افریقا:
افریقايي هیوادونه ددماغونو له پرواز څخه داسي متاثر دي چي نه سي کولای چي دفقر له کرښي څخه ځانونه خلاص کړي. په دې جمله کښي نایجریا، کینیا او ایتوپیا(حبشه) ددماغونو له پرواز څخه ډېر متاثر دي. پرافریقايي هیوادونو باندي دکاله د(150,000)خارجي/غربي کارمندانو او مسلکیانو پرګومارلو باندي تقریباً څلور میلیونه امریکايي ډالره مصرف راځي. حبشې د ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۹۱ پوري ۷۵٪ ماهر کاري ځواک(workforce) له لاسه ورکړی دئ. حبشه ډېر ښه ډاکټران روزي خو دغه ډاکټران ترحبشې دامریکا دمتحده ایالاتو دشکاګو په ایالات کښي ډېر لیدلی کیږي ځکه چي دافریقا په خدماتي سیکتور کښي دکارمندانو معاشات دونه کم دي چي ددوی اساسي ضرورتونه لا نه په رفع کیږي. همداسي په افریقا کښي ډېر پوهنتونونه دباتجربه لیکچر ورکوونکو د کمښت سره مخ دي. کله چي ئې ځوانان له پوهنتونو څخه فارغه سي نو غربي هیوادو دمهاجرت له پاره ملا وتړي. ددماغونو پرواز د افریقا داقتصادي پاته والي عامل دئ او ویل کیږي چي دغه حالت به دنړۍ والتوب له سبب په راتلوونکو لسیزو کښي هم دوام ولري.
ګانا اوس درې زره شپږ سوه (3,600) ډاکټران لري چي دهیواد پر شپږ زره اووه سوه (6,700) اوسېدونکو باندي ئې یوډاکټر رسیږي، دامریکا په متحده ایالاتو کښي بیا د څلورسوه دېرشو(430) کسانو له پاره یو ډاکټر وي. دګانا ځوان ډاکټران او نرسان دخپل هیواد څخه انګلستان، دامریکا متحده ایالاتو، جمیکا، او کاناډ ته دزیات معاش او ښه کاري شرایطو له پاره مهاجرت کوي. دګانا رسمي حصایه وايي چي د۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۰ پوري ئې دهیواد ۶۸٪ روزل سوي ډاکټران له لاسه ورکړي دي. جنوبي افریقا (South Africa) هم یو له هغو افریقايي هیوادونو څخه ده چي دتیرو شلو کلنو راهیسي ددماغونو له پرواز سره مخ ده. باور کیږي چي دجنوبي افریقا ددماغونو پرواز دمنطقې پراقتصاد تاثیر کولای سي. یوازي دډاکټرانو دپرواز څخه جنوبي افریقا ته یو، عشاریه یو څلوېښت بیلیونه ($1.41bn) امریکايي ډالره تاوان وررسیږي. مهاجرت ورته کېدوونکي یا کوربه هیوادونو(hosting countries) بیا ګټي تر لاسه کوي. یوازي انګلستان دجنوبي افریقا دډاکټرانو څخه دوه، عشاریه اووه ($2.7bn) بیلیونه امریکايي ډالر ترلاسه کوي. په خدماتي سیکتور کښي کم معاشات او مزدوري، دژوند کولو غیري معیاري حالت، دترانسپورټ او سرپناه کمښت،نامساعد کاري چاپیریال، دمسلکي پرمختګ کم امکانات، دتحقیق او انکشاف (Research and Development) له پاره کمه بودیجه،دمسلکي ماشینري کموالی،اجتماعي ناراحتي(Social unrest) سیاسي شخړي، جنګونه،دتعلیمي نصاب او سیسټم ټیټ کیفیت،دازادۍ کموالی، دپرمختګ اووظیفو په ځایونو کښي تبعیض اوداسي نور دافریقا ددماغونو عوامل دي.
بلي خوا ته بیا ویل کیږي چي چټکي اقتصادي ودي او انکشاف او همداسي په افریقا کښي دمنځنۍ طبقې(middle class) ظهور،دافریقا ددماغونو پرواز اوس ورځ په ورځ سرچپه(معکوس) کوي. د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ پوري دنړۍ لس ترټولو چټک وده کوونکي (fastest-growing) هیوادونه په افریقا کښي ول او توقوع کیږي چي په ۲۰۱۵ کښي به دافریقا اقتصاد داسیا تر اقتصاد قوي سوي وي.اقتصادي انکشاف، دتکنالوژي معرفت، چابک انټرنیټ، ښه موبایل سیسټم، ښه تعلیم یافته نفوس، مساعد کاروباري چاپیریال افریقایانو ته زمینه برابره کړې ده چي خپلو کورونوته ور ستانه سي او اوس ډېر افریقايان په خپلو کورونو کښي کار کوي.
غربي اسیا(Western Asia):
عراق:
دعراق په جګړه کښي چي امنیت او اساسي خدماتو ته لاس رسی نه ؤ، څلور(4) میلیونوعراقیانو خپل هیواد پرېښودئ. د۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ پوري نهه اتیا (۸۹) دپوهنتون پروفیسران او لوړ رتبه لیکچر ورکوونکي وژل سوي ول. دعراق دمعارف وزارت دراپور له مخي د ۲۰۰۶ په څلورو میاشتو کښي درې سوه یوولس (۳۱۱)ښوونکي قتل سوي ول. دصدام ددولت دنسکورېدو سره سم، فراري عراقیانو ته زمینه برابره سوه چي بیرته خپل کورته ستانه سي خواوس حالت بیرته بلي خوا ته روان دئ. امنیتي ستونزي، اختطاف، ترورکول، ځوروني، دمجرمینو له خوا دپيسو غوښتنه دعراقیانو ددماغونو دپرواز عوامل دي.
ایران:
د آی یم ایف یا نړئ وال پولي صندوق(International Monetary Fund) د ۲۰۰۶ کال دسروې له مخي، ایران په نیوي (۹۰) هیوادونوکښي هغه هیواد ؤ چي دبشري سرمايې په پروازکښي ئې لومړی مقام تر لاسه کړ. د ۱۹۹۰ کلنو په شا او خوا کښي یو لک پنځوس زره (150,000) ایرانیان داقتصادي همکارۍ او انکشاف دمؤسسې (Organization for Economic Co-operation and Development OECD)) مربوط هیوادونو ته مهاجر سول چي پنځه ویش فیصده (۲۵٪)ئې ماسټرۍ درلودلې. د آی یم ایف د ۲۰۰۹ کال په راپوري کښي ویل سوي دي چي هر کال دیولک او پنځوس زره څخه تر یولک و اتیا زره(150,000-180,000) ایرانیان دخپل هیواد څخه وزي چي ایران ته ئې دکال پنځوس بیلیونه امریکايي ډالر تاوان ور رسیږي.په ایران کښي ددماغونوپرواز دبې کاري او سختو اجتماعي قوانینو له مخي رامنځ ته سوی دئ.
منځنی ختیځ:
اسرائیل
اسرائیل دخپل تاسیس له ورځي څخه بیا تر نن ورځي پوري ددماغونو دپرواز سره مخ دي. ډېر اسرائیل دامریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت کوي، اوس مهال درې لکه و دېرش زره (330,000) اسرائيل دخپل هیواد څخه دباندي ژوند کوي. دیوې ټول پوښتني له مخي سیاسي بې ثباتي او ناامني داسرائیلو دمهاجرت عوامل نه دي بلکي دباندي دژوند کولو ښه معیارونه،کاري زمینې،مسلکي پرمختګ(professional advancement) او لوړي زده کړي داسرائیلو دمهاجرت کولو عوامل بلل سوي دي. په اسرائیلو کښي هغه ښه تعلیم یافته کسان چي په ساینس او انجینري کښي زده کړي لري، دباندي ځي او لږ تعلیم یافته دهیواد دننه پاته کیږي. داسرائیلو دتاسیس یعني د مې دمیاشتي ۱۹۴۸ څخه بیا تر ۲۰۰۵ مېلادي پوري څلور لکه (400,000) اسرائيلي ډاکټران او اکاډیمیک شخصیتونو مهاجرت کړی دئ. په ۲۰۰۹ کښي داسرائيلو دلوړو زده کړو شورا (Council for Higher Education) خبر ورکړ چي پنځه ویش فیصده (۲۵٪)تعلیم یافته اسرائیل له هیواد څخه دباندي اوسیږي، چي په دې توګه اسرائیل په نړۍ کښي ددماغونودپرواز ترټولو دلوړي انداې(highest brain drain rate) سره مخ دي.
په دې ورستیو کښي په ډېرو اسرائیلو کښي خپل وطن ته دبیرته ستنېدلو میلان پیاوړی سوی دئ. په ۲۰۰۷ کښي اسرائلي حکومت دخپلو هیوادوالود بیرته راستنېدو دتشویق پروګرام پیل کړ چي مثبته نتیجه ئې ورکړې ده ځکه چي د ۲۰۱۰ راهیسي اسرائیلي څېړونکي، بیزنیس منېجران، مسلکي او تخینکي کسان بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
عربي نړۍ:
دملګروملتونو او دعربي لیګ (Arab League) په حواله، عربي هیوادونه تر ۲۰۱۰ پوري ددماغونو له پروازه سره مخ ول. دعربي ممالکو څخه یو میلیونو متخصیصنو او ماهرینو په غربي هیوادونو کښي ژوند کوئ چي په تخنیکي او علمي ساحو کښي دکارکولو زمینه ئې علت ښودل سوي ؤ خو ځیني نورو عربو بیا دسیاسي بې ثباتي او جنګ له امله خپل هیوادونه پرېښي ول. د ۲۰۱۲ راهیسي دعربي هیوادونو ددماغونو پروازبرعکس کیږي ځکه چي ځوان عرب زده کوونکي پر خپل کور پاتیږي او له دباندي نور هم ورستنیږي چي دغه کار د عرب سپرینګ (Arab Spring) په نتیجه کښي سوی دئ. ډېر عرب هیوادونه په دې پوه سول چي ساینس دپرمختګ یوه لار ده نو دوی هم پردغه لار روان سول او په دې توګه ئې خپل هیوادونه ددماغونو له پرواز څخه وژغورل. نړۍ وال دوامداره اقتصادي رکود(ongoing global recession) یو بل عامل دئ چي عرب ئې ددماغونو له پرواز څخه ساتلي دي.
پاسفیک اسیا Asia Pacific:
مالیزیا:
مالیزیا ددماغونو له پرواز څخه سخته کړیږي. دباندي ښې کاري زمینې او تعلیم، دمالیزیا په داخل کښي فساد، اجتماعي غیرمساوات (social inequality) دمالیزیا ددماغونو دپرواز عوامل ښودل سوي دي. په ۲۰۱۱ مېلادي کښي بیرناما (Berita Nasional Malaysia:Bernama) چي دمالیزیا لو حکومتي خبري اجنسي ده،خبر ورکړ چي یو میلیون ماهر مالیزیایان دهیواد دباندی کار کوي.
اوس په مالیزیا کښي ددماغونو پرواز چټک سوی دئ ځکه چي د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۰۹ پوري درې لکه پنځه زره (305,000)مالیزیایانو خپل وطن پرېښئ ؤ او د ۲۰۰۷ کال په مقایسه یولک و څلوېښت زره(140,000) مالیزیایانو مهاجرت کړی ؤ چي اکثره ئې هندي او چینايي اصله مالیزیایان (Malaysian Indian, Malaysian Chinese,) ول. دمالیزیايي کارګرانو او کارمندانو مهاجرت دمالیزیا اقتصادي وده (economic growth) په ۲۰۰۰ کال کښي څلور عشاریه پنځه فیصد(۴،۵٪)اود ۱۹۰۰ کلنو په شا او خو اکښي اووه عشاریه دوه فیصده(۷،۲٪)کښته کړې وه.
فلپین:
فلپین له ۱۹۶۰ کلنو (1960s) راهیسي بیا تر نن ورځ پوري ددماغونو له پرواز سره مخ دئ چي دفلپین په اقتصادي سیکتورونو کښې دنرسینګ پرسیکتور سخته اغېزه کړې د ه. که څه هم په دې ورستیو کښي دفلپین په اقتصادي حالت کښي څه نا څه تغیرات راغلي دي خو فلپین دمستعمرو له تاریخه بیا تر نني نړۍ والو اړیکو تر عصره ددماغونو له پروازه سره مخ دئ.
دوهم نړۍ وال جنګ دفلپین اقتصاد اوزېربناو (infrastructure) ته تاوانونه ورسول چي په نیتجه کښي ئې فلپنیان دروغتیايي ستونزو او د ثروت/عاید دغیري مساویانه وېش (uneven wealth distribution) سره مخ کړل. که څه هم پر دولس زره (۱۲۰۰۰) فلپینیانو باندي یو نرس رسیږي خو دهغه وخت دماليې وزیر او دملي اقتصادي شورا رئیس روکساس (Roxas) دصحي ستونزو پر ځاي دمالي ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤ ځکه چي دولت ئې دبودیجې دکسر سره مخ ؤ. کله چي دامریکا متحده ایالاتو په ۱۹۶۵ کښي دمهاجرت په قانون کښي سمون راوست، نو امریکا ته دفلپیني نرسانو صادورول/مهاجرت هم پیل سو. امریکامتحده ایالات بیا یو له هغو هیوادونو څخه ؤ چي دهیواد په دننه کښي دنرسانو دکمښت سره مخ ؤ. اوس مهال فلپین په دنیا کښي ترټولو زیات نرسان دامریکا متحده ایالاتو، انګلستان، او سودي عربستان ته صادروي. پورته یادونه وسول چي دامریکامتحده ایالاتو دنرسینګ سیکتور دکارمندانو له کمښت سره مخ ؤ، نوامریکادخپل مهاجرت په قانون کښي تغیرات راوستل چي دفلپینانو په ګټه تمام سول ځکه چي ډېرو فلپینانو ته په امریکا کښي دکارکولو زمینه برابره سول، خپل هیواد ته ئې پیسې استولې چي دغه کار دفلیپین ددولتي او خصوصي نرسینګ سیکتور دانکشاف سبب سو. که څه هم دفلپین په اړه مکلمه ډاټا ترلاسه کول ستونزمن دي خو د ۱۹۷۰ کلنو څېړني ښئي چي پنځه اتیا ۸۵٪ فلپیني نرسانو له خپل هیواد څخه مهاجرت کړی دئ. ددې سره سم، فلپین په ۱۹۵۰ کښي اوولس (۱۷) نرسینګ مکتبونه درلودل خو دغه تعداد په ۱۹۷۰ کښي یو سلو څلوېښت (۱۴۰ ) ته پورته سو.
دشلمي پېړۍ په اواخرو کښي دیوفلپیني نرس میاشتنی معاش په خپل هیواد کښي له پنځه سوه پنځوس څخه تر زر (550 – 1000) پیساس (pesos) پوري ؤ چي په هغه وخت کښي د اویا الی یو سلو څلوېښت (70 – 140) امریکايي ډالر معادل ؤ خو دامریکا په متحده ایالاتو کښي دیو فلپيني نرس متوسطه اندازه معاش داته سوه څخه تر څوارلس سوه (800 – 1400) امریکايي ډالرپوري ؤ. فلپینانو به دغه پیسې خپل هیواد ته استولې چي باید دفلپین داقتصادي انکشاف سبب ګرځېدلی وای خو داسي ونه سول. فلپینیانوپه ۱۹۷۸کښي دو نوي عشاریه پنځه (۵،۹۲)میلیونه امریکايي ډالر له امریکا څخه خپل هیواد ته استولي ول چي په ۲۰۰۵ دغه رقم لس عشاریه اووه (10.7 Billion) بیلیونه امریکايي ډالرته ورسېدئ. که څه هم دفلپین حکومت زیاتي پيسې تر لاس کړې خو بیاهم د بې کارۍ په کمولو کښي ئې ورسره کومک ونه کړ. په ۱۹۹۰ کښي اته عشاریه څلورفیصده (۸،۴٪) فلپینان بې کاره ول خو په ۲۰۰۳ کښي دغه فیصدي دولس عشاریه اووه(۱۲،۷٪)ته پورته سوه.
په ۲۰۱۱ کښي فلیپین پرروغتیايي چارو او سهولتونو باندي دخپل ملي نا خالص تولیداتو(GDP) درې عشاریه شپږ (۳،۶)فیصده مصر کړی ؤ چي په دې توګه نړۍ وال صحي سازمان(World Health Organization) ورته ۱۷۰ یم مقام ورکړ. د ۱۹۹۹ څخه بیا تر ۲۰۰۳ پوري یعني په پنځو کالو کښي فلپین اووه ویش زره(۲۷۰۰۰)دنرسینګ فارغین ورکړي دي مګریوازي په ۲۰۰۵ کښي ئې بیا شُپږ ویش زره(۲۶۰۰۰)نرسان له زده کړو څخه فارغه سوي دي خو بیا هم دفلپین صحي نظام (health system) په خاصه توګه په کلیوالي سیمو کښي دبودېجې دکسر، دپرسونل او دپرمختللي تکنالوژي له کمښت سره مخ دئ. پوهان وايي چي دنرسینګ خصوصي او تجارتي کول دفلپین دعلمي کدرونو ددماغونو دپرواز سبب ګرځېدلي دئ.
په فلپین کښي دنرسانو معاش دهغه معاش سره چي په امریکا کښي فلپیني نرسانو ته ورکول کیږي، زیات فرق لري. څېړني ښئي چي د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ پوري په فلپین کښي یو فلپیني نرس ته یوسلو اویا(۱۷۰)امریکايي ډالر دمیاشتي ورکول کېدل خو دامریکا په متحده ایالاتو کښي بیا له درې څخه تر څلور زره (3-4000 USD) امریکايي ډالربه دمیاشتي فلپیني نرس ته ورکول کېدل. دامریکا دغه اقتصادي تشویق(economic incentives) دفلپیني نرسانو له پاره ددې سبب سوی دئ چي فلپیني ډاکټران هم خپل کور پرېږدي او امریکا ته ولاړ سي ځکه چي ډاکټرانو دخپل هیواد په دننه کښي له درې سوه څخه تر اته سوه (300-800 USD) امریکايي ډالر په میاشته کښي ترلاسه کول چي دادپورته ذکرسوي نرسانو ترمعاش ډېر کم ؤ. امریکا ته دفلپيني نرسانو او ډاکټرانو مهاجرت دفلیپين ملي صحي سیکتور (national health sector) په تاوان تمام سوی دئ. په ۱۹۹۰ کښي به دپنځلسو الي شلو (15-20) ناروغانو پر سر یو نرس رسېدئ خو دوخت په تېرېدو سره ددې پر ځای چي دفلپین په صحي نظام کښي اصلاحات راغلي وای، خرابۍ رامنځ ته سوې ځکه چي په ۲۰۰۷ کښي به څلوېښتو الی شپېتو (40-60) مریضانو ته یو نرس ولاړ ؤ.
دفلپيني نرسانو او ډاکټرانو مهاجرت نه داچي دفلپین دصحي سیکتور دخرابۍ سبب سو بلکي خپله دغه مهاجر فلپینیان هم دزیاتو ستونزو سره مخ سول. دمثال په توګه، دوی په امریکا کښي ونه سوای کولای چي خپل دمسلک مربوط نوي مهارتونه زده کړي، ډېر کله به دشپې او درخصتیو په ورځو کښي پر کار ول، کاري چاپیریال ئې تبعیضي (discriminatory workplace) ؤ، فردیسي، دکورنۍ او ټولني څخه لیريوالي په سختو دماغي فشارونو(great emotional duress) اخته کړل. کله چي دیو هیواد حکومت ونه سي کولای چي ددماغونو دپرواز یا دعلمي کدرونو دمهاجرت ګټي او تاوانونه په هر اړخیز ډول وسنجوي، هغه به حتماً په اقتصادي، اجتماعي، مالي او صحي ستونزو اخته کیږي.