اسلام اباد:د پاکستان صدراعظم هغه زده کونکي ته د نشانِ شجاعت ورکولو غوښتنه وکړه چې د خپل ځان په قربانولو سره یې په یو ښوونځي باندې د ځانمرګي برید مخه ونیوله د پاکستان صدراعظم نوازشریف د دغه هیواد له ولسمشر ممنون حسین څخه وغوښتل چې د اعتزازحسین د سرښیندنې له امله چې د یو ښوونځي د زده کونکو د وژل کیدو مخه یې ونیوله، ور ته (شجاعت نښان) ورکړي.د دغه راپور له مخې یو ځانمرګي له خپل کمیس لاندې د چاودونکو موادو به پټولو سره اراده درلودله چې د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې یو ښونځیو ته ورننوځي او هلته چاودنه وکړي خو د همدغه ښونځي د نهم ټولگي زده کونکي اعتزاز حسن، ښوونځي ته د وسله وال د ننوتو مخه ونیوله او په دې کوښښ کې د چاودیدونکو موادو په چاودیدو سره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.په دې چاودنه کې نورو زده کونکو ته هیڅ زیان ونه رسیده.ملاله یوسفزی هم له لندن څخه په یو بیان کښې ویلي چې په پاکستان ویاړ کوم چرته چې د اعتزاز حسن په شان باتور کسان پيدا کیږي. ملالی هم اعتزاز حسن ته د ټرټولو ستر غیرپوځي اعزاز د ورکیدو غوښتنه وکړه.د پاکستان زیاتره خلک د اعتزاز حسن فداکاري ستایي او حتی د هغه لپاره د ترټولو ستر پوځي اعزاز د ورکولو غوښتنه کوي.