درنو هېوادوالو! څرنګه چې خبر یاست د (اصلاح ملي حرکت) د ځینو ملیګرا افغانانو په نوښت جوړ چې لومړی غونډه یې په امریکا او بیا ورپسې دوهمه غونډه د المان په فرانکفورت ښار کې جوړه شوه.
د دې حرکت لومړنۍ نمایندګې په ناروې کې د ډاکټر محمد صدیق فیضي په مشرۍ جوړه او د هېوادوالو په خدمت کې ده.
دا نمایندګي به ډیر ژر د خپلو دردمنو وطنوالو په مرسته یوه غونډه جوړه چې وخت او ځای به یې وروسته د رسنیو د لارې اعلان شي.
په دغه راتلونکې غونډه کې ټول هغه هېوادوال چې د ملي دریځ خاوندان وي کولای شي برخه واخلي او موږ په خپل راتګ او برخه اخیستنې سره خوښ کړي.
په ناروې کې میشت درانه هېوادوال کولای شي د اصلاح د ملي حرکت د استازي
(ډاکټر محمد صدیق فیضي) سره د تلیفون په لاندې شمیره او هم لاندیني
بریښنا لیک په تماس کې شي.
تلیفون : 69196546
بریښنا لیک: faizi@online.no