کابل :پژواک دخبر له مخې په پېښور ښار کې د يوې چاودنې له امله درې افغان کډوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.پاکستانۍ رسنيو د مرغومي په ١١مه خبر ورکړى، چې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته د پېښور ښار د پندو په سيمه کې شوې ده.سرچينې زياته کړه، چاودنه پر يوې رېکشې شوې چې له امله يې درې افغان کډوال وژل شوي او د يو شمېر افغانانو په ګډون ٦ نور ټپيان دي.د ياسين خان په نوم د پوليسو يوه سيمه ييز افسر رسنيو ته ويلي، چې دا چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او وژل شوي افغانان په رېکشه کې سپاره وو.د عزيزالله په نوم يو افغان چې په پېښور کې اوسېږي، وويل، چې دوى هم خبر شوي چې په ياده چاودنه کې افغانان وژل شوي دي.د هغه په وينا، دغه افغانانو په پندو سيمه کې اوسېدل او په رېکشه کې خپلو کورونو ته روان وو.د يادونې ده، په پاکستان کې اوس هم شاوخوا دوه ميليونه افغانان مېشت دي چې ډېرى يې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او پېښور ښار کې مېشت دي.