کور / هراړخیز / افغانستان په ٢٠١٤ کښي

افغانستان په ٢٠١٤ کښي

زيات شمېر بهرنيو هېوادونو د ٢٠١٤ کال د راتگ دپيل مراسم د خپلو رسنيو له لاري په ډېر جوش او خروش سره ولمانځ، په ميډيا او رسنيو کي د نوي کال د لمانځلو په خاطر خپل ټول نشرات همدې ته ځانگړي کړي وه او خو خپل کردار يې هم په ښه ډول اداکړ.

٢٠١٤ کال د نړۍ د نور ډيرو لويو او وړو هېوادنو سره سره پاکستان کي هم تر وسه وسه د کال دا جشن په ښو مراسمو سره ولمانځل شو، او ښه تود هر کلى ورته وشو، چي د جشن د لمانځني د ډزو په پايله کي خو ډيرو خلکو ژوند يا واخيستل شو او د ځينو پر وجود باندي سخت ټپونه جوړ شوه،

نوى کال چي په پاکستان کښي د شپې پر ١٢:٠٠ بجو پيل شو ورسره سم ډيرو پاکستانيو جگپوړو او ټيټ پوړو چارواکو د رسينو له لاري دا ادعاکوله چي دغه کال به د ټول پاکستان لپاره د امن کال وي او د ټول پاکستان لپاره د لا ډيرو برياوو او لاسته راوړنو څخه ډک کال دى د بدمرغيو پر ځاى به د نېکمرغيو زېري له ځانه سر راوړي، چي په دې پلمه يو او بل ته تودې مبارکۍ ورکول شوې چي دا شپه تر سهار پوري په اتش بازيو هم رڼه شوه، خو د دوي خبري او تلوسې هم پر بل مخ واوښتې ورسره سم په لومړۍ ورځ په کراچي کي يو خبريال د نامعلومو افرادو په ډزو ووژل شو، او همداسي د بلوچستان ايالت په اختر اباد سيمه کي د يوه بس پر سپرليو بريد وشو چي زيات شمېر خلک ماشومان او ښځي پکښي سخت ژوبل شول او دکال لومړئ شپه يا پر گور شوه يا پر کور شوه.

په همدې شپه چي مي تر ډيره پوري د شپې رسنۍ څارلې خو په افغاني رسنيو کي دا ټولي خبري برعکس وې دلته د خلکو او چارواکو اندېښنې ډيري زياتي وې چي ياره په ٢٠١٤ کال کښي څه به کيږي څه به وشي طالبان به راشي اوسنى واکمن حکومت به ړنگ کړي له بلي خوا يو بله اندېښنه دا هم وه چي دامريکا او افغانستان ترمنځ د نه تړون لانجه ده چي امريکا به ولاړه شي واکمن دولت خو د ملک چلولو توان نه لري پيسې به له کومه کيږي، دريمه اندېښنه د ټاکنو موضوع ده چي په دې کال کي به ټاکني هم کيږي څنگه به تر سره شي څوک به يې وگټي امريکا به څوک راولي خو خير دا هرڅه اندېښنې پر ځاى دي خو بيا هم موږ ته صبر زغم په کار دى مايوسي به نه کوو ځکه چي ماوسي لومړى گام د قبر پر لوري ايښودل دي.

خو اوس خبره داده چي په ٢٠١٤ کال کي به يا تبا کيږي او يا به سوکاله کيږو.

تبا کيږو به ځکه چي که چيري موږ همداسي لاس تر زني کښېنستو چي بس امريکا به راته ډالري معاش راکوي د بيا رغوني کارونه به پلي کيږي موږ په کابل کي ښه ارام ساتل شوي يو په ښه غوړه ډوډۍ دي مو مړوي نور افغانشتان پوه شه کړېدلى ملت پوه شه څه چي کيږي ودي شي نو بيا خو هر يو خپله کوي هغه په اصطلاح په ځغاسته کي بيداره خلکو خو د دې کړېدلي ولس د وينو په زبېښلو په بهرنيو هېوادونو کي کورونه رانيولي دي گرين کارډونه يې د مخ په جيب کي پراته دي ځي به هغه خبره ده چي واى، ژاړي دي د څه شي سپاره.

که دا سي وشي نو بس تبا يو خبره ختمه ده ځکه افغانان دهمدې کال په درشل کي ديو لړ ننگو سره مخ دى لکه د ټاکنو موضوع او دامريکا او افغان حکومت تر منځ تړون دى د طالبانو د راتگ وېره ده اونور.

خو سوکاله کيږو به ځکه چي سر د نن څخه که خپلي ايرادې بدلي کړو پر خپل هوډ باندي ولاړ و اوسو د راپيښو ستونزو د مبارزې لپاره ملا وتړو او داسي يوه ايراده خپله کړو چي دا مو کور دى دا مو ننگ دى او دا مو ايمان دى چي خپله خاوره به لومړى د خپلو داړه ماړو له منگولو څخه ساتو هغه چي هر څوک دى او هم به خپلو گاونډيو ته نور ددې اجازه نه ورکوو چي زموږ په ملک کي لاسوهني وکړي او نه به هم موږ دهغوى معاشونو او هغوى ته په جاسوسي کولو باندي ترجيح ورکوو، نه به د دې ولس لپاره نور د ډالري معاش په مقابل کي فساد خپروو او نه به د خپل ولس په وينه ځانونه اوبوو.

که چيري موږ په رښتيا افغانان يو ازاد ژوند کول وغواړو نو ښه خبره داده چي نور د پاکستان د دې مرداري پاليسۍ مخه ونيسو طالبانو ته ووايو چي نور دکويټې په لارو او کوڅو کي په يوه دانه ځيره ځانونه مه سپکوئ راشئ د خپلو بچو سره و اوسئ نور د هغوى په درواغو پسي نه تاسو ولاړ شئ او نه هم موږ دواړه د يوه کور خلک يو نور به يو او بل له زړونو څخه د بېلتون دا تور داغ ليري کړو چي ته څوک يې او زه څوک يم او نه به هم د هغوى لپاره بيا نه لوبيږو، دې هېواد ته به د خپل کور او خپلي خاوري په سترگه گورو نو ليري نه ده چي ٢٠١٤ کال به زموږ لپاره تر

ټولو ښه تاريخي او د امن څخه ډک کال وي او دسولي سپيني کوتري به د اسمان په سولييزه فضا کي خپل زړونه وغوړوي.