په ۲۰۱۳ عیسوی کال کی د بل هر تیر کال په څیر په نړی کی په زرګونو پیښی را مینځ ته شوی چی د نړی د بلیونو خلکو لپاره چاته د موسکا او چاته د اوښکو ډالی ور په برخه کړی خو کوم هغه څه چی هیڅکله یی توقع نه کیدله د امریکایی استخباراتو اډوارد سنودن مطبوعاتی انقلاب وو چی د نړی د شرق او غرب سترګی یی ور خلاصی کړی ـ سنودن د امریکی غیر دموکراتیکه ، دیپلوماتیکه ، او د نړیوالو قوانینو پر ضد د امریکایی چلندونو له اسرارو څخه پرده پورته او د نړی د پرګنو په وړاندی یی د یوه اتل خو د واشنګتن د اداره له نظره یی د یوه خاین لقب وګاټه ـ سنوډن د نړی د مشرانو سترګی او غوږونه خلاص او پدی یی و پوهول چی د امریکی خوشحالول نه یواځی ګران ـ بلکی نا ممکن کار دی ـ سنودن نړیوالوته وښودله چی د امریکی د سرمایه داری د حریص نظام تر پردی شاته د نړی د ولسونو پر ضد کومی دسیسی چی پرتی ندی .
ادوارد سنودن د امریکی او انګلیس حتی دوستانو ته ور وښودله چی له امریکی او انګلیس سره په دوستی کی له ځان سره محتاط وی .
ـ په ۲۰۱۳ کال کی چین او روسیه د امریکی د ډالری نړیوال حاکمیت پرضد هڅی را پیل کړی چی انجام به یی په را تلونکو کلونو کی د ډالرو را پرزول وی .
ـ په ۲۰۱۳ کال د ایران د نوی جمهورییس ښاغلی حسن روحانی ټاکل په منځنی ختیځ کی تر ټولو مهمه پیښه بلل کیږی د مینځنی ختیځ دری اساسی ځواکونه صعودی عرب ، اسراییل او ایران هر یو په خپل وار سره د سیمی د اتلولی اصلی لوبغاړی دی .د ایران او امریکی د دیپلوماتیکو هڅو پیل چندانی شه نه بریښی خو د سیمی لپاره د ایران د نوی جمهور ریس ټاکل د ۲۰۱۳ کال هغه مهمه پیښه وه چی د راتونکو کلونو سمیه ییز برخلیک به ټاکی .
ـ ۲۰۱۳ کال د عراق لپاره تر ټولو خونړی کال وو چی نږدی لس زره عراقیان پکښی ووژل شول . له عراق څخه د امریکایی ځواکونو له وتلو سره اوس دا سوال را پیښ شوی چی په عراق کی د امریکی د پوځ اوسیدل یا وتل کوم یو به د عراق په ګټه وو ؟؟؟ .
– په ۲۰۱۳ کال کی برطانیه او امریکی د سوریه په جمهور ریس بشر الاسد په وار وار دا غږ و کړ چی له سوریه څخه ووځی او په خپله لار پسی لاړ شی ، ۲۰۱۳ کال پای ته ورسید خو بشر الاسد لا اوس هم د سوریه مشر دی خو امریکا او برطانیی د همدی کال په پای کی ورو ورو له خپلو سوریه یی مجاهدینو څخه لاس په اخستو شول او ورانه ویجاړه سوریه او د هغی سرنوشت یی ۲۰۱۴ کال ته همداسی په میدان پریښود.
ـ په ۲۰۱۳ کال کی د اوکراین خلک د اروپا او روسیه په پلوی عملا دوه ټوټی شوو خو ظاهرا اوکراین لا اوس هم واحد دی .
ـ په ۲۰۱۳ کال کی د مصر دموکراتیک انتخابات د مصر اخوان المسلمین د خلکو د رایو په اکثریت وګاټه خو امریکی د اخوان المسلمین دغه بری ونشو زغملای چی په سیمه کی خپل سیاسی سیال ته مبارکی ووایی او پدی توګه یی د مصری ـ امریکایی پوځی کودتا په ذریعه د مصر قانونی جمهور ریسس زندانی ، ګوند یی د تروریستانو په لست او د رهبری غړی یی یو پر بل پسی ترور ، زندانی او فراریان کړل.
– په ۲۰۱۳ کال کی لویدیځوالو د تونیزیا ، صعودی عرب او قطر د خلکو په پاڅون مطبوعاتی سترګی پټی کړی او د دغو هیوادونو د حاکمو دیکتاتورانو ترڅنګ ودریدل .
ـ په ۲۰۱۳ کال کی پاکستان او یمن کی امریکایی ـ بی پیلوټه الوتکو د تروریستانو پرضد پوځی عملیاتو کی یو تروریست او په سلګونو بی ګناه ماشومان ، ښځی او عادی خلک ووژل خو امریکایی پالیسی جوړونکی لا تر اوسه هم دا نه منی چی که امریکا خپل یو دښمن وواژه نو په سلګونو نور دښمنان یی زیږول.
ـ ۲۰۱۳ کال افغان مطبوعااتو له طالبانو سره په خیالی موافقو او خبرو تیر کړ او له طالبانو سره د خبرو اترو د خوب د تعبیر مسله یی ۲۰۱۴ کال ته په میراث پریښوده .
ـ په ۲۰۱۳ کال کی د افغانستان تر ټولو توده موضوع له امریکی سره د امریکایی اډو د موجودیت قرار داد وو چی د امریکا د بیړنی هوس پر خلاف دغه موضوع ۲۰۱۴ کال ته په میراث پاتی شوه او د افغانستان جهمور رییس دغه تر ټولو ماهر امریکایی پیژندونکی لا تر اوسه هم دی نتیجی ته نه دی رسیدلی چی له امریکی سره دوستی د افغانستان په ګټه ده اوکه دښمنی ؟؟؟
پای