کابل : پژواک دخبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ددغه هېواد په پارلمان کې دافغان تګلارې د کمېټې مشر ټاکل شوى دى.پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٢١مه، خبر ورکړى، چې دغه پرېکړه پرون د پارلمان د بهرنيو اړيکو د کمېسيون په غونډه کې شوې ده.سرچينې زياته کړې، چې د ياد کمېسيون په غونډه کې د افغان تګلارې په اړه يوه کمېټه جوړه شوه، چې شپږ غړي لري.د راپور له مخې ، د کورنيو چارو پخوانى وزير او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ددې کمېټې مشر ټاکل شوى دى.ددې کمېټې په نورو غړو کې د عوامي نېشنل ګونداړونده د پارلمان غړى او د خيبر پښتونخوا پخوانى مشر وزير امير حيدر خان هوتي، د تحريک انصاف ګوند غړې شيرين مزاري، د مسلم ليګ ګوندغړې ماروي مېمن او د پيپلز ګوند غړې نعيمه خاور شامل دي.د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو په دوو اونيو کې د افغانستان په اړه راپور چمتو او ياد کمېسيون ته يې وړاندې کړي.د افغان تګلارې د کمېټې مشر افتاب احمد خان شېرپاو پښتون سياستوال دى، د زرداري په مشرۍ د پيپل ګوند پخوانى غړى و، بيا له هغه څخه جلا شو او د قومي وطن په نامه يې خپل ګوند جوړ کړ، هغه د جنرال مشرف د واکمنې پر مهال د کورنيو چارو وزير و.