اسلام اباد: د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې ده.سرتاج عزيز دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د يوه کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبريالانو ته کړې او ویلي یې دي،چې امريکا په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت، د ترهګرۍ په له منځه وړو، اقتصادي پراختيا او د ثبات په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.سرتاج عزيز ويلي، امريکا نه يواځې د يادو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې، بلکې پاکستان ته يې هم ستونزې راولاړې کړې دي.د نوموړي په وينا، امريکا په ناسمه توګه، له نا سمو خلکو سره نا سمه جګړه روانه کړې ده.د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار ويلي ،امريکا له هغو خلکو سره پر جګړه بوخت ده، چې د شوروي د يرغل پر مهال يې همدغو کسانو ته وسلې، پيسې او روزنه ورکړې وه.هغه زياته کړې، چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو بريدونه د دې سيمې له عنعناتو، کولتور او ارزښتونو خلاف کار دى او تر اوسه يې کومه ښه پايله هم نه ده درلودلي .سرتاج عزيز په ٢٠٠٣میلادي کال کې د پوځي واکمن جنرال مشرف له خوا قبايلي سيمو ته د پوځ استول يو ناسم ګام بللى او په خبره يې،دې ګام د قبايلو ټولنيز نظام له منځه يووړ سرتاج عزيز وايي امريکا په افغانستان کې د ترورېزم په مخنيوي، د دغه هېواد د اقتصادي پرمختيا او د جمهوري نظام د ودې په لړ کې ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړاى شول، بلکې د دې برعکس يې د پاکستان لپاره ستونزې رامنځته کړې.امريکا له غلطو خلکو سره، له غلطې لارې، غلطه جګړه کوي. امريکا د هغو خلکو پرخلاف جنک کوي، چې په خپله يې روزلي او مالي مرستې به يې ورسره کولې.” نوموړي همدا راز ويلي دي، چې امريکا په قبايلي سيمو کې د خپلو بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د لوړې سطحې هدفونه ترلاسه کړل اوس ورته پکار دي، چې پر دغو سيمو د بې پيلوټه الوتو بريدونه بند کړي.