کور / تازه خبرونه / روزګان: د نوم ليکني پروسه له درغليو او لاسوهنو ډکه ده

روزګان: د نوم ليکني پروسه له درغليو او لاسوهنو ډکه ده

د روزګان يو شمير ولسي چارواکي په دې ولايت کي د نوم ليکني پروسه له درغليو او لاس وهنو ډکه بولي .
په مشرانو جرکه کي ددې ولايت استازي وايې چي په روګان کي د رياست جمهوري لپاره خاصو نوماندانو ته کار کيږي
بل لور بيا ددې ولايت د تاکنو کميسون د نوم ليکني پروسه شفافه بولي .
که څه هم د هيواد په يوشمير ولايتونو کي د نوم ليکني پر پروسې ددرغليو خبري کيږي او د شفافو ټاکنو په ترسره کيدو کي ناامني لوي خنډ بولي، په مشرانو جرګه کي د روزګان د خلګو استازى امان الله عظمي هم په ورته نظر دي، هغه وايې چي په روګان کي د ميرمنو په نامه په زرګونه کارتونه جوړ سوي چي د خاصو نوماندانو لپاره کارول کيږي، هغه کوم څوک په دې برخه کي مشخص نکړ .
په روزګان ولايت کي د ټاکنو د خپلواک کميسون د سيمه ايز دفتر سرپرست حميد شريفي د نوم ليکني پروسه شفافه بولي او د هر چا لاسوهنه پکښي ردوي، هغه مني چي د نوم ليکني په برخه کي د ميرمنو ونډه کمه خو تمه لري چي شمير به يې ډير سي.
سناتور امان الله عظمي وايې چي يو شمير ولسواليو ته هم د نوم ليکني پروسه نده رسيدلې او اوسيدونکي يې په ټاکنو کي د برخي اخيستني څخه بي برخي سوي دي، هغه ګيزاب ولسوالي په مثال کي ياده خو يو شمير قومي مشران د نوم ليکني د پروسي په اړه بيلابيل نظرونه لري .
تر دې دمه په روزګان ولايت کي له ٢٧ زرو زياتو نارينه او ښځينه وو نوم ليکنه کړې چي د ٢٣٧٠٠ په شاخواکي نارينه، د ٣ زرو په شاوخوا کي ميرمنو او د ٣٠٠ په شاوخوا کي کوچيان دي. خو دا چي د نوم ليکني دا شمير به څومر لوړ او څومره به يې په ټاکنو کي د رايې ورکولو پرمهال برخه واخلي د وخت خبري دي .