کور / تازه خبرونه / کندهار: په پنجوايې ولسوالۍ کي عمليات پيل سول

کندهار: په پنجوايې ولسوالۍ کي عمليات پيل سول

د کندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو پر ضد افغان امنيتي ځواکونوګډ چاڼيز عمليات را پيل کړي دي.
ياد عمليات، چي نن سهار مهال دپنجوايي ولسوالۍ په زلخان او دواب سيمو کي را پيل سول، چي پکښي د ملي امنيت ، ملى اوردو عامه نظم او کمنډوي ځواکونه برخه لري او په يادو سيمو کي به د وسلوالو مخالفينو د شتون مخه ونيسي او سيمي به يې له شره خلاصي کړي.
دغه عمليات د ځايي خلکو په غوښته راپيل سوي، چي له زلخان څخه به تر دواب پوري ادامه پيدا کړي .
بلخوا په ژړۍولسوالي کي د يوې ترافيکي پېښي له امله يوتن ملکي کس وژل سو ى دى.
ياده پېښه تېره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ د سنگسار په سيمه کي را منتځه سوې او چلوونکي تر پېښي سمدستي وروسته له سيمي څخه فرار کړى دى.
ډېری مهال ترافيکي پېښې د دوه طرفه سړک د نه شتون او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي چي له کبله يې عامو خلکو ته مرګژوبله اړوي