له څه مودې راهيسې يو شمېر ايران پلوو ناروغو کړيو داسې هڅې پيل کړي ، چې په افغانستان کې د مروجې ټرمينالوژۍ پرځای ايراني ټرمينالوژي دود کړي ، لکه دانشګاه ( پوهنتون ) ، دادګاه ( محکمه ) بازرس ( څارنوال ) ، بانو ( خانم) او… ، چې دا مبارزه يوازې د پښتو له اصطلاحاتو سره نه ، بلکې د دري او عربي دودشويو اصطلاحاتو په وړاندې هم روانه ده . داچې د اساسي قانون له مخې دوی د دې کار څومره حق لري دابېله خبره ده ، خو څرګند زيان يې دادی ، چې په افغانستان کې پراته ولسونه نوره هم سره بېليږي او د پوهاوي ژبه يې نوره هم لنډيږی . د ملت جوړونې يو مهم رکن د ګډ فرهنګ منځته راتګ دی ، چې له بده مرغه دولت د دغه ګډ فرهنګ لپاره هېڅ ډول ستراتيژي نه لري ، بلکې پر ځای يې زموږګاونډيان د دې ملت د وېش لپاره لګيا دي خپلې ستراتيژۍ پلي کوي او که دا لړۍ همداسې روانه وي ، ډېر ژر به د دې هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د پوهاوي ژبه ورکه شي . د بېلګې په توګه ( موټر ) ته ، چې پښتانه ، تاجېک ، ازبک ، بلوڅ او … ټول يوشانته پرې پوهيږي ، سبا ته به څوک ماشين يا خود رو ، څوک ګاډی اوڅوک هم … وايي ؛ په يوه عسکري قطعه کې به څوک ايرانۍ قوماندې ، څوک پښتو او څوک ترکۍ قوماندې ورکوي ، چې يوه ډله به پرې پوهيږي او يوه ډله نه او يا به هم يوه ډله په قصدي توګه ځان پرې ناګاره اچوي .دعسکري رتبو لپاره خو يوشمېر له پخوا څخه دايراني اصطلاحاتو لکه ( سپهبد ،سرګرد ، سروان … ) اصطلاحاتو کارول پيل کړي ، چې زه يې تر اوسه هم په مانا نه پوهېږم .
زه صادقانه وايم ، چې د همدې ملي مصلحت له مخې او په افغانستان کې د پياوړي ملت د جوړونې په موخه زه د پښتو ژبې د ډېر سوچه توب پلوي هم نه يم ، ځکه په وروستيو وختو کې زموږ يو شمېر ليکوالو او ادب پوهانو پښتو دومره ګرانه کړې ، چې د افغانستان نور وروڼه قومونه خو پر ځای پرېږده خپله پښتانه هم نه پرې پوهيږي او همدا چې د يو کتاب څو پاڼې راواړوي ، زور يې پرې نه رسيږی او بېرته يې پر خپل ځای کيږدي .تاسو به ليدلي وي ،چې په وروستيو درې لسيزو کې ډېرو غير پښتنو ، پښتو زده کړې او وايي يې هم .که څه هم دوی ډېر ګډ عربي او دري لغتونه په کې کاروي ، خو د ژبې جوړښت يې پښتو وي او زه فکر کوم ، چې په يوه ژبه کې يې همدا جوړښت ډېر مهم وي . زما په اند يوازې سوچه توب د يوې ژبې د غنا او پياوړتيا په مانا نه ده ، که نه زموږ د وزيرو ، ځدراڼو ، منګلو او يا د يو شمېرلرې پرتو افريقايي ولسونو ژبې ډېرې سوچه دي . د دې په وړاندې په فارسي کې ښايي په سلوکې تر پنځوس زيات عربي لغتونه او همدارنګه په انګريزي کې لاتين او سکانډنوي لغتونه وي ،خو هېچا هم نه دي ويلي ، چې دا ژبې کمزورې دي . نو زما په اند ډېر سوچه تو ب نه د پښتوپه ګټه دی او نه هم د افغانستان په ګټه او بله خبره دا ده ، چې که موږ په دري ژبو وروڼو نيوکه کوو ، نو ځان ته هم بايد پام وکړو ،چې دوی ته زموږ غونډله ( جمله ) او کړکېښ ( تاريخ ) څومره د هضم او پوهېدو وړ دي .
چې خبره ډېره رانه اوږده نه شي ، ما دا ويل چې يو شمېر ناروغو ايران پلوه کړيو هڅې پيل کړي ايراني مصطلحات دود کړي او په دې توګه د ايران فرهنګي نفوذ لپاره لاره اواره کړي . څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې دلوړو زده کړو د قانون په برخه کې د پوهنتون او علمي رتبو د نومونو پر سر ( د پوهيالی ، پوهنيار ،پوهاند او نورو پرځای دانشپژوه ، دانشيار …) پوره لانجه روانه وه، چې لاهم نه ده حل شوې . داچې دانشګاه ته اساسي قانون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت اجازه ورکوي که نه ، خو يو شمېر کړيو او رسنيواوس په خپلو خبرو او خپرونوکې بيخي معمول ګرځولې ، مانا دا چې که تاجېک وروڼو ددانشګاه د کارونې پرېکړه کړې وي ، نوهېڅوک به يې مخه ونه شي نيولی ، خو زه په دې اند يم چې لاهم ډېری تاجېک وروڼه د ګډې ټرمينالوژۍ په ګټو پوهيږي او د ساتلو هوډ يې لري .
زه غواړم دلته د پورتني، خبرو په رڼا کې د پښتنو وروڼو پام يو دوه ټکو ته راواړوم :
موږ تل چيغې وهو ، چې له پښتنو سره ظلم شوی ، پښتانه له کلتوري ستم سره مخ دي ، دولت پښتو ژبې ته پام نه کوي؛ آيا کله مو له ځان څخه پوښتنه کړې ، چې دا ظلم چاورسره کړی او څوک يې ورسره کوي ؟
که پښتون اکثريت وي اوزه او ته پرېکړه وکړو، چې تر دې وروسته به پښتو وايو ، پښتو ليکو او له خپلې پښتو سره به پښتو کوو ، نو آيا د دې هېواد په سلو کې پنځوس رسنۍ ، ليکنې او خپرنيز مواد به په خپله پښتو نه شي ؟ پښتانه وزيران او رييسان پر ځای پرېږده ، که همدا زه او ته دخپل شرعي ، قانوني او مدني حق پر بنسټ خپله مورنۍ ژبه وپالو ، نو ايا څوک به مو د پښتو په تور اعدام کړي ؟ راځیء له ځان څخه پوښتنه وکړو ، چې په خپله مورنۍ ژبه د خبرې کول په رښتيا د تعصب او فاشيزم نښه ده؟ او که د دې خبرې په مصداق دنړۍ ټول وګړی فاشېستان وي ، نوموږ څه امتياز لرو، موږ دې هم فاشېستان وو !
نو ډېرو ګرانو وروڼو ، راځیء دچيغو او بې ځايه احساساتو پرځای يې له خپل ځانه پيل کړو ، پښتو ووايو ، پًښتو وليکو او په دې توګه له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره پښتو وکړو او د دې ژبې پۍ ( شېدې ) ځانته حلالې کړو .
موږ کولی شو ، د دې ترڅنګ چې په خپله ژبه کلک ودرېږو ، په خپلو اعمالو سره دا ثابته کړو چې د دې هېواد له نورو قومونو سره نه يوازې تعصب نه لرو ، بلکې همداسې راباندې ګران دي ، لکه پښتانه وروڼه . راځیء هغې ورځې ته ځان ورسوو ، چې په پښتو ژبه د خبرې کول نه جرم راته ښکاره شي او نه هم ځانګړی وياړ ، بلکې لکه څرنګه چې يو تاجېک ورور ته په دري ژبه د خبرو کول عادي ښکاري ، موږ ته هم په پښتو ژبه د خبرو کول عادي چار وګرځي .
په پای کې غواړم خپل وړانديز يوځل بيا تکرار کړم ،چې زما په اند د افغانستان د ملي ګټو په موخه د پښتو ژبې ډېر سوچه کول ګټور کارنه دی ، راځیء له ټکسي وان ، دوکاندار ، ګاونډي او د دفتر له همکار سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړو خو له هغو اصطلاحاتو سره ، چې موږ تاسې ټول ورسره اشنا يو .که ته غواړې چې ستا دري ژبی ورور د موټر لايسنس ته برګه راننده ګي ونه وايي ، نو ته هم ټينګار مه کوه چې هغې ته د بېلګې په توګه د موټر چلونې لاسوند ووايې .
و من الله توفيق