کور / تازه خبرونه / له اولسمشر سره د ۱۱ کاندیدانو د غونډي اړوند د ورځپاڼو تبصرې

له اولسمشر سره د ۱۱ کاندیدانو د غونډي اړوند د ورځپاڼو تبصرې

له اولسمشر کرزي سره د ۱۱ کاندیدانو د غونډي په اړه د ورځپاڼو تبصرې

د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له جمهور رییس حامد کرزي سره د جمهوري ریاست د انتخاباتو د یوولسو کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د تیرې ورځې د غونډې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

محور:

د محور ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي؛ له ولسمشر سره د دغو ټولو کاندیدانو ګډو عکسونو د ورځپاڼو او ټولنیزو رسینو مخونه نیولي چې؛ سړی یې په لیدلو خوشحالیږي او داسې احساس کوي چې، د یوه ملي هدف لپاره همغږي موجوده ده.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور اصلي موضوع د عمل ده.

محور لیکلي، مهمه دا ده چې، حکومت عملاً د انتخاباتو امنیت ونیولای شي او کاندیدان د انتخاباتو نتایجو ته احترام وکړي.

په سرمقالې کې راغلي، د افغانستان راتلونکي انتخابات د تاریخ نوی باب دی او خو د دې باب یوه کلي له خلکو سره هم ده چې څوک ټاکي او په کومو معیارونو رایه ورکوي.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې له ولسمشر سره د کاندیدانو د غونډې عکس او راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼې په خپل غټ سرلیک کې په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي خبره راخیستې چې؛ ویلي یې دي، د ژوند تر ټولو ښه ورځ به یې هغه وي چې؛ په افغانستان کې انتخابات په ښه توګه وشي.

ورځپاڼې لیکلي، کاندیدانو ټینګار کړی دی چې؛ حکومت باید په انتخاباتو کې خپله بې طرفي وساتي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د جمهور ریاست راتلونکي انتخابات د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه مرحله بللې.

د هیواد په سرمقالې کې راغلي، که په دې انتخاباتو کې درغلۍ وشي او امنیت یې ونه نیول شي، نو د دې امکان هم شته چې د واک لېونیان د بهرنیانو په پټه او ښکاره لاوسوهنې سره په هیواد کې په کورنۍ جګړې لاس پورې کړي.

هیواد لیکلي هغه مهال به نړیواله ټولنه هم دې ته چمتو نه وي چې؛ له افغانسان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې لیکي له همدې امله راتلونکې انتخابات ډیر مهم دي او باید د شفافیت او امنیت لپاره یې ټولې هڅې وشي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې اسلام اباد ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي، سعودي عربستان د څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د خپلو خاصو اهدافو لپاره د افغانستان او پاکستان په ستونزو کې ځان دخیل بللی دی.

د لیکوال په باور، سعودي عربستان د څلور پنځوسو هېوادونو سرلاری بلل کیږي او د دې تمه ترې کیدای شي چې؛ د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره یو څه وکړي.

خو په مطلب کې د سیاسي چارو د یوه افغان کتوونکي له قوله راغلي؛ دا هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي؛ ځکه له دې سره به د القاعده عرب جنګیالي مجبوره شي چې بېرته عربستان او عربو ملکونو ته مخه کړي.