اسلام اباد: دبي بي بي سي د خبر له مخې پاکستان کې یوه څېړنیز مرکز خپل کلني رپوټ کې ویلي، د ۲۰۱۲ کال پرتله تېر کال دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه نهه سلنه او تشدد پېښو کې د وژل شویو شمېر ۱۹ سلنه زیات شوی.پاکستان انسټیټیوټ فار پیېس نومي اداره خپل رپوټ کې وايي دغه هېواد کې د ځانمرګي بریدونو کچه هم ۳۹ سلنه لوړه شوې ده.د رپوټ له مخې پروسږ کال د سخت دریځو له لوري او دغه راز د فرقه ییز تاوتریخوالي ۱۷۱۷ بریدونه شوي، چې په کې ۲۴۵۱ کسان وژل شوي.دغه رپوټ کې ویل شوي، چې د پاکستان ناامنیو کې د تحریک طالبان پاکستان رول مهم دی.رپوټ زیاتوي که څه هم د پاکستاني پوځ عملیاتو او ډرون بریدونو کې د دغه تحریک یو شمېر مهم مشران وژل شوي، خو د طالبانو جګړیزې وړتیا ته زیان نه دی اوښتی.پيېس خپل رپوټ کې کاږي، طالبانو د پاکستان په ۵۰ سیمو کې ۶۴۵ بریدونه کړي، چې په کې ۷۳۲ ملکي کسان او د امنیتي ځواکونو اړوند ۴۲۵ کسان وژل شوي.دغه رپوټ کاږي، پاکستان کې پروسږ کال فرقه ییز بریدونه هم ډېر شوي.د پیېس رپوټ له مخې پروسږ کال پاکستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي ۲۲۰ خونړۍ پېښې شوې، چې په کې ۶۸۷ کسان وژل شوي او ۱۳۱۹ ټپیان شوي دي.کوټه دې رپوټ کې تر ټولو ډېره اغېزمنه سیمه بلله شوېد رپوټ له مخې، هنګو، اسلام اباد، راولپنډۍ کراچۍ، کوټه، پېښور او کورمه هغه سیمې وې، چې د فرقه ییز تاوتریخوالي له کبله ډېرې اغېزمنې شوې.کوټه دې رپوټ کې تر ټولو ډېره اغېزمنه سیمه بلله شوې، چې وايي دغه ښار کې د فرقه ییز تاو تریخوالي ۲۳ پېښو کې ۲۶۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.کراچۍ کې بيا دغه ډول ۱۳۲ پېښور کې ۲۱۲ کسان ووژل شول. رپوټ کاږي، د فرقه ییز تاوتریخوالي ډېر بریدونه د شیعه ګانو پر ضد شوي، چې تر ۵۰ سلنې یې کچه لوړه ده او د سنیانو پر ضد ۳۷ سلنه بریدونه شوي.رپوټ کې ویل شوي، چې فرقه ییز تاوتریخوالي کې وژل شوي ۹۹ کسه سنیان دي او ۴۷۱ نور شیعه ګان دي.بلوچستان ایالت کې د تېر ۲۰۱۳ اوږدو کې ۴۸۷ خونړۍ پېښې شوې، چې پکې ۳۹۸ کسان وژل شوي او ۱۰۴۳ نور ټپیان شوي دي.رپوټ کې ویل شوي، بلوچستان کې د تشدد تر ټولو ډېرې پېښې مرکزي ښار کوټه کې شوې، چې دغو ۱۱۲ بریدونو کې ۳۹۸ کسان وژل شوي.رپوټ زیاتوي، د بلوچستان ۴۸۷ بریدونو نه ۴۲۴ سخت دریځو کړې او ۳۳ فرقه ییز بریدونه دي، چې ډېری دغه بریدونه لشکر جهنګوي ډلې کړې او پاتې نور بریدونه د پاکستاني طالبانو په شمول یو شمېر نورو ډلو کړي.د ۲۰۱۲ کال پرتله تېر کال پلازمېنه اسلام اباد کې د تاوتریخوالي پېښو کچه ۳۰۰ سلنه لوړه شوې او په دویم مقام کې پنجاب ایالت کې دغه کچه ۱۲۳ سلنه لوړه شوې. رپوټ بلوچستان کې د تاوتریخوالي پېښو کې ۵۶۰ ملکي کسان، ۹۶ پولیس، ۲۶ سخت دریځي، ۲۵ ملېشه سرتېري ۱۱ سرحدي پولیس او اته پوځيان، وژل شویو کې شامل دي. د پاکستان انسټیټیوټ فار پیېس سټډیز په کلني رپوټ کې ویل شوي، چې د تشدد پېښو کچه تر ټولو په پلازمېنه اسلام اباد کې ډېره لوړه شوې. رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۲ کال پرتله تېر کال پلازمېنه اسلام اباد کې د تاوتریخوالي پېښو کچه ۳۰۰ سلنه لوړه شوې او په دویم مقام کې پنجاب ایالت کې دغه کچه ۱۲۳ سلنه لوړه شوې. کراچۍ کې د خونړیو پېښو کچه ۹۰ سلنه او ګلګت بلتستان سیمه کې دغه کچه ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.