کور / تازه خبرونه / ولي حکومت له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کوي؟

ولي حکومت له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کوي؟

ملي ارمان: ولي حکومت له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کوي؟

د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بګرام د زندام د مسالې په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ امریکا له یوې خوا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو د پاللو دعوې کوي او له بلې خوا یې په بګرام کې لا هم د توز زندان په نوم زندان ساتلی دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور؛ په دې زندان کې له بندیانو سره داسې چلند کیږي چې؛ د نړۍ په هیڅ حقوقي نظام کې ورته اجازه نشته.

په سرمقالې کې راغلي، دا له افغانستان کې سره د دوستۍ او د ستراتیژیکو اړیکو نښې دي او که د غلامۍ او بادارۍ؟!!

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې هم په همدې مسالې خپله سرمقاله کښلې او پر حکومت یې انتقاد کړی چې؛ ولې له بګرام زندانه خطرناک کسان خوشې کوي؟

په سرمقالې کې راغلي که د بګرام زندان د زندانیانو دوسیې په عادلانه ډول وڅیړل شي او بې ګناه کسان خوشې شي نو هیڅوک به هم پرې اعتراض ونه کړي.

خو د سرمقالې لیکوال استدلال کوي چې؛ د جمهور رییس له خوا ټاکل شوي پلاوي داسې زندانیان خوشې کړي چې؛ ښکاره جنایتونه یې کړي دي.

ملي ارمان لیکلي، یو علت چې په هېواد کې د جرایمو کچه مخ په لوړېدو ده همدا دی چې؛ مجرم له نیول کېدو وروسته بېرته خوشې کیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د ځینو امریکايي سناتورانو په څرګندونو تبصره کړې؛ چې ویلي یې دي، که د بګرام له زندانه اته اتیا خطرناک زندانیان خوشې شي؛ نو د افغانستان او امریکا اړیکې به خرابې شي.

ورځپاڼې لیکلي دا مساله ځکه د اندیښنې وړ نه ده چې؛ ولسمشر کرزي په بیا بیا ژمنه کړې چې؛ بې ګناه کسان به له بګرام زندانه خوشې کیږي او جنایتکاران به په سزا رسیږي.

په سرمقالې کې د امریکايي سناتور “لېنسي ګراهم” خبره راخیستل شوې؛ چې ویلي یې دي، په بګرام زندان کې اته اتیا داسې کسان دي چې؛ خوشې کېدل یې د افغانانوا و بهرنیانو امنیت ته خطرناک دی.

محور:

محور ورځپانې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي؛ امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل څه کم دوه زره زغروال ګاډي سوځولي دي.

په مطلب کې راغلي، دا هر ګاډي په لکونو ډالره ارزښت لري. محور لیکلي امریکايي ځواکونه استدلال کوي چې؛ دا پوځي ګاډي یې ځکه سوځولي چې؛ افغان ځواکونه یې د استعمال په چل نه پوهیږي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم په همدې مسالې کښلي او پوښتنه یې مطرح کړې چې؛ امریکايي ځواکونه ولې د دې تجهیزاتو د سوځولو پر ځای افغان ملي اردو ته یې د استعمال طریقه نه ورښيي.

محور لیکلي، دا مساله د افغانستان پر وړاندې د امریکا د صداقت په اړه له خلکو سره سره شکونه زیاتوي.