د اساسي قانون ځیني مادې لا هم تطبیق سوي نه دي
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان د اساسي قانون په اړه چې نن یې د تصویب لسمه کلیزه ده، یو مطلب خپور کړی دی.
د مطلب په غټ سرلیک کې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې د کمیسیون د یوه مسوول نظر راخیستل شوی چې وايي، دا قانون ترټولو زیات د خپله جګ پوړو دولتي چارواکو له خوا تر پښو لاندې شوی دی.
په مطلب کې راغلي د اساسي قانون ځیني مادې تر اوسه هیڅ تطبیق شوي نه دي.
ملي ارمان لیکلي د یاد کمیسیون په حواله لیکلي تر اوسه د ښاروالیو او د کلیوالو شوراګانو انتخابات نه دي شوي په داسې حال کې چې په اساسي قانون کې راغلي چې دا ارګانونه باید د رایې له لارې انتخاب شي.
انیس:
انیس ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي د قانون له تر پښو لاندې کوونکو سره باید بې طرفانه چلند کوي.
په مطلب کې راغلي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې؛ پرځینو کاندیدانو باندې د بشر د حقونو د تر پښو لاندې کولو ادعاوې شوي چې باید د لویې څارنوالۍ له خوا وڅیړل شي.
د انیس په سرمقالې کې راغلي که څه هم په تیرولسو کلونو د افغانستان اړوندو ارګانونو هیڅ کوم نوم وتی سیاستوال یا جګ پوړی دولتي چارواکی د جنګي جنایت او یا د بشر په حقونو د تیري په تور نه دی محاکمه کړی .
خو ورځپاڼې لیکلي چې په هروخت کې باید د عدالت غوښتنه وشي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي، محمد محقق د بریتانیا د مشرانو جرګې له رییس سره د افغانستان د تجزیې له خبرې انکار کړی دی.
په مطلب کې راغلي ځینو رسنیو راپور ورکړی چې؛ د جمهور ریاست انتخاباتو ته د یوه کاندید ډاکترعبدالله عبدالله مرستیال محمد محقق یوکال مخکې بریتانیا ته په خپل سفر کې د دې هېواد مشرانو جرګې له رییس سره د افغانستان د تجزیې خبره مطرح کړې وه.
خو په مطلب کې د ښاغلي محقق نظر هم راخیستل شوی چې وايي، دا راپورونه بې اساسه دي او دی د افغانستان ملي یووالي ته ژمن دی.
محور:
محور ورځپاڼې په افغانستان کې د لیلامي شیانو د کاروبار او وارداتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
په مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسوولینو په حواله راغلي افغانستان ته هرکال د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت لیلامي او دویم لاس شیان واردیږي.
محور لیکلي په دې شیانو کې موټر، د موټرو پرزې، تخنیکي او بریښنايي وسایل، بوټونه ، جامې او نور شیان شامل دي.
په مطلب کې د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې د مشر عبدالجبار ساپي نظر هم راخیستل شوی چې وايي، دا واردات د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه ورکوي.
محور لیکلي باید افغان دولت هیواد ته د وارداتو په اړه یوه نوې تګلاره جوړه کړي ترڅو د هیواد په اقتصاد یې منفي تاثیرات راکم کړي.
په مطلب کې راغلي ددې تر څنګ باید په هیواد کې دننه تولیداتو ته زمینه برابره شي، تر څو له هیواده د ملیارډونو ډالرو وتل راکم شي.