کور / تازه خبرونه / کندهار:د يوه وسله وال طالب د نيولو ادعا وسوه

کندهار:د يوه وسله وال طالب د نيولو ادعا وسوه

افغان ځواکونو په پنجوايي ولسوالی کي يو وسلوال طالب نيولی دی
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې چي تېره ورځ افغان ملي امنيتي ځواکونو په پنجوايي ولسوالۍ کي تصفيوي عمليات ترسره کړي، چي پر مهال يې يو تن وسلوال طالب د يو شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځای نيولی دی .
افغان ملي امنيتي ځواکونو دغه عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان، مشان او دواب سيمو کي ترسره کړي، چي په ترڅ کي يې د يوه وسلوال طالب ترڅنګ په يادو دريو سيمو کي ۲ ميله کلاشنکوف، يو پاکستانی توپک، يوه پايه مخابره، ۱۶ د مخابرې انتنونه، ۶ حلقې لاسي بمونه، يو عدد شريد، ۱۰۰ دانې د ماين پټاکۍ، ۱۵۰ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، ۳۲۰ فيره د فيکا مرمۍ، ۳۰۰۰ متره ثانيه سوز لين، ۲۰ کيلو انفجاريه مواد او د انفجاريه موادو څخه ډکي شل ډبې چي وسلوالو طالبانو غوښتل چي په ورانکارو فعاليتونو کي ترې ګټه واخلي.
تر اوسه وسله والو طالب د خپل دې قوماندان په اړه څه ندي ويلي .