نن د ربيع الاول دولسمه د بشريت ژغورونکي حضرت محمد ص د زوکړي له ورځي سره برابره ده .
دغه ورځ هر کال په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کي د ختمونو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي .
۱۴۰۰ او 35 کاله وړاندي په عربي ټاپو کي چې خلکو يې په تياره کي ژوند کاوه د ۵۷۱ زيږيز ديز کال د دوشنبې په شپه د عبد اله بن عبدالمطلب او بي بي امنې په کور کي يو ماشوم وزيږيد او نوم يې پري احمد کښېښود .
احمد قريشي په پنځه ويشت کلنۍ کي له بي بي خديجې سره واده وکړ او په څلوېښت کلنۍ کي د لوی او سپيڅلې خدای له لوري په پيغمبرۍ مبعوث سو او د پيغمبرۍ په ۲۳ کلنه دوره کي قران عظيم الشان پرې نازل سو او د اسلام د خوراوي په موخه يې ۳۰ غزاوي او جګړې وکړې او د ۶۳ کلو په عمر يې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .
دغې ورځې ته د درناوي په موخه ولسمشر حامد کرزي هم د هېواد به بند خونو څخه د يو شمېر بنديانو د خوشې کولو حکم صادر کړی دی .