کله کله به موڅوک لیدلي وي، چي وای کاش دا ارمان مي پوره سوی وای دا غوښتنه مي ډیره مهمه ده، دا هیله مي دي خدای را پوره کړي…
خو؛ دیوه مشترک ارمان لپاره مي ډیر څه نه دي اورېدلي، نه پوهیږم ارمانونه مو محدود او یودبل په گټه نه دي که څنگه کیسه ده؟
پخوا به ځیني ارمانونه په گډه(ټولو) ترسره کېدل لکه اشر تاسي به لیدلي یا اورېدلي وي، چي دکلیو کاریزونه، ویالې او نهرونه به په اشر ترسره کېدل دمسجد ګل اوکاګل به هم داسي… دخلکو په منځ کي به مینه، خلوص او رښتین ولي له ورایه مالومیدل.
ارمان خو دهرسړي په زړه کي هیلي راټوکه وي، که څوک پخپل ژوند کي ټاکلي هدفونه ولري نو؛ خپلو هیلو ته ځان بې دریغه رسولای او خپل ارمان پوره کولای هم شي.
خو:
ما نن یو ډیرتکړه سړی ولیدئ په خبرو خو ډیر چالاک ؤ، هغه ویل:غواړم په … ولایت کي دعلماء اوشورا رئیس سم، دا مي یو ډیر غټ ارمان دئ. او ترهغه پوري به هیڅ هم ونه کړم، نه پوهیږم دهیڅ څخه یې مقصد څه ؤ؟ هغه ځان ته دیوه ښه عالم خطاب کاوه، هغه ویل سیاست خوهر سړی نسي کولای، چي عارف او عابد نه وي، نو شاید ځان یې دتصوفو ماهراو لارښود گڼئ. دې سړي څخه مي ترپایه دوطن، ولس او نه هم دافغانستان دسولي په اړه خبره واورېده، خو د ارمانونو به یې هر ګړی ویل: ماته باید دولت زرې موټر، یوکور اومحافظین راکي بیابه نو وگورئ، چي څه کوم؟ زه پوه نسوم، چي دڅه څخه یې مطلب څه دئ؟ خو د ده دخبرو څخه ماته دوطن اوخلکو لپاره څه نه سول ښکاره. تاسي ووایاست چي دې سړي کوم ارمان درلود او دوطن اوخلکو ارمان مو څه دئ؟