنځه جنراتورونو ته اړتیا لري خو پدې ولایت کې دامهال یوازي یو جنراتور فعال دی.
ښاغلی توخي وايي چي دقومی مشرانو او دولایت مقام په هڅو يي دبریښنا وزارت سره خبري کړې دي او ډیر ږر به یاده ستونزه حل شي.

که څه هم اکثره مهال لوړپورچارواکي زابل ته دراتګ پرمهال دبریښنا دډیریدوژمنې کوي خوپه عملي بڼه يې تردامهاله هیڅ کار ندی کړی .

احدولي سرحدي
دزابل دژورنالستانو دټولنې موقت ریس