کور / تازه خبرونه / په خېبرپښتونخوا کې دچاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي

په خېبرپښتونخوا کې دچاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې په خېبرپښتونخوا کې دبيلابيلو چاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي يوه چاودنه د لومړي وزیر نواز شريف د سلاکار امير مقام د موټر ترڅنګ شوې ده چې له امله شپږ کسه وژل شوي خواميرمقام له بريده روغ وتلى دى . د پوليسو يو موټر د چاودنې له امله په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.پوليس وايي په وژل شويو کې آصف، جواد، لياقت، فضل حيات او جعفر شاه شامل دي. چاودنه د ريموټ کنټرول پر مټ شوې ده.بل خوا امير مقام رسنيو ته ويلي، موږ له چاودنو نه وېريږو او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د ده په ټکو له ترهګرو سره مبارزه کوو.امير مقام دغه راز ویلي، له دې وړاندې هم پر ده پنځه ځله بريدونه شوي، او دا شپږمه وه، خو زه د ويرېدو سړی نه يم.د راپورونو له مخې امیر مقام د يوې روغې لپاره د مارتونګ سيمې ته تللی و، او هغه مهال چې بېرته ستنېده د کنهار په سيمه کې پرې ماين وچاودېد. بل خوا د ماشوخېلو په سیمه کې پر یوه موټر د وسله وال برید په پایله کې د عوامي نېشنل ګوند یو سیمه ییز مشر میا مشتاق وژل شوی دی.د پولیسو وینا ده چې په دغه وسله وال برید کې د میا مشتاق ترڅنګ دوه نور کسان هم وژل شوي چې د یو کس نوم ګل رحمان ښودل شوی او پولیس وايي چې په ماشوخېلو کې د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر ود پېښور پولیسو خبریالانو ته ویلي چې د عوامي نېشنل ګوند دغه مشران د ماشوخېلو په سیمه کې په موټر کې روان وو چې ډزې پرې وشوې.د نوموړي ګوند یوه غړي ویلي چې په پام کې وه میا مشتاق په راتلوونکو انتخاباتو کې په خېبر پښتونخوا کې د ګوند د مشرۍ لپاره سیالي وکړي