کور / هراړخیز / د ژوند كولو حق !!

د ژوند كولو حق !!

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د بګرام له زندانه د شاوخوا شپږ نيم سوه زندانيانو د خوشې کيدو هرکلى کړى،او ددې کميسيون وياند ويلي دي، زموږ کميسيون د دې زندانيانو دوسيې څارلې دي، او لا به هم په دې برخه کې کوښښ کوو، چې د نورو زندانيانو دوسيې هم زر ترزره وڅيړو،اوهرکس چې د بګرام له زندان څخه خوشې شوى دى، ورڅخه باوري تضمين اخيستل شوى، څو په راتلونکې کې د هېواد د ملي ګټو پرخلاف فعاليت و نه کړي.
په رېښتيا هم په دې برخه کې د ټولو زندانيانو څخه تضمين اخېستل ډېر ضروري دي،چې په دې سره به له يوې خوا د دوى هويت په بشپړ ډول سره ښکاره شي، او له بلې خوا دوى نه شي کولى بيا هم دلته د افغان دولت په خلاف کوم عمل ترسره کړي.
په هېواد کې دې په نورو زندانونو کې هم دې دا ډول زندانيانو دوسيې وڅيړل شي، ځکه په دې زندانونو کې داسې کسان شتون لري، چې دوى په بې ګناه ډول سره نيول شوې دي او بغير له کوم جرم څخه يې په دې زندانونو کې په کلونو کلونو وخت تير کړى دى.
په دې برخه کې امريکايي چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې ښايي د بګرام له زندان څخه يو شمېر خوشې شوې بنديان په تروريستي فعاليتونو کې لاس ولري،خو د بګرام د زندانيانو د دوسيو د څيړنې کميټه وايي، دوى د خوشې شوېو زندانيانو د دوسيو به برخه کې له پوره غور او څيړنې کار اخيستي دي او باوري دي، چې په تروريستي فعاليتونو کې به لاس ونه لري.
هغه زندانيان،چې بې ګناه نيول شوې دي ، هغو نه پخوا په تروريستي فعاليتونو کې لاس درلود او نه به دوى د هېواد ملي ګتې زيانمنې کړي ، او ددې بې ګناه کسانو دا حق دى، چې په هېواد کې بغير له زورونې او ستونزو ازاد ژوند وکړي.

د بې ګناه کسانو په برخه کې د افغانستان د مشرانو جرګې يو شمېر غړو هم د بګرام له زندان نه د سلګونو بنديانو د خوشې کولو هرکلى کوي، خو دوى هم په دې ټينګار کوي چې د نورو زندانيانو دوسيې هم بايد په چټکۍ سره وڅيړل شي،ترڅو ټول هغه کسان چې په زندانونو کې شتون لري او بې ګناه دي بايد ثابت او ازاد کړل شي.
د دې جرګې لومړي مرستيال تيره ورځ په عمومي غونډه کې وويل، چې بايد د ټولو بنديانو د دوسيو د څيړلو په برخه کې قانون يو شان او بشپړعملي شي.
که وايو د بشري حقونو خپلواک کميسيون د زندانونو په اړه د څيړنو او پلټو په اړه ټول ولسونه خو ښ ښکاري او دوى هم په دې ټينګار کوي چې بايد د ټولو زندانيانو دوسيې دې په بشپړ او منظم ډول سره وڅيړي ،ځکه داسې بنديان هم په دې زندانونو کې شتون لري چې په بې ګناه ډول سره بنديان شوې دي ، نو په دې برخه کې په کار ده چې د بشري حقونو له خپلواک کميسيون سره دولتي چارواکي هم مرسته وکړي ، ترڅو د ټولو زندانونو دوسيې په کمه موده کې وڅيړل شي ،چې په دې سره به له يوې خوا په هېواد کې هغه زندانيان چې په بې ګناه ډول سره نيول شوې دي ازاد کړل شي او له بلې خوا به دوى خپل ازاد ژوند پيل کړى وي.