کور / تازه خبرونه / د مکتب او مدرسې ترمنځ د توپير فاصله دي را کمه سي

د مکتب او مدرسې ترمنځ د توپير فاصله دي را کمه سي

کندهار افغانستان- کندهار والي وايي د مکتب او مدرسې ترمنځ د فاصلې له منځه تګ کولاى سي په هيواد کي ګڼ شمېر مشکلاتو ته د پاى ټکى کښيږدي.
پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، چي نن يې د خپل کار په دفتر کي د افغانستان د پوهني وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت له يوه پلاوي سره مجلس درلودى د مکتبونو او ديني مدارسو ترمنځ د فاصلې پر له منځه وړلو باندي ټنګار وکړى.

نوموړي وويل، چي په هيواد کي د تيرو جګړو او مشکلاتو زياته برخه د همدې فاصلې د ايجاد له خاطره رامنځ ته سوې او يوازي د همدې فاصلې له منځه وړل کولاى سي، را پيدا سوي ستونزي حل کړي.
د پوهني وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت استازي د کندهار والي له ملاتړ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چي د کور، مکتب او ديني مدارسو سره وصلول کولاى سي، چي ډيري ستونزي حل کړي.