د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د وسله والو په يوه بريد کي يو عسکر وژل سو.
خبرپاڼه ليکي چي ياد عسکر د افغانستان په سهېل کي د يوې غير رسمي سفر په ترڅ کي وژل سوى.
ناټو په خپله خبرپاڼه کي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ ښوولى.