لومړنۍ واوره وورېده ، ساړه ډېر شول ، دافغانانو به ماشومان له یخه مړه شي ، په کورونو کې به دسیزلو څه نه لري ، هغوی چې چت نه لري تر واورې لاندې به خښ شي ، هیندوکوښ ، سپینغر ، پامیر ، بابا او پغمان به له واورو ډک وي ، او په لمنو کې به یې بېوزلي افغانان دسپینې واورې رنګ ته په کرکه ګوري … پسرلی به واورې ویلې شي ، ناوونه به راډک شي ، سیندونه به وغړمبیږي او دافغانانو کورونه ، زمکې او رمې به یوسي ، کورنۍ به یې ورووژني …. خو اوبه به يې ګاونډیوته وړیا وروبهیږي ، کابل او کونړ سیند ونه به دپنجاب زمکې خړوبې کړي او هلمند و هریرود به ایران ته اوبه ورکړي ، افغانان به بیا هم دسیند پر غاړه تږي او نهر وي .
هیچا له هیلمنده دبکواه پردښتو اوبه ورسمې نه کړې ، کوکچه یې پر شاړو زمکوویالې ویالې ونه ویشه او دافغانانو کندوان یې له غنمو ډک نه کړل ، هیڅ سیاستوال ، دطبیعت له دومره سخاوتمندۍ څخه د افغان انسان دګیډې دمړښت ، دتن دپوښښت څه ونه ویل، دکور په ودانۍ او دزمکو ، کارځایونو او ښوونځيو پرډیروالي یې خبرې ونه کړې . هیچا دماشومانو دناروغو بدنونو دریږد په هکله فکر ونه کړ او هیچا دخپلو اوبو بهیر پر خپلو ژرندو او بریښنا کوټونو ورمات نه شو کړای .
ټول سیاستوال دتورو لاپې وهي ، توره په هوا کې خوځوي ، ځانونه دزمري بچي بولي ، ددوښمن دسر دغوڅولو ترانې وايي ، دپارلمان وکیل دپولیسو مېړغونجا سرتیری په څاپيړو وهي او په بیسواده وزیر پسې اووه یا اته ګولۍ ضد تورګاډي دوړې بادوي.
دودان افغانستان ارمانجنو راپاڅيږئ !
دتاریخ دامسخره لوبه پای ته ورسوئ ، پرعلمي او عملي طرحو سره راغونډ شئ ، او دا ( په پچه ختلي دکشمیر شوقیان ) انحصارګر سیاستبازان دتاریخ خځللوښي ته ورجارو کړئ !
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه