په هلمندکي دشپږم سرحدي زون په قوماندانۍ کي دحضرت محمد(ص) دزیږدني په ورځ دقرانکریم ختم ترسره سو .
دشپږم سرحدي زون قوماندانۍ په هغه جومات کي چي دقوماندانۍ په دننه کي دسرحدي ځواکونولپاره
جوړ سوی ، ددې زون دستیزوال سمونوال حمیدالله صدیقي او ادري مرستیال سمونیار محمد معروف بابکرخیل ترڅنګ ګڼ شمیر افسران ، ساتنمنان او سرتیري راغونډ سوي و چِي دقرانکریم ختم یې ترسره کړ.
دختم پرمهال دحضرت محمد(ص) پرژوند ، سیرت او حدیثونو خبري او بحث وه سو .
دجومات امام او نور دسرحدي ځواکونوعلماوو په خپلو ویناوو کي لارښوونه وکړه چي موږ ټول باید د اسلام دسترلارښوود حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم ) پرهغه ویناوو چي موږ ته یې امر کړی دی ، ژوند ، راکړه ورکړه او خلاق جوړ کړو .
هغوۍ سرحدي ځواکونه ته هم په خپلو ویناوو کي دهیواد دساتني او خدمت په اړه وویل چي په اسلام کي ستر خدمت همدا دی چي دخلکو دژوند دژغورلو او هیواد ساتني لپاره خپل ځان قربان کوۍ .