کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ٤٤ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ترافيکي پېښي ٤٤ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د یو درې سوه درې ډوله موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او یوڅلوېښت نور ټپیان شول .
دغه پېښه نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا څلور بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله
چې یو درې سوه درې ډوله بس موټر له کابل څخه کندهار ته مسافر لیږدول.
د دغه ترافیکي پېښې چې لامل یې ګړندی تګ او د زیاتې واورې اورښت په ګوته شوی،په یو څلویښت ټپیانو کې د نهو نورو روغتیایي وضعه د اندېښنې وړ ده .
د پېښې مړي او ټپیان ټول د میدان وردګو مرکزي او د کابل ولایت روغتونونو ته انتقال شوي دي .
د میدان وردګو والي په یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د پېښې له قربانیانو سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک ګڼلی .
نوموړی همدا راز په ټولو موټر چلوونکو غږ وکړ،چې د واورې په روان موسم کې پر خپلو موټرو له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي،ترڅو ورته پېښې رامنځته نشي .
يادي پېښي د موټر چلوونکو د نه مسلکيتوب ، د زيات تېزوالي او د سړکونو د خرابتيا له امله رامنځ ته کېږي.
يادي پېښي د افغان روان جنګ وروسته دوهمه درجه پېښي دي چي قربانيان ئې اولسي وګړي وي.