کور / تازه خبرونه / ځانګړې محکمه: مشرف دې دجنوري پر١٦حاضرشي

ځانګړې محکمه: مشرف دې دجنوري پر١٦حاضرشي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د خيانت تور د څېړلو په تړاو جوړه شوې ځانګړې محکمه وايي، چې نوموړی به د جنورۍ پر ۱۶مه محکمې ته حاضرېږي.ځانګړې محکمې دغه پريکړه وروسته له هغه وکړه، چې د جنرال مشرف طبی راپور محکمې ته د ارزونې لپاره وړاندې شو.د محکمې پرېکړه عبدالغني سومرو ولوسته، چې په هغه کې ويل شوي له راپور نه داسې برېښې چې پروېز مشرف د زړه ناروغي نه لري.د محکمې په حکم کې ويل شوي، پخوانی ولسمشر بايد د جنورۍ پر ۱۶مه محکمې ته ورشي، که نه پر وړاندې به يې قانوني ګامونه پورته شي. د ښاغلي مشرف مدافع وکیل شريف الدين پيرزاده استدلال کاوه، چې د ناروغۍ پر مهال محکمې ته د يوه تورن غوښتل له زورزياتي سره ورته دي.د دې په ځواب کې څارنوال اکرم شيخ وويل چې په طبی راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې پروېز مشرف دې محکمې ته نه حاضريږي.د ښاغلي مشرف مدافع وکیل شريف الدين پيرزاده وویل، موکل يې د زړه په ناروغۍ اخته دی او په طبي راپور کې ډاکټرانو ورته د عملياتو خبره هم کړې وه.ده وويل چې د پاکستان د ځمکني پوځ پخوانی مشر اصف نواز جنجوعه هم د زړه د درېدو له امله مړ شوی و.ښاغلي پيرزاده وويل چې د هېواد پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو ته هم له هېواده بهر د روغتيايي ازموينو اجازه ورکړای شوې وهد پروېز مشرف وکيل له ځانګړې محکمې غوښتي د موکل محکمه دې د هغه تر ښه کېدو وځنډوي.د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف د جنورۍ پر دويمه د زړه د ناروغۍ له کبله راولپنډۍ کې د زړه ناروغیو درملنې پوځي روغتون ته ولېږدول شو.په پام کې وه، چې پرویز مشرف د خیانت قضیې په لړ کې محکمې ته وړاندې شي.پر ښاغلي مشرف تور دی چې په ۱۹۹۷ کال کې يې د پاکستان اساسي قانون ځنډولی و