ملي باور : د ملابرادر خلاصون د امریکا تایید غواړي
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه پر خپلو شرطونو د افغان حکومت پر ټینګار او د ملابرادر د خلاصون لپاره د امریکا د تایید په اړه ډیر مطالب خپاره کړي.
ملي باور:
ملی باورغیر دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي له قوله لیکلي چې؛ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د افغان حکومت شرطونه پرځای دي.
په دې اړه لیکنه کې ویل شوي که څه هم له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د افغانستان ټول شرایط پرځای دي، خو د سولې پروسې عملي پیلیدل یې مهم شرط دی.
ملي باور د ملابرادر خلاصون د امریکا تایید غواړي ترعنوان لاندې لیکلي چې؛ افغان حکومت وایي، ملا عبدالغني برادر اوس هم په پاکستان کې تر سختې څارنې لاندې دی.
ملي ارمان:
ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې هم د طالبانو د دویمه درجه مشر ملا برادر د خلاصون پر څرنګوالي یو مطلب خپور کړی دی.
دې ورځپاڼې د جمهوررییس کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي چې؛ پاکستاني چارواکو د ملا برادر د بشپړې ازادۍ په اړه ویلي چې؛ د دې کارلپاره د امریکا تایید ته اړتیا لري.
په دې اړه د ملي ارمان په مطلب راغلي چې؛ پاکستانیو چارواکو ویلي، ملابرادر له امریکایي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې نیول شوی او د خوشې کولو لپاره یې د امریکا تایید حتمي دی.
ویسا:
ویسا غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي چې؛ امریکا یو وار بیا د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو غوښتنه کړې.
دې ورځپاڼې د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت له قوله لیکلي که دا سند لاسلیک نه شي نو دوی به مجبوره شي داسې پلان جوړ کړي چې؛ پر اساس به یې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې کیدو امکان نه وي.
ویسا یوه نړېواله نظر پوښتنه هم خپره کړې چې؛ په کې ویل شوي امریکا او پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېوادونه دي.
په دې نظر پوښتنه کې راغلي چې؛ امریکا د دې لپاره ډیر خطرناکه ده چې د نړۍ په بېلابېلو لانجو کې ګوتې وهي، خو پاکستان د دې لپاره چې د تروریستي بریدونو سرچینه ده.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په هکله پر خپلو شرایطو د افغان حکومت د ټینګار په اړه لیکنه خپره کړې.
دې ورځپاڼې د جمهور رییس کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي چې؛ لا تر اوسه امریکا د افغان حکومت شرایط نه دي منلي.
هېواد لیکي، د سولې پروسې عملي پیلیدل او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو یو مخ بندیدل د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کولو لپاره د افغان حکومت اساسي شرطونه دي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم پرهمدې مسالې یو مطلب خپور کړی او د ایمل فیضي له قوله یې ویلي چې؛ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه خبرې رواني دي او که امریکا په دې اړه لازم اقدامات وکړي او د افغانستان شرایط ومني نو د دې سند لاسلیک کولو ته به زمینه مساعده شي.
دې ورځپاڼې همدا راز لیکلي چې؛ د افغانستان له جګړې سره د امریکا د ولس ملاتړ تر بل هر وخت کم شوی او د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستان نه غوښتي چې دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي سند ژر لاسلیک کړي.