کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف ناروغه شو ‘

پروېز مشرف ناروغه شو ‘

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د ناروغۍ له کبله روالپنډۍ کې د زړه ناروغیو درملنې پوځي روغتون ( ارمډ فورسز انسټیټیوټ اف کارډیالوجي )ته لېږدول شوی.په پام کې وه، چې پرویز مشر د خیانت قضیې لړ کې محکمې ته وړاندې شي، خو د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې مشرف محکمې ته پر لاره و، چې ناڅاپه ناروغ شو او سمدلاسه پوځي روغتون ته ولېږدول شو.د پاکستان دولتي ټلویزیون د اسلام اباد امنیت مشر له قوله ویلي، چې پروېز مشرف د زړه ناروغۍ له کبله روغتون ته لېږدول شوی.د پروېز مشرف مدافع وکیل احمدرضا قصوري له خبریالانو سره خبرو کې وویل: ‘ د منصفه پلاوي رویه غیر اخلاقی ده.’نوموړي زیاته کړه. ‘ د پروېز مشر ناروغي د الله ( ج ) رضا ده او د منصفه پلاوي رویه باید مناسبه وي.’د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې نوموړي وویل: کېدای شي، یو روغ انسان ناڅاپه ناروغ شي او دا چې که پروېز مشرف له محاکمې ډارېده، نو هېواد ته به نه ستنېده.’له دې مخکې د پروېز مشرف مدافع وکیلانو ویلي و، د محکمې دا ویل، چې نوموړی باید هرومرو حاضر شي، د ګواښ معانا لري.