کور / تازه خبرونه / کندهار: د چمتو په نوم د پوځ د عملياتو پاى.

کندهار: د چمتو په نوم د پوځ د عملياتو پاى.

په کندهار کې د چمتو په نوم اتلس ورځني عمليات پای ته رسيدلي او چارواکي يې پر مهال د مهمو وسله والو د نيولو او ګڼ شمير ماينونو د کشف او خنثی کولو څخه خبر ورکوي .
د عملياتو پر مهال شاوخوا شلو افغان امنتي سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
د کندهار امنيه قوماندان د ماينونو په کشف او خنثی کولو کي ځانونه تر نورو وختونو اکمال بولي
د چمتو په نوم دا عمليات شاوخوا شل ورځي مخکي د کندهارپه پنجوايي او يو شمير نورو ولسواليو کې يوازي د افغان امنتي ځواکونو په مټ او قوت تر سره سوه .
د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وايې چي د عملياتو پرمهال ئې د کوټي د شورا مهم پلاونه ور شنډ کړي .
تورن جنرال عبدالحميد وائې چي له ٦٠ زيات وسله وال طالبان ئې وژلي او د طالبانو مهمي ډلي ئې هم نيولي چي يو شمير پاکستاني اتباع هم پکښي شامل دي .
هغه وايې چې د عملياتو پر مهال زرګونه کړۍ هغه ماينونه چې په ځمکو او لارو کې ښخ شوی وه هم کشف او خنثی شوي دي .
نوموړي په دې عملياتو کې شلو تنو افغان امنتي سرتيرو د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر هم ورکړ چې نهه تنه يې وژل شوي او يوولس نور يې ټپيان دي .
که څه هم ځمکني ماينونه د افغان پوځ لپاره تر ټولو ستره ننګونه ياديږي خو دامهال ئې د ماينونو د خثي کيدو مهمي ډلي روزلي او په دې برخه کي دوي دامهال ځانونه بريالي بولي . د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وايې چي که د خلګو همکاري ورسره وه د ماينونو له کبله به د ملکي او نظامي تلفاتو مخه نيول سوې وي .
په سويل کې ميشت امنتي چارواکي وايې چې د بهرنيو سرتيرو په وتلو سره د افغان امنتي ځواکونو پر وړتيا منفي اثر نه شوی او دوی نور هم پياوړي شوي دې چې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات تر سره کړی خو وسله وال طالبان اوس هم ځانونه قوي بولي او وخت نا وخت پر کورنيو او بهرنيو سرتيرو د ډول ډول حملو راپورونه ورکوي .