“امریکا دي له افغانستان سره د یوه خپلواک او ملګري په توګه چلند وکړي”
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له بګرام زندان څخه د زندانیانو د خوشې کېدو په ګډون پر یو شمېر مسایلو د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې له بګرام زندان څخه د اته اتیا زندانیانو د خوشې کېدو په اړه چې د امریکا حکومت ورسره مخالفت کړی؛ یو مطلب خپور کړی دی.
په مطلب کې د ملي ایتلاف د ویاند “سید اقا فاضل سانچارکي” نظر راخیستل شوی؛ چې ویلي یې دي، خوشې کیدونکي کسان تروریستان دي او د انتخاباتو امنیت ښايي ګډوډ کړي.
ملي ارمان په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي، د حامد کرزي حکومت ترهګر ازادوي.
ورځپاڼې د جمهوري ریاست د ویاند ایمل فضي له قوله لیکلي؛ د ملي امنیت له څیړنې وروسته ثابته شوې چې؛ په اته اتیا کسانو کې یې دوه اویا تنه بې ګناه دي چې ژر به خوشې کړای شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د امریکا د دفاع د پخواني وزیر “رابرټ کیټس” د چاپېدونکي کتاب ځینې برخې په یوه مطلب کې راخیستي دي.
د مطلب له مخې ګیټس په خپل کتاب کې منلې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د هغه وخت ځانګړي استازي هالبروک د افغانستان د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې مداخله کړې ده.
په مطلب کې راغلي هالبروک غوښتل چې؛ په لوی لاس ولسمشر کرزی ناکامه کړي او د یوه بل کاندید بریالیتوب ته لاره هواره کړي.
ګیټس په خپل کتاب کې لیکلي، هالبروک په خپل دې پلان کې پاتې راغی؛ خو د حامد کرزي او بارک اوباما د حکومتونو ترمنځ اړیکې خرابې پاتې شوې.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم په همدې مسالې خپله سرمقاله لیکلې.
په سرمقالې کې راغلي، ځینې خلک ولسمشر حامد کرزی ملامتوي چې؛ له امریکا سره د تقابل پالیسۍ پر مخ وړي خو د ګیټس په کتاب کې بیان شویو حقایقو ته په کتو ښاغلی کرزی ملامت نه دی.
سرنوشت لیکلي رابرټ کیټس خپله اقرار کوي چې؛ ولسمشر اوباما ته ښاغلی کرزی د منلو نه وو او هولبروک یې د ناکامۍ هڅې کړي.
په سرمقالې کې راغلي، نو د استعمارګر او مستعمرې په شان د چلند وخت پای ته رسیدلی او امریکا باید له افغانستان سره د یوه خپلواک او ستراتیژیک ملګري په توګه چلند وکړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د هغو راپورونو په اړه لیکلي چې په کابل کې یې د امریکا د سفیر په حواله ویلي، ولسمشر کرزی ښايي ترانتخاباتو مخکې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
خو په سرمقالې کې راغلي، ولسمشر کرزی چمتو دی چې د شرایطو د پوره کیدو په صورت کې یې امنیتي تړون لاسلیک کړي.
په سرمقالې کې راغلي اوس دا په امریکا پورې اړه لري چې ژر د افغانستان شرایط پوره کوي او که په ځنډ.
هیواد لیکلي د افغانستان حکومت هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کیدل مهم بولي.