د کراچي ښار په بلديه ټاون کي دوه پوليس ووژل سول.
ياد پوليس چي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د يوه سيميز رهنماء رازق بونېري ساتنه ئې کوله ، د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کي وژل سوي او وسلې ئې هم وسله والو د خپل ځان سره وړي.
په ياده سيمه کي لومړى پر رازق بونېري د لاسي بم وار سوى او ورپسې ډزي سوي، چي په پايله کي ئې دوه ساتونکي پوليس وژل سوي. خو رازق بونېرى روغ رمټ دئ.
په سيند کي د ملي عوامي پارټۍ وياند پر رازق بونېري حمله او د هغه د دوو ساتونکو پر وژنه خفګان ښکاره کړى. او وايي چي حکومت د ملي عوامي پارټۍ د کارکوونکو په ساتنه کي پاته راغلى.