په کندهار کي د شپاړلسو جوړو ډله ايز واده د يو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال تر سره سو .
ددې واده ترتيب کوونکي په ټولنه کي د زياتو مصارفو د مخنيوي، ناوړه دودونو د له منځه وړلو او نورو برخو کي دا يو ښه کار بولي.
له دي نه وروسته چي په افغانستان کي ډله ايز ودونه پيل سول او دي چاري د هېواد په لويو ښارونو کې هغه دودونه وننګول کوم چې له امله يې زيات ځوانان بې کاره ګرځي ور سره سم د ناوړه دودونو او زياتو مصارفو د مخنيوي په موخه په کندهار کي هم ډلييز واده تر سره سو.
د کندهار د اهل تشيوع ديني عالمانو، ملي سوداګرو او نورو له لوري شپاړسو تنو لپاره د واده مراسم جوړ سوي .
.د کندهار د امام بارګا يو تن مخور حاجي موسى وايې ، دغه کار يې وروسته له هغه وکړ چي په ټولنه کي اقتصادي ستونزي زياتي سوې او ځوانانو ددي توان نه درلودى چې ودونه د زياتو مصارفو له امله وکړي.
هغه وويل چې پر دغه ډله ايز واده ډېر کم مصرف سوى او په ډېرو لږو پيسو شپاړلسو جوړو ته ودونه وسول .
ددې واده ګډون کوونکي زومان وايې چي د زياتو مصارفو له کبله يې نه سو کولاي چي د واده مصارف پوره کړي، هغوي دا کار د انساني همدردۍ يوه ستره بېلګه ګڼي .
دغه واده تېره شپه د کندهار په يوه خصوصي صالون کي جوړ سوى وو .
په کندهار کي زيات مهال د شتمنو له لوري د سياليو په ډول هم ودونه او د خوښي مراسيم تر سره کيږي چي ورځي ورځي په بر کي نيسي خو بل لور ته بيا بي روزګاره ځوانان په کلونو کلونو د ولور د پيدا کيدو لپاره په کار بوخت وي .