د ۲۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایتي روغتون لپاره د نوې جوړېدونکي ودانۍ کار نن دلغمان والي او د عامې روغتیا د وزیرې له لوري پيل سو.
دغه سل بستریز روغتون چې د عامې روغتیا وزارت د انکشافي بودیجې پر مټ په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د دریو کلونو په موده کې جوړېږي، څلور بلاکونه لري چې دوه یې یو پوړیز او دوه نور یې دوه پوړیزه دي او ټولیز مساحت یې ۶۸ جریبه دی چې په یوه وخت کې به د ۱۵۰ بسترونو ظرفیت ولري.
د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ټول لغمان او غربي نورستان په ګډون ۲ میلیونه خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.
هغه غونډه چې په همدې موخه نن په لغمان ولایت کې جوړه شوې وه پر لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي سربیره په کې د عامې روغتیا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو یو شمیر استازیو، ولایتي شورا، د لغمان قومي او انکشافي شورا رئیسانو او غړیو او د لغمان د ملکي او نظامي ادارو چارواکیو.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په خپلو خبرو کې د یادې پروژې په ارزښت او مهم والي رڼا واچوله او دغه پروژه یې د لغمان لپاره یوه حیاتي پروژه وګڼله. ښاغلي مجددي دغه راز په خپلو خبرو کې اغلې دلیل ته وړاندیز وکړ چې د کابینې په غونډه کې د بادپښ د سړک او د شهیدانو د پل په اړه چې یوه پروژه یې په ټوګټو او بله یې هم په کلیو پراختیا وزارت پورې اړه لري، د یادو وزارتونو وزیرانو ته یادونه وکړي چې د وزیرانو شورا ۲۳/۲/۱۳۹۲ د اتمې ګڼې مصوبې له مخې یادو وزارتونو ته د دغو پروژو د پلې کولو دنده سپارل شوې وه، خو ولې لا تر اوسه نه دي پلي شوي.
وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل د یادې پروژې په اهمیت او تخنیکي مسایلو خبرې وکړې او ژمنه شوه چې په راتلونکې کې به هم خپلې مرستې و نه سپموي.
بیا په وار سره په ولسي جرګه د لغمان د خلکو استازیو په استازولۍ اغلې ذیفونون صافۍ او د ولایتي شورا رئیس قاري میر حاتم تره خیل هم د یادې پروژې په اړه خبرې وکړې او د دې تر څنګ یې د لویې لارې په اوږدو کې د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ایمرجنسي روغتون د جوړولو وړاندیز هم وکړ.