کور / هراړخیز / د كندهار پايلوچان

د كندهار پايلوچان

د پيل خبري

هر ځاي او سيمه ځان ته ځانګړي او خاص عنعنات،فرهنګ او مدنيتونه لري، خو کندهار بيا د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دي چي خورا ځلانده او څرګند تاريخ لري.
دلته کندهار کي داسي کسانو ژوند کړي او کوي ئي چي له علمي،فرهنګي،سياسي او ټولنيز اړخه ئي ساري په نوره نړۍ کي نه ليدل کيږي.
شجاعت ،ميړانه،پاک نفسي ددې خلګو اصلي پيشه ده،د پرديو يرغلګرو په وړاندي هميښه دا خلګ لومړني دي، ځکه کندهار ته د حرکتونو او خوځښتونو مرکز هم ويل کيږي.
ډېري کسان په دې اند دي چي د افغانستان تاريخ هم له همدې تاريخي سيمي شروع کيږي،د زياتو کسانو پر خوله خو ان دا خبره وي چي ((کندهار معني افغانستان)) ځکه د هېواد سرنوشت هميشه له کندهاره ټاکل سوي دئ.
په سيمه کې دظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي چې د هغو د ډلي نه يوه يې د ناميانو(پايلوچان)اوځوانمردانو نهضت دي چې دخلکو د ګڼو پرګنو د آرمانو په پار يې اوږدې مبارزې کړي دي ، د بې وسو لاسنيوي يې کړي دي او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلي ،هغو داسي يونظام درلود چې ستمګرانو په ټول هغه قدرت چې درلود بيا هم د دوي نه ډارېدل .
له دغو کسانو څخه يو هم کندهاري پايلوچان دي، چي په نړۍ کي ددې ډول خلګو ساري نه ليدل کيږي.چي کارنامو ته ئي دنړۍ خلګ ګوته په غاښ پاته سوي دي.
ځکه هغوي دا ډول کړني ترسره کولې چي هر کس ئي نه سي ترسره کولاي،هغوي داسي وه لکه بدن چي ئي هيځ درد او خوږ نه لري، د هر ډول ظالم په وړاندي درېدل او حق ئي حقدار ته سپاره.
پايلوچان دکندهار دخاين ګورنر ګورګين د ناتار په خلاف راپورته سوي ناميان وو چې ډيري کارنامي يي وکړي. داناميان چي دښمانانو د پايلوچيانو په نامه يادول دوي د هيواد هغه تاريخي اتلان وو چي د بيوزلو او بي برخو خلکو پلوي يي کوله.
د کندهاري پايلوچانوپه اړه خلګ ډول – ډول نظرې لري،چي په دې سيمنار کي به دوي خوصيات ،ځانګړني او کارنامې تر يو ځايه تشريح سي.

په درنښت
اسدالله زړه سواند کندهار پوهنتون
پايلوچان څوک وه؟
په کندهار کي يوه ډله خلګو په تيرو وختونو کي ژوند کاوه چي پايلوچان بلل کېدله
دا هغه خلګ دي چي په کلکوالي او غيرت کي ئي په ټوله نړۍ کي سيال او بېلګه نه ليدل کيږي.
د کندهار پايلوچان يو ځانګړي يونيفورم لري، پراخ او اوږد شين رنګه کميس او پرتوګ اغوندي د جامو د ګنډولو لپاره يې څه ناڅه پېنځلس متره ټوکر يا ټوټه په کار ده، شين وزمه توره لونګۍ او پاج تړي، پټو يې تل پر ولوپروت وي، چاړه ، د هوسۍ ښکر، خردوم(يو متر رسۍ چي يوې خوا ته يې يوه ټوټه وسپنه تړل سوې وي ) له ځانه سره ګرځوي.
د کندهار د پايلوچانو د نوم پيدا يښت او ځانګړتياو په اړه يوه امريکايي ژورناليست جروان دايک په افغانستان کي څه تيريږي کتاب کي دپايلوچانوپه اړه داسي ليکلي دي.
((ډير کلونه وړاندي چي کله ايرانيانو پر دغه هيواد يرغل وکړ او دغلته يې ډير زيات جنايتونه پيل کړل، خلکو لومړي نه شوله کولاي چي د هغوي په وړاندي را ولاړ شي خو وروسته يو شمير ځوانان را پيدا شول او په خپلو کي يې تړون سره وکړ چي د دغو پرديو يرغلګرو په وړاندي مبارزې ته را ولاړ شي او خپل مال او هيواد نه دفاع وکړي ، ددې لپاره چي خپلوغليمانو ته خپل واک ښه څرګند کړي، به لوڅو پښو به يې تګ راتګ کاوه ،دغه کار يې د غليم په وړاندې د مقاومت او سر سختۍ نښه وه ، پردې سربيره يې به لوڅو پښو منډې وهلاې سوې او کولاي يې سول چي په ځانګړې توګه دشپې له خوا بېله غږه غوږه پر غليم بريد وکړي. هغه وخت په دې سيمه کې پاړ سي ژبه هم دود وه نو ځکه خو پاړسيانو دوي پاي لوچ(پا لوچ) وبلله.
دغه پايلوچان د دې هيواد تاريخي اتلان او د بې وزلو او بې برخو خلکو پلويان وه.))
هغه وخت چي احمد شاه بابا واکمني ته ورسيد ،احمد شاه بابا دپايلوچانوډير زيات درناوي وکړ ، د هغوي د درناوي لپاره يې د جشن او ښادۍ په توګه يوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوي يې ښه او رښتيني خلک وبلل .هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه په يوه سېمه کي استوګڼ کړل چي اوس د کندهار په شمال کي د ډيرو ښو سېمو څخه ده.

د کندهار دپايلوچانو ډلي ته د راتګ شرطونه

که څوک و غواړي دپايلوچانوپه ډله کي شامل سي په لومړي سر کي بايد د هغه پېژندګلوي وسي تر هغه وروسته ازمېښت پرې کېږي چي وړتيا يې لري او که نه؟
دغه غوراوي (انتخاب) زياتره د ځواني په وخت کي تر سره کېږي.
او ګوري چي د اور په وړاندي څومره ټينګار کولاي سي؟ هغه بايد خپلې پښې او لاسونه اور ته ونيسي او د اور ټوله تودوخه وزغمي. وروسته بايد شپږ مياشتي يا يو کال زغم وکړي چي کړه وړه او خبرې يې وارزول سي، بيا يې ژوند جګړې( مبارزې) عملي ډګر ته راڅکوي. که ټپي سو بايد چا ته فرياداو شکايت ونه کړي.
د ټولو په پاي کي وروستې ازموينې ته ور بلل کېږي. وروستې ازموينه دا ده چي په يوه ځانګړې شپه کي د يو شمېر کسانو په وړاندي بايد ځان لوڅ کړي ياني بې پرتوګه خپل ټول کالي وباسي، د ملا پر تخته يې د اور سکروتې اچول کېږي او په دغه مهال کي بايد چرس وڅکوي.پايلوچانوته د چرس څکول ارزښت لري هغوي چرسو ته ( بوټۍ) وايي د هغو په عقيده چرس انسان خداي (ج) ته نږدي کوي او له ګناه څخه يې ژغوري. پايلوچان دينپاله خلک دي دغه ګرد ازميښتونه د جسماني ټينګار د پيدا کېدو لپاره او چرس څکول د رواني ازميښت نښه ګڼي.
مخامخ او تن په تن جګړه دپايلوچانولپاره اړين بلل کېږي. که څوک کوم پايلوچ ته سپکاوي وکړي نو پايلوچ هغه زور ازماينې ته وربلي، ان که کوم څوکه هسي په يوه اشاره هم وغواړي د يوه پايلوچ سپکاوي وکړي د پايلوچ لپاره تن په تن جګړه لازمېږي.

د پايلوچانو په اړه د ليکوالو نظرونه
د کندهار د پايلوچان په اړه ليکولان هم نظره دي ، له هغو ليکولانو سره چي ددې سيمنار د چمتو کېدو پر مهال خبري سوي هغوي کندهاري پايلوچان تاريخي ناميان او د مظلومان يوازني ملاتړ کوونکي او د ظالم په وړاندي درېدونکي اتلان بللي دي
————————————————————————————
ليکوال او څيړونکي محصوم هوتک وايي د کندهار پايلوچانو خورا ښې څانګړني درلودلې، که کوم خوار او غريب کس به د خپل يوې ستونزي ورته وويل نو لڅي پښې به ورسره تللي او تر هغو به کورته نه راتلي تر څو چي يي د هغه کس ستونزه ورته حل کړې نه وايي
ښاغلي هوتک صاحب وايي پايلوچان د ډېر پاک زړه خاوندان وه ،له بدلمني يې بد وړل او په خپلو سيمو کي يې ناروا کارونو ته اجازه نه ورکول
دي وايي پايلوچان ډېر کلک خلګ وه او هيڅکله يي د درد احساس او فرياد نه کاوه
هغه ددوي له کيسو، عاداتو، کړو وړو، صفاتو، او ژبې نه دا جوته کېږي چې دا خلک غله اولوټماران نه بلکي نيک ، مدد کونکي او مرستندوي ځوانمردان خلک وو .

—————————————————————————————————————————–
تکړه شاعر او ليکوال محمديار يار وايي پايلوچان لکه ډبره کلک وه ،د خپل سر په بيه ئي د بل د مال او ناموس څخه دفاع کول،
په خپله ټاکلې سيمه کي يي نابلده او خراب خلګ نه پريښودل.
دي وايي د پايلوچانو د لاسه هيڅ کس پر بل ظلم او زوزياتي نه سواي کولاي،او هم چا د چا حق خوړلاي سواي
نوموړي وايي هري سيمي څان ته پايلوچ درلودي،او په خپله سيمه کي به يي غل ،شرابي،زناکاره، بچه بازه ،لوټمار او دې ته ورته بدکاره کسان نه پريښودل.
———————————————————————————
تکړه طنز ليکونکي محمود نطري وايي پرپايلوچانوخپل عزت او پټ ټينګ ګران دئ او نه غواړي چي دپايلوچانوپه ډله کي کوم داسي داغ او سپکاوي پيدا کړي چي دده پايلوچي تر سوال لاندي راسي.
که د يوې داسي ننګونې ( چلنج) سره مخامخ سي سمدلاسه مخامخ لورې مخامخ جګړې ته وربلي . بيا نو دغه دواړه د يو نا څرګند لورې ته روانيږي دغه مهال د دغې موضوع په اړه چي د دوي په منځ کي پېښه سوي ده هيڅ چا ته څه نه وايي کله چي هغه ځانګړې ځاي ته ورسيدل. دواړه ځانونه لوڅوي او له پرتوګونو پرته خپلې نوري جامې باسي، بيا نو د سپکاوي والا له لوري بريد پيل کېږي هغه څوک چي بريالي سو هغه بل را پر شا کوي يو خوندي ځاي ته يې رسوي او ټپونه يې ورپټۍ او ټکوروي له دې پېښي څخه بايد هيڅوک خبر نه سي او هيڅ لوري حق نه لري چي شکايت وکړي دا دپايلوچانود رسمونو او ادابو يوه برخه ده. هغوي له احساسه ډک خلک دي او ورسره ورسره خداي پاله هم دي پايلوچان هيڅکله ښځو ته نه ګوري که کومه ښځه هغه ته نږدي سي هغه ځيني سترګې پټوي او خپله لاره بدلوي او يا لکه مجسمې په څيربې حرکته دريږي. که يوه ښځه له کوم چاڅخه پايلوځ ته شکايت وکړي،او يا هم کوم کس د بل نامحرمو ښځو ته په بد نظر کتلي واي ،د همهغه سيمي پايلوچ ور سزا ورکول او هيڅکله ئي چاته اجازه نه ورکول ،چي کوم کس دي پردئ ښځي ته وګوري .
کندهار اوس هم پايلوچان لري که نه؟

تکړه ليکوال او طنز ليکونکي محمود نظري په خپل کتاب بنګ حبيب الله کي ليکلي چي د پايلو چانو لړۍ د بنګ حبيب الله څخه وروسته ختمه سوې ده،محلي خلک اوس هم د دې خلکو په کيسو وياړي شاعرانو شعرونه پر جوړ کړي دي او هر هغه ټينګ ځوان ته چې د ښو صفتونو خاوند وي د پايلوچ لقب ورکوي ګر چي هغه پالوڅ هم نه وي .
تکړه ليکوال او سپين ږيري حاجي فضل محمد پنهان وايي اوس مهال ځيني ځوانان سته چي د پايلوچي دعوه کوي،خو ددوي کړه وړه د تيرو هغو سره دومره فرق کوي لکه مځکه او اسمان
د ښاغلي پنهان په خبره پخوانيو پايلوچانو د هر خراب کار په وړاندي مبارزه کول خو اوسني هغه خپله ناوړه کارونه کوي او په خپلو همدې ناروا کارونو وياړي او ځان ته د پايلوچ لقب هم ورکوي
اوس دې نوم خپل کره توب له لاسه ورکړي دي ځکه په وروستيو کې ډير غلو، لوټمارو، قاتلانو،او لوچګانو د خپل بدو او کرغېړنو کړو و ړو د پټولو په خاطر ځانونه پايلوچان بللي دي او د وخت حکمروانانو هم د امنيت په خاطر د دې نوم پسې بد تبليغات کړي. په اوس مهال کي پايلوچ هغه چاته ويل کيږي،چي په بيلابيلو نشه يي توکو روږد وي،خلګ په عذابوي،غلا،لوټماري،لوچک او قاتل وي.
ځکه هغه صفات چي پخوانيوپايلوچانودرلودل د اوسنيو هغو ده سرچپه دي.

ټوخی(ټوخ) او د پايلوچانوقهر
ټوخی او د سترګو جنګېدل بيا د پايلوچانو لپاره د زنګ خطر په معني وه،که کوم کس به پايلوچ ته ډېر کتل او يا به يي د هغه په ليدلو ټوخل نو دا به د ځان لپاره تيار غم کتل وه.
————————————————————————-
څېړندوئ انجينرشيرشاه رشاد وايي ټوخي د کندهار د پايلوچانو په منڅ کي د خطر زنګ وو، کله چي به کوم پايلوچ په بل هغه پسي ټوخلي وايي نو مقابل لوري به عکس العمل ښودي،څکه د پايلوچانو تر منځ ټوخی مقابلې ته د رابللو په معني و.
نوموړي وايي که څه هم پايلوچانو ښه خوي او خاصيت درلود خو د ټوخي پر سر د خلګو وهل او ټکول هغه څه دي،چي ډېر وخت يې زيان عامو خلګو ته رسېدي.
دي وايي هغه کس پايلوچ نه بلل کيدي چي په هغه پسي يو چا ټوخلي وای او ده عکس العمل نه وای ښودلي،ځکه ټوخي د جنګ د اعلان په معني وو او که کوم کس جنګ نه واي کړي او ځان يي ټينګ او قوي ښودلاي نه وايي نو بيا خلګو ورته پايلوچ نه وايه او نه يي هم د خپلو خلګو ساتنه کولاي سواي
ډيري خلګ د ټوخي پر سر شخړي ، جګړې ،وهل ،ټکول او زخمي کيدل د پايلوچانو کمزوزې نقطه بولي، نور خو پايلوچان د کندهار ناميان وه او د حق په لاره کي يې سر ورکاوه.
————————————————————————————————————————-

د مشهور پايلوچانو نومونه په محلي سندرو کي:
شعر د ثاني عبدالصمددي
دکندهارمشهور پايلوچان
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
صفت د کنداري دي اوس ټوله درښيمه
په صفت ارزي ملا امد اخندزاده دي
بل غښتلي په نامه د جګ اخندزاده دي
د عمر وقيد ملا رحمت اخندزاده دي
تر اوسه پوري لنډو ورک په فراري دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي

په صفت ارزي حبيب اله ماما په نامه دي
حاجي لطيف اکالري نام او نښانه
ټينګ احوالدار اکا بيخي دي په خپل ځانه
غلام فاروق خانه خوشاله ځوانه معرفي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي په پاشمول کي مدد خان دي
دا د ماد يې هم داسي غښتلي په خپل ځان دي
بل د مرجي عبدالصمد کاکو نيک نام دي
باقي خان ماته رامالوم د سنزري دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ازري د شوين حبيب الله دي
عبدالعزيز د پيريمال نامي خورا دي
د تابين ګل ماما ټينګ سوي په رښتيا دي
ښي يې پيژنمه سرورخان د سنرزي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي د تابين رازق مدامه
غښتلي ورورلري په نامه د عبدالرحمانه
و د پاشمول محمد عزيز فقير ښه ځوانه
تللي ډير نوم د جمعه خان او پستکي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي حميد خان مشر سړي وو
لالو هم مړ دي بيله شکه توريالي وو
غوثو کاکړ د دغه ښار عجب زمري وو
نورماد هم خوشاله ځوانه معرفي د ي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي جبار خان د سرپزي دي
عيدي ماما د دي ښار کوره خاني دي
بل توره بازچي د ښکاپر د دروازې دي
فيض الله دي د منارې اوس لا بندي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي شا پسند د نيش دي خانه
سيف الدين ورور رستم زمري دي پهلوانه
بل وطنداره يې د هغه د ځاي قيوم دي
سردار نورزي څو مره غښتلي ازلي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي په نامه طالب جلاله
د ګوشخاني شامد نامي په هره لاره
څو سوه خيرو او ملاغفار چي سوه په داره
يو امين جان بل داودشاه د ناخوني دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي ملا کمال اخند نوميږي
د بالا قرض حسن خو کلک را مالوميږي
د قلعه چي حسام الدين قصاب ياديږي
صالح هم دي د قلعه چي اوس فراري دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي راز محمد در يادومه
د د دوان نبود سنزري لالي منمه
بل ابراهيم خان او راز مامد معلم ښيمه
بل ماماګي او تر بالا عبدالباري دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي نظر جان فقير ښه ځوانه
نوم د کبلي او د کوبات دي په دا شانه
امين الله او پير محمد دي غيږ بازانه
خوشاله ځوانه ملا، لال ماد ډير مابتي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي ملا منان د نيش د خاکه
بل د ملا اخند د کلي ماد ايساکه
مداعظم د دي موسي دي ډير چالاکه
بيا د سپيروان ګلماد خان خوښ د هرسړي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي د بولدک ولي ښه ځوانه
حاجي محمد او غلام دواړه دي ناميانه
تر کاڼي کلک دي د ديخوجي دي رمضانه
د کرز تور جان وو توره باز نوم يې جاري دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
څه سونانۍ او زهير جان د زنګاواته
نوم د دانور او شابوزي تر اوسه پاته
د چوک نامي داود فقير ولاړي عقباته
شير ماد خان ورو دي د سردار عجب سخي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
کلک وو بورماد اکا تر پيش کابل سلامه
سردار مامد اود پاشمول و صمد خانه
سيد مابوب شاه اغا مغرور عجب ځوانه
د سرپوزي عبدالاحد خورا جنګي دي
په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي
په صفت ارزي دغه ټوله کنداريان دي
هر يو بيشکه په خپل ځاي کي شنه زمريان دي
غښتلي خلک په هر چا باندي ډير ګران دي
ثاني عبدالصمد تشير په شاعري دي
صفت د کنداري دي اوس توله درښيمه
يا دا شعر
احمد اخندزاده يوه ډبره وه د غره
نامي چپک لالو دي چي اقرار نه کوي

پايلوڅ بنګ حبيب الله

ټکنده غرمه وه دوه کليوال هلکان د شپيشتو پر بار خرو سپاره د مامتې څخه کور ته رهي وه د مصري يو فري يې يو او دوېم فرد يې بل داسې کوي:
احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره
نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي
فيض الله د منارې چي اوس لا بندي دي
يو امين جان بل داود جان د ناخوني دي
تور بنا د ښکا پوردروازي عجبه نامي دي
د ګوش خاني شاماد نامي په هره لاره
سردار نورزي بيا څومره غښتلۍ ازلي دي
به صفت ارزي دا نينۍ مشهور سړي دي
دا نور ماد بيا بيشکه توريالي دي
بل کلاچه کي حسام الدين قصاب په نام دي
د کاڼي کلک د ده خواجې رمضان دي
د سرپوزي عبدالاحدعجب جنګي دي
عبدالله د پيرپايمال خورا نامي دي
غوثوکاکړ د دغه ښار عجب زمري دي
….
دې نارو زه ډير ليري بوتلم خورا ليري او بې اختياره زما له خولې هم ووته:
احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره
نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي

د سهار وږمې د شاه آغا د نغارو انګازې آن د ارغنداب تر شنو باغو رسولي چي په اورېدو به يې نازک پوستو انارو وخندل او ځينو به لا له شوق او سوزه خپل ګريوان څيري کړ او دوه څاڅکي وينه به يې توي کړه. د باغونو تر منځ په تنګو کږو وږو لارو کي به پر بودګانو سپرو او پلو ، سپين ږيرو، ځوانانو، تور سرو او کوشنيانو به پښې لا چابکي کړې د ايخ ايخ ، هي هي … ږغونه، دوړې ، دربي او اوازونه به لوړ شول تا به ويل لکه چي نغاړې وايي:
…ژر کوه . ژرکوه ، هله ژر شه
چا به سپين سرې بوډۍ په خره تړلي وه . چا تلتک او نيمڅي پر شا او د چا کوشني غوټه تر ملا ، د چا ناروغ پر شا او چا د دروږ له ښکرو نيولي او د زيارت خوا ته يې کشوي. د چا پسې به په دوړو ککړ، لوڅي پښې کوشنيان روان وه په کوشنيانو به د زيارت د شنو ګونبزو په ليدو له خوشالۍ چيغي ګډي شوې او په ځغاستا ځغاستا کي به تيت او پرک شوله خو د خپلو مشرانو په نارو به چي يې ويل:
هلکو لاسونه سره ورکړي!
نو سره به يو ځاي شوله او لاسونه به يې سره ونيوله.
… هلته پير ملنګ کچکول پر سر نيولي په يوه پښه څرخېدي اوږدوغوړو څڼو يې سترګې ورپټي کړي وې او سپينه اوږده ږيره يې له چرخېدو سره باد تار تار کوله د ملنګ له خولې نه چي ږغ يې ناست وي د اللهُ اللهُ سندره په سختي سره راوتله ان د شاه مقصودي اميل د ډبرو کړيچي به سمه د موسيقي نغمه ورسره ږغوله . څلور و خواوته يې چارزانو ناستو ځوانانو کړي ( حلقه) جوړه کړي وه او د اللهُ اللهُ په ويلو يې سرونه کښته پورته غورځوله ، يو نيم به لا له ډيري جذبې اوږد اوږد وغږيد او له خولې به يې ځګونه راغلل.
ګنه ګونه وه هرې خوا ته د دعاګانو درودونه ، د واويلاو نارې ، د دردونو زګيروي، د کوشنيانو ژړا وي او ځغاستي ، ددروږو ړمباړي، د بودګانو شيشني او هنګا د نهيليو اسويلو د اللهُ اللهُ نارو….
‎ټوله فضا ډکه کړي وه . شور ماشوروو. څوک ناست وه چا رنګه ټوکران پر شناختو تړل ، چا په په پټه خوله او سترګو د دعا لاسونه آسمان ته لپه کړي وه څوک پراته وه او خوب يې پوره کاو ه، څوک نغارو ته ولاړ وه او ځينو نور و بيا له زارت وروسته مېلې ته روان وه .
لږ ها خواته د زيارت تر شا د غره په پراخه لمن کي د درختو تر سايي لاندي د اوبو د شر شري ته نږدي سرې جوزجاني غالۍ اواري وې چې څلورو خواوته يې د صوفي چيټ کوربچې او بالښتان پراته وه په منځ کي يې د ناوي په شان په مريو سينګار شوي غټ چلم چي خداي دي مې غاړه نه بندوي سر خانه يې پاو- نيم پاو په وار تمباکو نيول او شنه او زرغونه زومبکان يې پر ځړيده او څنګ ته يې په هيندارو سينګار شوي د تمبکو جعبه پرته وه ، د غاليو تر څنګ يو څو تنه ځوانان ناست او ولاړ وه او داسې ايسيده چي چا ته سترګې په لار دي . مېله وه هري خواته ځوانان را ټول شوي وه ، بنډارونه وه او خپلې خوږې او ترخې سره کولي کټوي باندي وې او د انارو او انګورو کوارچې هره خوا ته پرتي وې ، ځينو بيا پسو نه الويل او کبابول او د چايو توري چايجوشي او سماوارونه د اور له زوره ايشيدي،
ملک اتاوالله چي چارخول يې له ليري ښکارېده له خپلو نوکرانو سره لاره څارله . د کوم يوه په ليدو لږ وارختا شو او خپلو نوکرانو ته يې وويل:
هغه دي راغله!
نوکرانوژرخپلې لنګوټې سمي کړې او لاس په نامه هرکلي ته ودرېدل،يو ځوان چي اوږده ترخيصي کميس څخه يې د پښې بوجولکې ښې ليدل کېدې ، د اوږدې صدرۍ له پړسيدلي جيب څخه يې د نسوارو کډو چي تل يې د شا بازار د بابک نسوارو خرڅونکي له شا بټل څخه ډکاوه، له ليري ښکارېده، شپړه يې يوي خوااو سيلاوه يې بلي خواته له کميسه لاندي تر ملا ځړيده، په يوه لاس يې د کميس لمن د عادت له مخي مروړلې نيولې وه او بل لاس يې لکه ښه روزل شوي اولدار په زوره کښته پورته غورځاوه، د توري لنګوټي شمله يې تر بوجولکو رسيدله او خپله هم د شملې خوا ته کوږ کوږ تي تا به ويل ګواکي د شملې وزن يې سر دېخواته کوږ کړي دي او يا غواړي و ګوري چي شمله يې څنګه پر مځکه کښيږي. په داسې حال کي چي چارآشه موچڼې يې په پښو، خامکي پټو ورپسي څکېده راورسيد، له سلام او روغبړ وروسته لکه د تل په شان په د وو ګوتو کيناست. په داسي حال کي چي خپله اوږده لمن يې پر ځنګونو راکښله د سترګو له کونجو يې ناست ميلمانه يو وار بيا تر سترګو تير کړل. ددي نري، ښايسته او غنم رنګ ځوان په ليدو سره چي غټو سرو سترګو او ګڼو بريتو يې څيرې ته خاص هيبت او جذب ورکړي وو د نوکراو نو تر منځ پوښتنې او کونګوسې پيدا شوي . ملک ورو هغو ته وويل:
دا بنګ حبيب الله دي .
کپه نظر ماد چي غټي لنګوټې يې لکه سايبان پر مخ سايه کړي وه پر آس سپور له دوو پاپيانو سره راورسيد، چي د کرک کڅوړه يې په لاس او خردوم يې تر ملا تړلي وو ، له آسه راکښته شو ، آس يې د ملک نوکرانو ونيوي له سلامه او روغبړ وروسته پر دوو ګوتو کيناست او لمن يې لکه نورو پر زنګونو راکش کړه.
په هم دې ډول شين کريم هم پله کش راغي د بوټو د ايستلو د ځاي سره ودريد، خاورې يې په پښو وشندلې، اسمان ته يې وکتل او په خپله خاصه لهجه يې وويل:
شين يم شين آسمانه!
دي هم له سلام او روغبړ وروسته کيناست.ګود ګوډ ،ګوډ عبدالاحد چي ډ ‌يرو ټپو له کبله خلاص خلاص تي هم راورسيد او تر سلام او روغبړ وروسته کيناست.تا به ويل دا ټوله دا يوه ټولګۍهم صنفيان دي . پوخۍ صالح ماد چي د لنګوټې شمله يې ورپسې څکېده او يو ښکلي ځوان حاضر باش ورپسې وو. تبرزين يې تر ملا تړلي وو کوږ کوږ راورسيد همداسې خښته خداي رام ، احمد اخندزاده….
يو د بل پسي راورسيدل . دوه تنه نوکرانو د چلم په ډکولو اخته وه د ملک شاو خوا د ځوانانو چي هغوي هم د غښتلتوب دعوا کوله ناست وه خو نورو د هغه هلکان ګڼل ځکه ازمايل شوي نه وه د ملک د خولې وه او تل د ملک پسې وه د نورو پسې روان ځان ته غښتلي نشواي ويلاي نو ځکه د هغو پر خبرو او کړو وړو د نورو خندا راتلله. په دي وخت کي دوه پخواني ناميان غوثو او نيني فقير چي سپني ږيرې او لوڅي پښې وه راورسيدل. غوثو د يخي کولنګ د نيني پيش قبضه تر لمن لاندي تړلې وه د مجلس يارانو چي تر اوسه چا ته نه وه دريدلي د دغه دوو غښتلو ناميانو د هر کلي لپاره ودريدل. دوي سپين ږيرو، سيدانو او علماو ته زيات احترام درلوده دا د زمريانو په شان غښتلي ناميان چي په زرو لښتو او سلو چړو به يې د خولي آخ نه وته او نه يې تر ځان بل باتور ليده نن يو ځاي را ټول شوي وه هر يو يې د وسپني يوه کلا د ډبرو يو غر د ځنګله يو زمري اود ميړانې يو پهلوان او د غيرت بې تاجه باچاهان وه.نن د ميړو او نه ميړو، د ټينګو او سستو د ناميانو او بګيلانو د زمريانو او چغالانو تر منځ د سيالۍ او امتحان ميدان وو . نو ځکه ټول چوپ وه او ستر ګې له کونجو يې ميدان او ياران څارل د مېلې ډيرو ځوانانو دا باتوران پېژندل نو هره شېبه يې په سا نيولي ټوګه د يوې پيښې انتظار کاوه دادو چي ځان يې نامي باله او د ملک نوکر وو ملک غوښتل دي په نورو ناميانو وپيژني نو ډک شوي چلم ته د سکروټې دراوړلو لپاره له ځايه پورته شو، ناستو کسانو دي څاري چي دي بيا څه کوي؟
د ادو هم لکه دا نور کوږ کوږ له اوږدې شملې سره د اور خواته ورغي او هلته يې د اتشګير پر ځاي په ګوتو سره سکروټه واخېستله د ناميانوو مجلس و مستي ځيني کېده او وينه يې په جوش راغلي وه په داسې حال کي چي سکروټه يې په لاس کي لکه بوجلې چي ښکېلي ښوروله ، او په غروره يې خندل کوږ کوږ د چلم خواته خرامان خرامان روان شو د ملک خوله نه ټوليده او نور نوکرانو يې له خوشالۍ په کالو کي نه ځاېده او نه پوهېده څه وکړي؟؟!
څه چل وشو چي سکروټه يې له لاسه ولويده لاس يې وسو؟ که تر تاثير لاندي راغي؟ يا نظر شو؟ يا يې هم پام نه وو؟ خو دا کار په داسې يو محفل کي د زغم وړ نه وو تر اوسه ټول چوپ وه يو هم نه پوهيده چي له کومه ځايه يې پيل کړي. غيبت دوي نه کوي دا يې د کم اصلو خلکو کار باله او د ځان صفت يي د نامردانو کار ګڼه دوي مرګ قبلوي خو دغه القاب يې نه ، د بنډار يارانو لکه چي برق چي نيولي وي ، يوه جټکه وخوړه! لکه له خوبه چي کښينستلي وي وارختا شول لاس او پښه شول، چورت يې واهه چي دا څنګه بې عزتي يې وشوه؟؟؟ دادو لا پوه شوي نه وو چي ملک يې له خاورو خاکه کړي وو. نو په چټکي د لوېدلي سکروټې خواته کوږ شو خو افسوس د ناميانو ميدان يو وار وو لکه نننۍ لوبې بل چانس يې نه لره کټو په يو وار ماتيده او ماته شوه، کپه نظر ماد چي نږدي ورته ناست وو هغه يې په چپلاخه ووهه وار يې له مخه کړ لوېدلې سکروټه يې په خپلو شونډو پورته کړه او په خپله پښه يې کيښودله. د ملک غړي وتښتيدل پر تندي يې د د خولو سيلاب رامات شو او لکه هغه پهلوان چي د حريف په يوه لينګته يې شا مځکې ته رسيدلي وي مات شوي وو ځکه د زمريانو په محفل کي چغالانو ته ځاي ورکول د زمريانو سپکاوي وو د غښتلتوب نوم ته دوکه وه او ناميانو ته ښکنځل وه . چي دا بيا د تحمل وړ نه وه.
بنګ په بريتو کي وخندل دا درېيم وار وو چي بنګ په بريتو کي خندل :لومړي ځل درې مياشتي مخکي چي محمد اکبر کومندان تبديل شو او نوي د امنيي کومندان راغي بنګ همداسي خندلي وه
�… د امنيي زاړه کومندان د تسليمي په وخت کي نوي کومندان ته داسې ويلي وه: ما منطقه د غلو او لوچګانو نه پاکه کړي ده نور هر څه چي کوې خو په څو ناميانو غيرتمندو به غرض نه لري بيا يې نوي کومندان د دې ناميانو د ليدو لپاره د هرات بازار خواته بوتي هلته د يو سماوار مخي ته يو کرک ځړېدي د امنيي کومندان کرک ته ګوته ونيوله او ويې پوښتل:
– دا کرک د چا دي ؟
هيچا ځواب ورنه کړ .کومندان بيا ږغ کړ:
دا کرک د چا دي؟
د سماوار له پايه يوه تن په بې پروايي سره ناري کړه:
دا زما ده زياته!
کومندان په لوړ ږغ وويل:
– خبر نه يې چي کرکان بند دي ؟!
– صايب زه يې پاس لرم زياته !
– څنکه يې پاس لري؟
د سماوار له پايه يوه سيلاوه راوغوځوله شوه ورسره ږغ سو:
– دغه دي پاس يې زياته !
زاړه کومندان نوي کومندان ته وويل :
يو يې دا دي: مهتاب الدين آغا نوميږي !
بيا د سالو خان چمن خوا ته ولاړل هلته يو ځوان د چرسو په څکولواخته وو .
کومندان هغه ته ورنژدي شو او ورو يي ورته وويل:
-خبر نه يې چي حکومت چرس بند کړي دي ؟
– خبر يم زياته مو ستره په دي پاي کي � دا يې تکيه کلام وو�
– نو ولي چرس څکوي ؟
– کله صايب دا فقيري بوټي دي موستړه په دي پاي کي .
کومندان اولدار ته ږغ کړل:
هلکه هغه کومنداني ته بوځه!
په کومنداني کي يې هغه په يوه زاړه ميز پريستي او شپز سوه لښتي يې پر ملا او پښو وواهه خو د ځوان له خولې اخ هم ونه وت.
اولدار ستړي شو، د نوي کومندان وار شو،نوي کومندان هم په ډيرو وهلو ستړي شو او حيران پاته شو چي دا څنګه انسان دي ؟!
په هم دي چرتونو کي پر څوکۍ کيناست او د چايو پياله يې خولې ته پورته کړه. ځوان سر راپورته کړ او نوي کومندان ته يې وويل :
– کومندان صايب نور څوک نه شته چي ملا راوګروي؟
نوي کومندان ورو زاړه کومندان ته وويل:
يو يې دا دي بنګ ، پايلوچ بنګ حبيب الله!
نوي کومندان مخ د بنګ خواته کړ او ويې ويل:
ځه زمريه! زما په کومنداني کي هر څه چي کوې کوه يې ازاد يې!
بنګ له زاړه ميز څخه پورته شو لمن يې کښته کړه سيلاوه يې تر ملا وتړله پټو يې د تل په شان له يوه کنجه راکش او ايله څوکه يې تر اوږې ورسوله او په داسې حال کي چي پټو يې ورپسي څکېده او شمله يې مځکې ته رسيدله کوږ کوږروان شو . د تلو په وخت کي يې زاړه ميز ته يو وار بيا وکتل سر يې وښوراوه او په بريتو کي يې وخندل لکه اوس�

….د کباب بوي د ناستو خلکو سږمې وتخنولې، خو کپه نظر ماد او غوثو په خبرو اخته وه له پښې يې د کباب بوي پورته کيده او جز جز څاڅکي څاڅکي يوه يوه اوښکه ترې څڅيده څوک دي چي سکروټه د نظرماد له پښې ليري کړي؟ او څوک دا جورت لري چي ورته ووايي؟
تر سکروټي لاندي يوه تڼاکه پيدا شوه د تڼاکې سترګه کرار کرار لويده تا به ويل غواړي دا ټول شوي ناميان يو ځاي وګوري خو د ليدو تاب يې رانه وړ او وچوله او سکروټه يې ليري وغورځوله.
له شاو خوا څخه د ميلې د خلکو او نيمچه ځوانانو چي په درختو کي ناست او ليري ولاړ وه د دوي سيل يې کاوه بې اختياره نارې پورته شوي:
د مور شيدي دي شه!
دا نارې ټولو واوريدي او خوند يې ورکړ خو په ملک يې خولې را ماتي کړې.
د احمد اخند زاده تنده په دې کار هم ماته نه شوه ولاړ شو له جيب څخه يې د نسوارو کډو راويستي، يوه خوله نسوار يې خولې ته واچوله د سماوار خواته ولاړ، کميس يې وايست ، او جوش سماوار يې چي همداسې خوټيده پورته کړ او په خپله راسته وږه يې خالي کړ د بدن وېښتان او پوستکي يې له اوبو سره توي شول او دود يې له بدنه پورته شو .بيرته يې کميس واغوست ، د نسوار يې تواو بېله دي چي څه ووايې پر خپل ځاي کيناست.
– دا د نامي زوي بيا ګوره!
د مور شيدي!
واه واه نامي!
نارې او چيغې بيا اسمان ته پورته شوي، عجبه فضا وه، ټوله چوپ وه، د چا چا ستر ګې له تعجبه راوتلي وې، څوک څوک هېښ پېښ پاتي وه ،چا لا ګوته په خوله کي نيولي وه، د چا چا زړونه په يخ شول ،د چاچا بيا زړونه وچول.
لکه چي د بنګ تنده په دې هم ماته او زړه يې يخ نه شو. د ملک د تندي د خولو او د دادو چغال چي چم يې د زمريانو کاوه خو خر بې غيرته وو او ځان يې پايلوچ باله او د پايلوچانو نوم ته يو داغ وو، په ليدو يې زړه نور هم جوش وکړ او ولاړ شو.
ټول حيران ول چي دي بيا څه کوي ؟
بنګ ولاړ سو خپل اوږد کميس يې ويستلو ، د تاوتاو شوي د يو تان پر توګ يې چي د پرتوګاښ پر ځاي يې واګي وراچولي وې او سر بيره يې په نازک زنځير هم تړلي وو مالوم شو په ټول بدن کي يې جوړ ځاي نه ليدل کيده خو د نس د پرهار کوکونو يې چي لا تازه وه فکر شو:
�…د کاکو غلام فاروق په باغ کي د يارانو بنډار وو چي هر کال به دا بنډار د بنګ لخوا جوړيده او د پايلوچانو تر منځ به د غښتلتوب آزاده سيالۍ کيده ،دوه دوه اخته وه د سيالۍ کوم کوم ريفري او حکم نه درلود . دوي په په خپله فيصله کوله کوم يو چي به نوريې د لوبې د دوام توان نه درلود.
د سلا م دي تا ته باداره!
په ويلو به تسليم شو.
هلته دوه په پټوانو کي سرونه پټ کړي وه او يو بل به يې د بوزي په ښکر او نيره سره وهله.
تر هغو به دا لوبه کېده چي يو به بيتابه شو او سر به يې لوڅ کړ نو بيا به د هغه بل تابع ګنل کېدي، دلته بيا دوه دوه نورو کميسونه ايستلي وه او جوش کړي هګۍ يې په بغلو کي نيولي وې د هر يوه څخه به چي هګۍ ولويده نو و هغه بل ته تسليم شو. د دوو نورو بيا ډبرې غور ‎ځورلې او سرونه يې ورته نيولي وه هر يو چي به سر بچ کړ نو لوبه به يې بايله او هغه بل ته به د سلام دي تا ته باداره په ويلو به تسليم شو. دوو نورو به بيا د تبۍ لاندي اوربل کړي وو او لوڅي پښې به پري ولاړ وه .
بنګ، تور قادر او شوړ غلام رسول پر چلم بنډار کوي. د تور قادر سترګې پر يو هلک چي پر خره سپور وو او ځان يې پورته پورته کاوه، غوښتل يې چي له ونې څخه زردالو وشکوي له خولې ووتل:
واه واه نانيه ځان وشلوه !
په بنګ دا خبره بده ولګېده، نو يې مخ قادر ته ورواړاوه او ويي ويل:
دا دي بده خبره وکړه موږ هم کشران لرو زياته موستره په دي پاي کي !
خبرو تاو واخېست.
بنګ ورته وويل :
-زما هغه ورځ نه هيريږي چي زما د کريم سره جنګ و او ته د سيلاوې سره زما مرستې ته راورسېدې زياته موستړه…
قادر ورته وويل :
– زما هم انډوال يې کنه نو درسره کتلي به مې واي.
ددې لپاره چي غوسه يې سړه شي. دواړو سرونه په پټوانو کي پټ کړل او يو بل يې دومره په نيره او جوالدوز سره ووهله چي پټوان يې په وينو تک سره شول .

د کريم او بنګ د کرک پر سر شخړه شوي وه بنګ د کرک شوقي و، کرک يې جنګ ته تيار کړي و ټوله ورځ يې هغه په لاس کي کښته پورته هاخوا دېخوا کوي چي جنګ ته تيار سي، د جنګ نه يوه ورځ مخکي يې هغه ته تر سهاره بېدار خوابي ورکړه او سهار د لمانځه وخت يې دوه ساعته خوب ته ايله کړ او بيا يې وږي تږي او له خوبه ګيچ او سر بداله د جنګ ميدان ته يووړ او د کريم له کرک سره يې جوړه کړ.
ميدان د کرک بازانو خورا ګردي شوي وو له هري خوا نارې پورته کېدي:
– ايله يې که !
– لاسه مه وروړه !
– دېخوا ته يې که!
-مابين ته يې که!
– بنګ يې وهي!
-کريم يې وهي!
– کريم يې وهي!
.شاباش په سترګه يې واهه!
. له سر يې ټينګ ونيسه د نامي زو!
د شرط تړونکو بيا نارې وې:
-څلور په يوه !
-درې په درې!
…….
د بنګ کرک چي د بې خوبيه ګيچ و، يوه موښکه يې د کريم دکرک په سترګه ولګېده او چي دويمه مښوکه يې غورځوله د کريم کرک په تښتيدو شو
کريم د خپل بګېل کرک سر په دوو ګوتو له تنې جلا کړ او خالي کڅوړه يې پر مځکه وويشتله . بنګ ته يې بد بد وکتل او پر مځکه يې تو کړل بنګ ورسره کله کله شو او کرار يې ورته وويل:
– ماښام به د غړندوکي بابا زيارت کي سره ګورو !
پاته مو ستړه په دې پاي کي
کريم ورته وويل :
– سمه ده زياته بزاتره !
ماښام چي بنګ د غړندوکي با با زيارت ته ورغي د کريم تر شا څو انديوالان ولاړ وه، خو تور قادر هغوي لېدلي وه نو سيلاوه په لاس د بنګ مرستې ته راورسيد، د کريم انديوالان تر شا شول .
بنګ ږغ وکړ:
– وار کوه زياته مو ستړه …
کريم ورته وويل:
وار ستا دي زياته بزاتره!
بنګ په غوسه ورته وويل:
– پوهيږي زياته مو ستړه په دي پاي کي!
– زه چغال نه يم چي اول وار وکم خرنا ځوانه وار کوه!
کريم په خپله شپړه د بنګ نس ورڅيري کۍ د بنګ کولمي لاندي توي شوي بنګ خپله سيلاوه د کريم په سينه کي ورښخه کړه، او هغه د اخ په ويلو پر مځکه ولويد. بنګ خپلي کولمې بيرته په نس ننه ايستلې ، ملا يې ټينګه وتړله او کور ته د قادر په مرسته ولاړ
بنګ له چورته راوو
بنګ پړ مخي پريوت او د ملک نوکرانو ته يې چي چرس يې پخول وويل :
-راشي زما پر شا چرس پاخه کۍ !
د بنګ پر شا بلکه جوړه شوه او د چرسو پخول پيل شول ،هر وار به سير- دوسيره تلي تاوېده تر هغه چي چرس وچيدل د بنګ پر شا اور بل وو .
هلکانو، ځوانانو او نورو چي دوي يې لېدل او څارل په رډو رډو ستر ګو يو بل ته کتله، يو وار بيا :
– د مور شيدي بنګه!
– نامي د ناميانو يې!
– د هغه مور …… چي تا نه مني!
زوږ او شور پورته شو او هغه وخت اوج ته ورسيد، چي چرس پاخه شول او بنګ وداريدي خپله لمن يې ايله کړه او خپل پر ځاي کيناست داسې ارام کيناست تا به ويل چي هيڅ نه دي شوي .ملک او نوکرانو يې ډېر کوشني شوي وه .په دې وخت کي چلم سر شو خو دا بل ډول چلم و، يو کش يې ښه ځوانان له پښو غورځوله او همدا علت و چي د ملک نوکرانو يوه يوه ځان ايسته او څوک چي پاتي وه هغوي مازي خوله پر ايښوله، او کوم يوه به چي دود کش کۍ بيا به په ټوخه ټوخه شوه دا ټوخي به د موسيقي بڼه ونيوله،
يو ساعت کي يوه سر خانه پوچه نه شوه نو استاد عبدالرزاق خياط ته دي وضعي چندان خوند ورنه کړ، چلم ته ور ولاړ شو د چلم سر خانه يې تازه کړه او په چپه سږمه يې له چلم د زړه نه د اخلاصه قورونه ويستل، دې قورونو مېلمنو ته څه ان چلم ته يې لا خوند ورکړ او سر خانه يې په همدا يو وار پوچه کړه.
بيا د هري لوري:
– د واه واه استاذه !
– د مور شيدي….!
ږغونه پورته شول .
ملک چي نفرو يې خانه ور خامه کړي وه يو ناست ځوان ته اشاره وکړه، ځوان له نسوارو د ډبلي نه يو وچ شوي لړم راويست او پر چلم يې د چرسو پر ځاي کيښود .بنګ چي تر اوسه يې دوې سرخانې په يوازې سر پوچې کړ ي وې، دي کار چندان خوند ورنه کړ، بد پرې ولګيد، نو وار يې در مخه کړ چلم ته ورغي او په دو کشه يې سر خانه پوچه کړه ،ځکه هغه په ځان کي دا تاب لېده او نه يې غوښتل نور ناميان شرمنده يا لېوني کړي.
هوا او فضا مېله ځي ته بل شکل ورکړي وو هرېخواته دوه- درې پراته وه. ټوخه ،ټوخه….
په دي وخت کي د رابلل شوي سندر غاړي ږغ پورته شو:
غښتلي خللک په هر چا باندي ‎ډير ګران دي
دا ټوله بېشکه په خپل حال کي شنه زمريان دي
د خاکريز شاه آغا ننګومه
د ده در و درګا ننګومه
په مزار کي يې نغارې دي
په دربار کي شني منارې دي
سلطان عطا بابا د پيرانو خلېفه دي
مزار د شا غنډان بابا عجبه ښايسته دي
پر څوکه پروت دي تختي شا مبارک
لوړ سيد اوليا ننګومه
د خاکريز شا آغا ننکومه
بګت بابا ملازلي دي
بل شنغزي او ازرجي دي
قريش هم هغه شين کوڅي دي
خوجک بابا او ملا دوران ننګومه
لوړ سيد اوليا ننګومه
د خاکريز شا آغا ننګومه
بابا ولي صاحب خوشال دي
دده نه چي تير شي پيرپايمال دي
بل نازولي د رب سيد اسلم دپنجوايې دي
فريح الدين اخوندزاده قطب زمان ننګومه
موي مبارک او خرقه د خير الانام ننګومه
لوړ اوليا ننګومه
د خاکريز شا آغا ننګومه
……

په دي وخت کي يو تن راغي د بنګ په غوږ کي وبونګېده. بنګ پټو له يوه کونجه ونيوي ولاړ شو او ويي ويل:
يارانو د خداي په امان زياته…. مو ستړه په دي پاي کي!
او کوږ کوږ رهي شو.
بنګ ته د کومنداني لخوا د هديرو د ناجو ګانو د ساتنې دنده ورکړ شوي وه خو مازيګري بنډارونه هلته کېده نو ځکه غني خان نايب الحکومه دي غوښتي وو. غني خان نايب الحکومه د مشرانو او نورو لوړ رتبه مامورينو سره ناست وو . بنګ کوږ کوږ چي په يو لاس کي يې له عادت له مخي د کميس لمن ګونځې ګونځې نيولي وه بل لاس يې لکه اولدار ښوروي پله کش د مجلس کوټې ته ورننوت ،اوهلته يې له يوه تن نه يې چي دروازي ته نژدي ناست وو وپوښتل:
– دا نايب صايب بياکوم يو دي ؟
هغه نايب الحکومه ته ګوته ونيوله. بنګ د نايب الحکومه مخي ته ودريد او ويې ويل:
زه تا راغوښتي يم زياته مو ستړ په دي پاي کي!
نايب الحکومه چي يوازي په دي پوه شو چي تا راغوښتي يم، نو نايب الحکومه د امنيي کومندان ته وکتل:
د امنيي کومندان ولاړ شو او ويې ويل:
صايب دا بنګ حبيب الله دي بنګ حبيب الله .
غني خان بنګ سر تر پايه تر نظر تير کړ او ويې ويل:
ما په اسمان غوښتي او ته خدا پر مځکه په لاس راکړي، ټول ستا نه شکايت کوي .
بنګ ورته وويل:
-خبر ياست ټول مشران اعليحضرت ته ستا نه په شکايت تللي دي
د نايب الحکومه رنګ لږ ژير شو او ويې ويل:
– دا درواغ دي !
بنګ ورته وويل:
دا ستا هغې هم درواغ دي !
غني خان امر وکړ:
-لښتې راوړي !
بنګ هم بېله دې چي څه ووايي
خپل پټو يې اوار کړ سدرۍ يې ويستله او پوړ مخي پريوت.
نايب الحکومه ورته وويل:
– اقلاً پوښتنه خو وکړه چي ولي دي واهم!
بنګ وويل:
– زه د وهلو وروسته بيا پوښتنه کوم ….په دي پاي کي!
نايب الحکومه ته د ده حاضر جوابي خورا خوند ورکړ ودريد او بنګ يې پر شا وټکوي او د مجلس خلکو ته يې وويل:
– کنداريان واقعاً باتوران دي !

بنګ د کور خوا ته رهي وو په جاده کي د ماله جات او ښکارپور بازار د ځوانانو تر منځ د ډرونه خط لوبه روانه وه په دې شرط چي هر چا که يووړه بايللي ډله به يې پر چيچو غاړو تر چار سو پوري وړي
لوبه ډيره توده او ضدي شوي وه دواړو خواو پټوان تاو کړي وه چا لا په پټو وانو کي ډبرې اچولي وې او يو نيم لا زنځيران په لاس کي نيولي وه هر يو به چي رامخکي شو په يوه وار به يې په سترګو توره شپه شوه او د اخ، واي په ويلو به بيرته دايري ته ننوتل.
هيڅ يو مخي ته نشواي ورتلاي ټول هک پک او حيران پاته وه چي څه وکړي په دي وخت کي د يوه سترګې پر بنګ ولګېدي ورغي او هغه يې ميدان ته راوستي د هلکانو زاريو اړيست چي ميدان ته ننوځي .
بنګ پښه پر خط کېښودله او په بله پښه يې د حريفانو پښې تعقيبولي د زنځيرونو او پټوانو وارونه يو د بل پسې کېدله، خو بنګ ښور هم نه خوړي تا به ويل دا وارونه پر ده نه د پروړو پر ګونۍ مښلي پر حريفانو له ډيري وارختايي خولې راماتي وې. يو ځوان چي زنځيرونه يې په لاس او پر ځان ډاډه وو لږ ورنږدي شو سوچ يې کاوه چي په يوار به يې تر شا کړي لږ مخي ته ورغي بنګ چي هغه تر سترګو لاندي څاري په يوه ټوپ سره يې پښه ورورسوله او ميدان يې وګاټه.
شور ماشور جوړ شو هلکانو له ډيري خوشالي خپل پټوان پورته پورته غورځوله وړونکي ډله د حريفانو په چيچو غاړوکښيناستله او د شا بازار خواته رهي شول يو تن چي د د حريف پر چيچو غاړه سپور وو د خپل حريف سترګي پوټي کړي او بل د لاس ګوتي ورته ونيولي او و به يې پوښتل:
-ارغونچکي بر غونچکي يو تار دوه يې غونچکي سلا په سلا اور بګو چند؟
هغه به له ځانه ځواب ورکړ :
-سه
يو وار په ټولو په يوه ږغ نار ې کړه:
غلط بګوچهار!
د کورس به شان به دا آرغونچکي بګو چند…. د نارو او شور سره تکرار ېدل و خرقي شريفي مخي ته د تيرېدو سره بنګ مخ و خرقي شريفي خواته کړ او يو عسکري سلام يې وکۍ چار سو ته لا نه ورسيدلي چي يو نيمچه ځوان د توپنچي دوه تکه وکړه .
دا لومړي وار وو چي په عادي خلکو کي توپنچه پيدا شوه هلک توپنچه په ګنډه ووهله د چارسو په پوشلي بازار ننوت.
————————————–
۱-شپړه: غټه او پلنه ګردي د موچيانو برنده ده چي د لرګو لاستي لري.
۲-خردوم: د سرپوغټي(ګلوله) چي د څرمني لاستي لري.
۳-د يخي کولنګ: کوشني کولنګ دي د يخي ماتولو لپاره.
۴-د بزي ښکر:د بزي وچ ښکر دي چي تيز او نري شوي وي او منځ يې د سرپو ډک شوي وي .
۵-سير: د کابل يو خورديا ( ۱۱۰ ګرامه) کيږي.
—————————————————————————-

پایلوچان او عیاران
د عبدالباري جهاني ليكنه

په دې وروستیو وختونو کي د کندهار د پایلوچانو په باب ځیني لیکني سوي دي چي سړی تبصرې لیکلو ته مجبوروي. په دې تازه شپو ورځو کي د اسدالله زړه سواند په نوم، د کندهار یوه ځوان، د کندهار پایلوچان تر عنوان لاندي یوه نسبتا مفصله څیړنه کړې ده. که څه هم چي دا لیکنه هیڅ ډول تاریخي شواهد نه وړاندي کوي او هیڅ ډول استناد نه لري، او سړی یې له تحقیقاتي پلوه ډیره د توجه وړ نه سي بللای؛ خو همدغه لیکنه پخپله شل دیرش یا پنځوس کاله وروسته، چي زموږ راتلونکو نسلونو ته به، زموږ زمانې ته د نیژدې پیښو په باره کي، موثق اطلاعات نه وي، په یوه سند تبدیلیږي او ښایی، په هغه وخت کي، زموږ د راتلونکو محققینو او څیړونکو د ګمراهی سبب سي. دا، نسبتاً مفصله، لیکنه، چي داسي ښکاري د یوه علمي سیمینار لپاره ترتیب سوې وي، تقریبا له سره ترپایه پر احساساتو ولاړه ده؛ او چي په دنیا کي څه ښېګڼي دي هغه یې پایلوچانو ته ور په برخه کړي دي. لیکوال د خپل مضمون په لومړي مخ کي لیکي« دلته په کندهار کي د ظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي دي، چي د هغو د ډلي نه یوه یې د نامیانو( پایلوچانو) او ځوانمردانو نهضت دی، چي د خلکو د ګڼو پرګنو د آرمانونو په پار یې اوږدې مبارزې کړي دي. د بې وسو لاسنیوی یې کړی دی او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلې دي. هغو داسي یو نظام درلود چي ستمګرانو په ټول قدرت چي يې درلود بیا هم د دوی نه ډاریدل»
لیکوال حتی په کندهار کي د صفوي امپراتوری د ګورنر ګورګین په مقابل کي د ملي پاڅون افتخار هم پایلوچانو ته ورکوي او وایی چي دغه نامیان خپلو دښمنانو د پایلوچانو په نوم یادول. البته ما دغه معلومات په هیڅ تاریخي متن کي نه دي لوستي؛ او له دغه مضمون څخه پرته بل په هیڅ متن کي راغلي هم نه دي. لیکوال به دغه معلومات له کومه کړي وي؛ سړی نه پوهیږي. لیکوال په خپل دغه مضمون کي ادعا کوي چي کله احمد شاه بابا قدرت ته ورسیدی نو د پایلوچانو یې ډیر قدر وکړ. د هغوی د درناوي لپاره یې د جشن او ښادۍ په توګه یوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوی یې ښه او ریښتوني خلک وبلل. هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه یوه سیمه کي استوګن کړل چي اوس د کندهار په شمال کي د ډیر ښو سیمو څخه ده. البته د احمد شاه بابا په اړه هیڅ بل تاریخي متن کي دا معلومات نسته او یقیناً چي زموږ د ځوان لیکوال د خپل خیال محصول دي.
زموږ ځینو مورخینو عیار او کاکه او پایلوچ یو شان خلک بللي دي؛ او څرنګه چي دوی عیارانو ته یو ډول خاصه عقیده درلوده نو ټول هغه مثبت صفتونه چي د عیارانو لپاره ذکر سوي وه هغه یې کاکه او پایلوچ ته ورانتقال کړي او هغوی یې د ټولني د یوه مثبت عنصر په حیث پيژندلي دي. مرحوم میر غلام محمد غبار، وروسته له هغه چي عیاران د ټولو اجتماعي، اخلاقي او مذهبي ښیګڼو څښتنان بولي، دا هم زیاتوي چي عیارانو د خارجي یرغلګرو او د ملاکانو د طبقې او دولت پر ضد مبارزه کوله. ( افغانستان در مسیر تاریخ ص ۹۰)
مرحوم غبار وروسته د کابل د کاکه ګانو په باب لیکي چي دغو خلکو تر شلمي پیړۍ پوري ژوند کړی دی او په کابل کي د کاکه او کندهار کي د ځوان په نوم یادیدل… هغوی کله کله یو په یو وسله وال جنګونه سره کول او چي څوک به ټپي سو نو حکومت ته یې اطلاع نه ورکوله… کله چي به چا غوښتل چي د کاکه ګانو په ډله کي شامل سي نو ځیني شرایط به یې پر ځای کول او هغه داچي د کاکه ګانو په مخصوصو جامو کي به یې په یوازي سر د ټول ښار دوره کوله او د کابل په نورو سیمو کي به د نورو کاکه ګانو مخي ته تیریدی. که به کوم بل کاکه ږغ ورباني وکړ نو دی مجبور وو چي له هغه سره جنګ وکړي. که به په جنګ کي بریالی سو او بیرته به یې ځان خپلو ملګرو ته ورساوه نو د کاکه ګانو په ډله کی به منل کیدی او که به چیري مات سو او وبه تښتیدی او یا به په جنګ کي ووژل سو نو نوم به یې هیر سو. کاکه ګان مجبور وه چي له یوه سلسله آزمیینو څخه تیر سي. د شپې په هدیرو او غرونو کي وګرځي، او له خلکو سره د ځاني او مالي ستونزو په وخت کي مرسته وکړي. کاکه ګانو یوه بل ته شیربچه ویل او کله کله به یې د مقاومت د ښودلو لپاره ځانونه د آسونو په څیر نالول. مرحوم غبار وروسته لیکي چي دا کسان ډیر پاک او سپیڅلي وه؛ پر قول ټینګ وه، له محتاجانو سره مرسته یې د ژوند شعار وو او ډوډۍ یې له خپل کسب او کار څخه تر لاسه کول.( هغه کتاب ص ۹۰-۹۱ ) مرحوم غبار وروسته لیکي چي په پای کي کاکه ګي هم خرابه سوه او ډیر بد خلک دغه صف ته ور ننوتل.
دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبي هم د عیارانو د ښو صفاتو د یادولو په ترڅ کي لیکي چي د دې ځوانمردانو پاته شوني تر دې وروستیو وختونو پوري د افغانستان په ښارونو کي موجود وه. دا کسان یې په کابل کي کاکه، په قندهار کي ښه ځوان او په شمالي ولایاتو کي آلوفته بلل. دوی خاص ډول جامې اغوستلې او خاص ډول اخلاق او سلوک یې درلود، خو اوس یې د خپلو تیرو نسلونو ښه صفتونه هیر کړي دي او لوچکان ورڅخه جوړ سوي دي.( افغانستان بعد ازاسلام ص ۶۱۳
زه خپلو دواړو مشرانو ته د ټول درناوي سره وایم چي که زیات و کم شپیته کاله مخکي د هغوی په ځواني کي ریښتوني پایلوچان نه وه او ځای یې هسي لوچکانو نیولی وو نو دا ریښتوني پایلوچان په کوم وخت کي وه. په دۍ کي هیڅ شک نسته چي هره اجتماعي پدیده د خاصو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي شرایطو محصول وي. د مرحوم حبیبي او مرحوم غبار د زمانې څخه پنځوس کاله مخکي، پنځوس کاله وروسته او بیا زموږ ترزمانې پوري به د کندهار او شاوخوا سیمو او دغه راز د کابل او شاوخوا سیمو په ټولنیزو شرایطو کي، چي احتمالا به یې دغه پاک او سپیڅلي کاکه ګان او پایلوچان منځته راوړي وي، څه تغیرات راغلي وي چي نور نو د پاکو او د مظلومانو د حقوقو د مدافع پایلوچانو وظیفه پای ته رسیدلې او ځای یې لوچکانو نیولی وي. که پنځوس یا سل کاله مخکي په کندهار او کابل کي رشوت، خیانت، ظلم او تیری موجود وو، او پایلوچان د هغو شرایطو سره د مبارزې او د مظلومانو د حقوقو د اخیستلو لپاره منځته راغلي وه نو پنځوس کاله مخکي خو که ظلم او خیانت ډیر سوی نه وي کم سوی خو په هیڅ صورت نه دی. کومو مساعدو شرایطو هغوی منځته راوړي او کومو نامساعدو شرایطو د هغوی مقدسه وظیفه پای ته ورسول؟ مرحوم غبار وایی چي کاکه ګانو به د خپل مقاومت د آزمییلو لپاره، کله کله، ځانونه د آسونو په څیر نالول. لومړی خو دا غیر ممکنه خبره ده؛ ځکه چي سړی نال کړې د تل لپاره ګوډیږي، او یا ښایی د ډیر درد له لاسه ساه ورکړي. او که چیري دا خبره، د یوه لیري حقیقت په حیث، ومنو نو دا څه کمال دی. دا له انسانیت او انساني کرامت سره کله اړخ لګوي؟ او دغه رازیوه غیر انساني کارنامه کله په افتخار ارزي.
زما د معلوماتو له مخي پایلوچان په کندهار کي ترڅه کم یوې پیړۍ زیات تاریخ نه لري او سترو مشرانو یې، چي په سندرو کي ستایل کیدل، زیاتره زموږ په زمانه کي ژوند کړی دی. پایلوچان، زموږ د مشرانو د ادعا په خلاف، له لویه سره بیکاره او بد عمله خلک وه. هغوی په غلا قمار او له خلکو څخه په زور د پیسو په اخیستلو ګوزاره کوله. هغوی سپي جنګول، کرکان یې جنګول، یو له بله یې جنګونه کول، قتلونه یې کول؛ کلونه یې د کندهار او کابل په بندیخانو کي تیرول( نه د مظلومانو له حقوقو څخه د دفاع په ګناه، بلکه د وړو او لویو جنایتونو د مرتکبیدلو په ګناه)
په دیارلس یا څوارلس کلنی کي ، زما هغه سندره تقریبا ټوله په یاد وه چي د کندهار د پایلوچانو په ستاینه کي ویل سوې وه. له بده مرغه چي هغه اوږده سندره مي اوس په حافظه کي نسته او یوازي یوه لږه برخه مي په یاد ده. البته له دغي لږي برخي څخه هم سړی یو څه اټکل کولای سي چي پایلوچان څه ډول خلک وه.
داسي زمریان دي اقرار نه کوي سهار تر ماښامه شلاخي( شلاقي) قبلوي
نینی فقیر په جنګ کي د چړې وو پهلوان غوثو دي مولا وبخښي په روی د سپین قرآن
شهین د انسانانو پیرو ډیر راباندي ګران را پیش که دا خوني زمری خانان د کوکران
نامي حسام الدین قصاب غوایی حلالوي
سهار تر ماښامه شلاخي قبلوي
د اوږده نظم د دې لنډي نمونې څخه سړی د ټولو پایلوچانو په باب ښه قضاوت کولای سي. نینی د چړې په جنګ کي پهلوان دی؛ او طبیعي خبره ده چي په کندهار کي به یې خپل سیالان په چړو وهل. غوثو د ښکاپر په دراوزه کي یو آزاري سماوارچي پایلوچ وو چي هیڅوک پر لاري سم ورڅخه تیریدلای نه سو. پیرو خپل د ښار خلک دونه آزار کړي وه چي د انسانانو د شهین لقب یې ګټلی وو او خانان ته خو د خوني زمري نوم ورکړه سوی دی. څرګنده خبره ده چي فرنګیا ن به یې نه وه وژلي او په کندهار کي به یې قتلونه کړي وه. دلته به موږ د صفت کومه خبره پیدا کړو. د خونیانو او آزاریانو دې ډلي ته به څرنګه د نهضت په سترګه وګورو او څرنګه به دا وویلای سو چي هغوی د خپلو پراخو پرګنو د آرمانونو لپاره مبارزې کولې. په کندهار کي د پایلوچانو د ستایني لپاره دغه راز نوري ډیري سندري ویل سوي دي خو په یکي یوه سندره کي د هغوی د سخاوت، پاکۍ او له مظلومانو سره د مرستو یادونه نه ده سوې. منګی لالو، ګردی امان الله، جګ نظر، میرشو دوست ماد، شین عبدالکریم، پیرو( د انسانانو شهین) خروار او دغه راز نور پایلوچان زموږ د زمانې خلک وه او ټول مي لیدلي دي.
په ۱۹۷۶او ۷۷ کلونو کي، چي زه د پوهني په وزارت کي د خارجي مرستو عمومي مدیر وم، د پوهني وزارت ته څرمه، د ده افغانان په خوله کي، د منګي لالو سماوار ته، په هفته کي یو یا دوه ځله، د غرمني چاینکی لپاره ورتللم. د منګي لالو سماوار د کندهار د ځینو پایلوچانو د ناستي او د غرمنۍ ځای وو. ما به د نیم ساعت او کله د یو څه زیات وخت لپاره د هغوی پر خبرو غوږ نیوی. زه ښایی په دوه کاله کي تر دیرش ځله زیات دغه سماوار ته ورغلی یم. ما په دې دووو کلونو کی یوه ورځ هم له دوی څخه د کوم سخاوت، له کوم مظلوم سره د مرستي او یا د کوم ښه کار کیسه نه ده اوریدلې. هغوی د ورځني ژوند کیسې کولې او کومي کیسي چی یې په یو څه اوریدلو ارزیدې هغه د جنګونو، د لښتي د کلک والي او د ده مزنګ او کندهار د محبس خاطرات وه. پخپله منګي لالو هم د کابل د ده مزنګ په بندیخانه کي ډیر کلونه تیر کړي وه. ویل کیږي چي هلته یې یو مزاری کاکه په منګي ویشتلی او وژلی وو؛ خکه یې نوم منګی لالو سو.
میر شو دوست ماد( دوست محمد) زموږ د ده خواجې د سیمي اوسیدونکی وو. په رنګ تور، په ونه نسبتا ګردی چاغ سړی وو.اوږده او پلن بریتونه یې د خولې دواړو خواوو ته تر شونډو را تیر او ځړیدلي وه. تل به یې توره د خاصې لویه لنګوټه تړله. جامې یې شنې یا نصواري وې؛ ما په سپینویا روښانه رنګ جامو کي نه دی لیدلی. شمله به یې، د نورو پایلوچانو په ډول، ډیره اوږده وه. تل به لڅي پښې او یوازي ګرځیدی. ما یې له هیچا سره خبري نه دي اوریدلي. سهار به په ده خواجه کي د ښار خواته روان وو، خو څوک نه پوهیدل چي میرشو چیري ځي. ماښام، او کله تیاره ماښام، به د ښار له خوا بیرته د کورته خواته روان وو او بیا هم څوک نه پوهیدل چي میرشو له کومه راغی. په دوبي او ژمي لوڅي پښې ګرځیدی او په زړه پوري دا وه چي خپلي چوټي او یا بوټونه؟ به یې په پټو کي پیچلي شاته اړولي وه. هغه د کندهار یو پیژندل سوی پایلوچ وو. د هغه په باره کي ټولو دا ویل چي په لښته ډیر کلک سړی دی. خو نور مي نه د سپین ږیري او نه ځوان څخه د هغه د کوم ښه صفت په باره کي څه اوریدلي دي. البته ټول هغه منفي صفتونه یې درلودل چي د کندهار عادي خلکو ته د منلو وړ نه وه.
د کندهار د ښار د کابل دروازې د پولیسو برج یا ماموریت ته مخامخ د غفار پالوده پز یا فیریني والا پر دوکان باندي، د انسانانو شهین(پیرو) سورسترګی عبدالرحمن، د هغه ورور غل احمد جان، چي د کندهار امنیه قوماندان بهاءالدین خان، د ښار څخه دباندي هدیرو کي، په مخامخ ډزو کي وویشت او مړ یې کړ، د پیرو ورو محمداکبر، شپږ ګوتی باقي او څو تنه نور پایلوچان کښیناستل. په دوی ټولو کي د انسانانو شهین مهم وو او خلکو سترګه ورڅخه کوله. میانه قده، خو ډیر چاغ سور سړی وو. وړې خړي سترګي یې وې او د چاغی له لاسه یې په ډیره ځواني کي ججوری درلود.تور پلن بریتونه یې، چي سپین ویښته په ګډ سوي وه، کله کله په خوله کي پراته وه. د میرشو په څیر ترینګلی نه وو؛ ډیري زیاتي خبري یې کولې او زیاتره وخت به یې خندل. تل به یې پاکي او رنګه جامې اغوستلې او همیشه به یې نوي سپیشل لونګۍ تړلې. داسي ښکاریدله چي کار یې جوړ دی، او ځکه یې نو تر نورو زیات قدر هم کیدی. پیرو د پایلوچانو ټول منفي صفتونه درلودل؛ او د دې منفي صفتونو ترڅنګ یې یو لا دا هم وو چي ډیر شیطان سړی وو. تل به یې خپل رقیبان په نورو وهل او حتی وژل، او تر وسه وسه یې کوښښ کاوه چي پخپله په جنګونو او غلاوو کي مستقیمه برخه وانه خلي او له هغو کسانو څخه چي د ده په کور کی به یې ډوډي خوړله ګټه واخلي. د نن څخه پنځه پنځوس کاله مخکي یې، چي زه به لس کلن یا نهه کلن ماشوم وم، شین عبدالکریم، چي د کابل دروازې د پولیسو ماموریت ته څرمه یې یو غریبانه دوکان درلود، او ډیر غښتلی سړی وو، د خپل ورور محمد اکبر په همکاری، د شپې په تیاره کي له ښار څخه دباندي، په توپنچه وویشت او په ناځواني کي یې مړ کړ. په زړه پوري خبره دا ده چي پیرو او د هغه ورور ډیر لږ وخت د کندهار په محبس کي تیر کړ. له بند څخه له راخوشي کیدلو وروسته ټول خلک ورڅخه ډاریدل او ښایی له دغه وخته یې د انسانانو د شهین نوم ګټلی وي.
د انسانانو شهین، کله کله د مازیګر پر وخت، د قلا شاته د کاریز پر غاړه، چي شیرازه یې بلله او شنې زراعتي مځکي ورلاندي وې، د خپلو همزولو او ځینو ځوانو پایلوچانو او جنګي ځوانانو سره کښینستی؛ او معمولا به یې لاروي آزارول. په دې ځوانانو کي یو د حاجي عین الدین تاجر ورور نصرالدین وو، چي تازه یې له کابل دروازې څخه د نورزو تر شاه برج پوري، په نسبتأ پراخه سیمه کي نوم ایستلی وو، او پیرو یې له آینده پرمختګ څخه بیریدی. د کابل دروازې چوک ته نیژدې د نورمحمد په نوم یوه ښایسته جګ نري ځوان، چي زما یې تر اوسه ښایسته توره ږیره، جګه پزه او توري سترګي په یاد دي، د عطاری دوکان کاوه. پیرو له دغه ځوان سره د کوم علت له مخي سخت مخالفت درلود، او هغه هم د پیرو له ویري مسلح ګرځیدی. پیرو نصرالدین تحریک کړ او له نور محمد څخه یې، چي یو بې آزاره ځوان وو، توپنچه واخیستله. بل ځل یې بیا نصرالدین تحریک کړ او دا ځل نورمحمد مجبور سو چي له وسلې څخه کار واخلي. ده ښایی غوښتل چي نصرالدین وډاروي خو نصرالدین ووژل سو. د نصرالیدن ورور عین الدین د کندهار په محبس کي نورمحمد قصاص کړ او په دې توګه د انسانانو شهین له دوو رقیبانو څخه، په یوه ځل، بیغمه سو.
د کندهار د پایلوچانو په باب نوري کیسې د یوه مضمون تر حوصلې وتلی کار دی. خو په عمومي صورت هغوی چرسیان، جنګیان، غله او آزاریان وه. ما د هغوی په ژوند کي د کندهار له هیڅ اوسیدونکي څخه د هغوی د سپیڅلتیا، سخاوت او یا له مظلومانو سره د هغوی د مرستي او لاسنیوي په باره کي ډیر لږ څه اوریدلې دي؛ او که چیري کوم پایلوچ په کوم وخت کي له کوم مظلوم سره مرسته کړې وي او یا په سل ګونو پایلوچانو کي کوم یو نیم ښه سړی پیدا سوي وي دا پر ټولو پایلوچانو باندي عام دلالت نه کوي.
یوه خبره مو باید په یاد وي چي پایلوچانو هیڅ وخت ځانونه پایلوچ یا لوچک نه بلل؛ ځکه چي دغه ډول نوم د هیچا پر ځان نه لوریږي او دوی ټول لڅي پښې نه ګرځیدل او د چا چي وس رسیدی هغوی ښې جامې اغوستلې. د پایلوچ او لوچک نوم د کندهار د ښار او اطرافو عادي، نورمال، سنګینو او په اصطلاح آبدارو خلکو هغوی ته د دې لپاره ورکړی وو چي دغه طایفه خلک له ځانونو څخه بیل کړي؛ ځکه چي هغوی ته هیچا په ښه سترګه نه کتل. ایوب احوالدار، ګامو ایوب او ګردی احوالدار د پایلوچانو لومړی نسل بللای سو. ما چي د خپل اخښي ساقي محمد اعظم څخه، چي په ځواني کي د مشهور ګردي امان الله ډیر نیژدې ملګری وو، پوښتني کړي دي، معلومات یې تر ایوب احوالدار نه تیریدل؛ یا ښایی د ده حافظې او معلوماتو همدومره مرسته ورسره کوله. بنګ حبیب الله، فراري حسنو، احمد اخوندزاده او … د پایلوچانو دوهم نسل دی. ما د دوی په باره کي چنداني بدي کیسې نه دي اوریدلي؛ خو داسي کارونه یې باید کړي وي چي د سرکار بندیخانې یې کاټ کړي اووهل ډبول یې لیدلي دي.
غونډۍ حاجی لطیف دی په ځان کلک دی حسنو
احمد اخوندزاده خلکو سنګړه ده د غرو
د فراري حسنو په باره کي مي ځیني ښې کیسې اوریدلي دي او ویل کیدل چي د شپې د ښار څخه دباندي مځکو کي ګرځي او ډیر ځله یې دغلو او بدماشانو څخه خلک ژغورلي دي. دغه راز دوه احمد اخوند زاده لرو. یو هغه احمد اخوند زاده دی چي زما په وړوکوالي یا ښایی زما تر زیږیدلو مخکي نیول سوی او غرغړه سوی وي. لاري او درې یې نیولې او د فرهنګ عمید د تعریف په اساس ریښتونی عیار وو. دوهم احمد اخوندزاده، چي په سندره کي ستایل سوی دی، د مشهور عالم او خطیب عبدالخالق اخوندزاده زوی او د مشهور عالم، خطیب او شاعر ملا عبدالباقي کاکړ، چي د کندهار له افتخاراتو څخه دی او د تهذیب الواجبات لتخریب العادات، مغتنم کتاب، مولف دی، لمسی دی. د احمد اخوندزاده د پلار او زما د پلار د تجارتخانو ترمنځ درې دوکانه فاصله وه. احمد اخوندزاده به زیاتره وخت د پلار سره په دوکان کي ناست وو، غټ، غنم رنګه ښایسته سړی وو. نري نري بریتونه یې وه، ږیره یې ګڼه نه وه او ډیر زیات لاس یې ورسره ګرځاوه؛ وړې خړي سترګي یې وې. بې اندازې پراخ سپین کالي یې اغوستل. د سپیني خاصې لنګوټه یې په داسي ډول تړل چي نه د ښار عادي خلکو ته ورته وه او نه د پایلوچانو رقم وو بلکه د ده خپل خاص غوره کړی طرز وو. تل به یې دوبیلۍ موچڼه په پښو کوله. که څه هم چي ما یې د جنګونو، غلاوو یا نورو بدو کارونو په باب څه نه دي اوریدلي خو ناسته ولاړه یې زیاتره د ښار له پایلوچانو او بدو خلکو سره وه ځکه یې نوم په سندرو کي راغلی دی.
یوه خبره چي زه یې د پایلوچانو په باره کي د خپلي ادعا د اثبات لپاره کوم او پر دې خبري ټینګار کوم چي هغوی د کندهار په تاریخ کي داسي پدیده نه وه چي د هغه ښار او شاوخوا په پخوانیو یا وروستینو شرایطو کي یې مثبته اغیزه کړې وي هغه دا ده چي په نولسمه پیړۍ
کي ډیرو پوهو انګریزانو د افغانستان په باب ډیر زیات کتابونه ولیکل او ډیر ژور تحقیقات یې، چي تر اوسه پوري ګټه ورڅخه اخیستله کیږي وړاندي کړل. الفونسټن، راورټي، ډاکټر بیلیو، چارلزمیسن، موهن لال، الیکزانډربرنس، فیریه، توربرن، سرجان کې، جي پي ټیټ او نورو زیاتو څیړونکو او صاحب منصبانو ډیري ژوري لیکني وکړې. که پایلوچانو د یوې موثري اجتماعي پدیدې یا حرکت په توګه یا تر دوی مخکي او یا د دوی په زمانه کي وجود درلودلای نو د دې سترګه ورو لیکوالانو څخه پټ نه پاتیدل او په یوه نه یو ډول یې یادونه کوله؛ خو موږ یې په یوه کتاب کي نوم قدر هم نه دی لیدلی.
د بلي خوا په ۱۹۹۲ کال کي، په افغانستان کي د کمونیسټانو د حکومت د سقوط سره سم، د کندهار د چارو واګي پایلوچانو ته په لاس ورغلې. خړ، د خاله زوی، آس ګلو، ډانګ ماسدیک، کمیس عبدالحکیم او … قدرت ته ورسیدل. البته دا هغه پخواني پایلوچان نه وه چي د پولیسو له ډاره به د ښار څخه دباندي پټ ګرخیدل، بلکه اوس یې هم قانوني قدرت په لاس کي وو او هم یې د مقدس جهاد لایسنس درلود. دوی هغه مجاهدین وه چي عوامو یې، پوره څوارلس کاله، د روسانو او کمونیسټانو د کفري رژیم څخه د خلاصون لپاره، د بري غوښتنه کوله،او هم يې په کورونو او هم په جوماتونو کي د دعا لاسونه ورته پورته کړي وه. د کندهار د خلکو دعاوي قبولي سوي وې؛ نور به دوی څه ویلي وای. پایلوچان بیخي په بدل لباس راغلي او مسلط سوي وه. توري خیرني چټلي څوڼي ، چی پر اوږو به یې پرتې وې. خیرني جامې، چي په میاشتو به یې مینځلي نه وې، او له سهاره ترماښامه به د چرسو او شرابو په نشو کي ډوب وه، په ښار ورننوتل. د هغوی د ناتار او ناورین شپې ورځي، چي کندهار نه په ژوند کي لیدلي وې او نه یې ښایی بیا وویني، د ټولو خلکو په یاد دي. د پایلوچانو په پاچهي کي نه د چا سر، نه ناموس او نه مال خوندي وو. له دوی څخه مخکي پایلوچانو نسل، چي محمود نظري یې په ډیر افتخار د وحشت او جهالت خیالي کیسې لیکلي او اسدالله زړه سواند یې ټول مضمون په خپله مقاله کي را نقل کړی دی، تر دوی بهتر نه وه او له هغوی څخه مخکي پایلوچ نسل او نسلونه ټول د وحشت او جهالت نمایندګي کوي. د هغوی هیڅ کردار، په افتخار څه چي، په یادولو نه ارزي. او د کندهار خلک باید د طالبانو دا خدمت هیرنه کړي چي د تل لپاره یې د افتخاراتو هغه ډک ښارته د دې بلا څخه نجات ورکړ؛ اوس په کندهار کي کږې بګړۍ او کاږه تګونه نه لیده کیږي.
که څه هم چي زه د ملي افتخاراتو په برخه کي د ښار او سیمي د نامه له یادولو سره مخالف یم او د هر ښار او سیمي افتخار د ټول افغانستان افتخاربولم؛ خو څرنګه چي د پایلوچانو په مسله کي په مشخصه توګه د کندهار موضوع مطرح کیږي نو باید ووایم چي کندهار د افتخاراتو ښار دی. د جاهلو پایلوچانو پر ځای، چي زه خوشاله یم نور په کندهار کي نسته، باید په میرویس نیکه، میوند، پاني پټ، احمد شاه بابا، شمس الدین کاکړ، میرزا حنان بارکزي، مهردل خان مشرقي، حبیبي صاحب، کاکا سیداحمد، حبو اخوندزاده، عبدالواسع اخوندزاده،محمد ګل نوري، ویښو زلمیانو او اوسني ژوندي فرهنګ او ښایستو زلمیانو او پیغلانو فخر وکړو.
عیاران: هغه څوک چي ډیر ګرځي راګرځي، هغه څوک چي بیکاره وي او چټي ګرڅي راګرځي، چالاک، چټک او زړه ور سړی. په دوهمه هجري پیړۍ کي عیار هغه چاته ویل کیدی چي د کاروانونو لاري به یې وهلې. ځینی عیاران ډیر زړه ور او د ځوانمردانو اخلاق یې درلودل او په ژوند کي یې خاص اصول درلودل او کله کله به یې د پردیو حکمرانانو پر ضد ښورښونه کول. یعقوب بن لیث صفار هم د عیارانو له ډلي څخه وو او د عیارانو په مرسته یې د صفاریانو سلسله منځته راوړه. ( فرهنګ عمید)
پخوانیو مورخینو تقریبا ټول ښه انساني صفتونه عیارانو ته منسوب کړي دي. عیار باید زړه ور، میړه او په هر کار کي صابر وي. پر وعده ټینګ وي، باناموسه او په زړه پاک وي. د خپلي ګټي لپاره هیچاته تاوان ونه رسوي. بندیان ونه زوروي او له بندیانو او بیچاره ګانو سره مرسته وکړي. بدان پرې نه ږدي چي نیکانو ته تاوان ورسوي. ریشتیا واوري او ریشتیا ووایی. نمک حرامي ونه کړي، هر عمل لومړی پر خپل ځان قیاس کړي، او د نیکی په مقابل کي بد ونه کړي، او د بل ښځو ته په بد نظر ونه ګوري. (قابوس نامه ص ۲۴۷)
د عیارانو نوم ځکه یادوو چي زموږ مورخینو د کابل کاکه او د کندهار پایلوچ ته د یعقوب بن لیث او صفاریانو په بحث کي اشاره کړې ده، چي د عیارانو د سلسلې د قدرت لومړنی او وروستنی ښکارندوی دی. مرحوم غبار خو دونه احساساتي کیږي چي عیاران نه یوازي د پردیو یرغلګرو په مقابل کي د مبارزې مخکښان بولي بلکه زیاتوي چي هغوی د ملاکانو د زور او ستم پر ضد مبارزه کوله. البته کله چي یعقوب لیث او عمرو لیث قدرت ته ورسیدل له نورو ټولواکانو او مستبدینو سره یې ډیر لږ توپیر درلود. هغوی خپل ټول وخت په فتوحاتو، لښکرکښیو او د خزانو په جمع کولو تیر کړ، او نور یې تقریبا هیڅ ونه کړل. په تواریخو کي هم د دې دوو وروڼو د اجراآتو په باره کي یا ډیر لږ معلومات راغلي او یا د نشت په اندازه معلومات لرو. څرنګه چي د دوی په دربارونوکي تاریخ نه دی لیکل سوی نو هغه پخواني تاریخي متون چي د یعقوب بن اللیث د لومړني ژوند او قدرت ته د رسیدلو په باره کي معلومات راکوي دومره سره مخالف او متناقض دي چي سړی مجبور دی د ټولو تاریخي متونو څخه څو څو کرښ راواخلي، سره پیوند یې کړي او یو متن ورڅخه جوړ کړي. په تاریخ سیستان کي، چي د صفاریانو په باب معلومات راکوي، او ډیرو زیاتو مورخینو استفاده ورڅخه کړې ده، هم یوازي قدرت ته د هغوی د رسیدلو او فتوحاتو په باره کي خبري راغلي دي. تاریخ سیستان د یعقوب بن لیث او عمرو لیث پر خویونو او خصلتونو باندي د بحث په ترڅ کي د یعقوب بن لیث پر دینداری، سخا او عدالت باندي ږغیږي، او وایی چي یعقوب ډیر سخي وو؛ هیڅ وخت یې تر پنځه سوه او زر دیناره کم بخشش نه کاوه او لس زره، شل زره، پنځوس زره ، سل زره دینار او درم یې خلکو ته ورکړي دي او عبداله بن زیاد ته یې، چي له ده سره ملګری سو، پنځه سوه زره دیناره ورکړل.( تاریخ سیستان ص ۲۶۳) یعقوب بن لیث د یوه مسګر زوی وو. په لومړۍ ځواني کي یې د لارو په نیولو او کاروانونو په وهلو ګوزاره کوله. د بخشش او عطا لپاره يې دا په میلیونونو دیناره د نورو د خزانو د لوټلو او هغو لښکرکښیو او چور او تالان څخه ترلاسه کړي وه چي ښایی په لس هاووزره او حتی په سل هاوو زره بیګناه انسانان به پکښي قتل سوي وي. یعقوب د خپلي پاچهی ټول کلونه په جنګ، چور او تالان تیر کړل. په هر ځای کي چي د خزانو او مالونو په باب خبر ورته ورسیدی هغې خواته یې حرکت وکړ او مالونه یې په زور او ظلم ترلاسه کړل.( تاریخ ګزیده ص ۳۷۲)
یعقوب بن اللیث د خپل قدرت په وخت کي، د بل هر ورانکار او مستبد سلطان په څير، هغه قلاوي چي لویو فاتحینو نه سوای فتح کولای، وراني کړې، بیرته یې آبادي کړې او زندانونه یې ورڅخه جوړ کړل( مسالک وممالک ص ۱۰۵) یعقوب او عمرو د قدرت په وخت کي ډیر جابر او قهرجن وه او چنداني یې دښمن ته بخښنه نه کول. دښمنان به یې زیاتره د خپلو ټولو طرفدارانو سره وژل( هغه کتاب ۱۲۵) حتی درهم بن نصر، چي یو وخت د سیستان حکمران وو، او یعقوب ته یې سپه سالاري ورکړې وه؛ کله چي یعقوب د سیستان قدرت ورڅخه ونیوی او هغه عباسي دربار ته پناه یوړه او یو وخت بیرته د عباسي خلیفه د استازي په توګه د یعقوب دربارته ورغی یعقوب هغه وواژه( هغه کتاب ص ۱۹۸)
یعقوب بن اللیث بن معدل د سیستان د قرنین د کلي اوسیدونکی وو او کله چي ښارته راغی نو مسګري یې شروع کړه، او د میاشتي په پنځه لس درهمه مزدور وو. څرنګه چي په دې لږ مزدوري یې قناعت نه سو کولای نو عیار سو او غلا او لارو نیولو ته یې مخه کړه.( تاریخ ګردیزي ص ۳۰۴) کرار کرار یې ډله ډیره غټه سوه او د بست د عیارانو مشر سو. وروسته د سیستان د حاکم صالح بن نصر کناني، چي تاریخ ګردیزي یې نصر بن صالح لیکي، په خدمت کي شامل سو. هغه د خپلو لښکرو سپه سالاري ورکړه. لږ وروسته یې صالح له قدرته لیري کړ. صالح وتښتیدی او د اوسني قندهار په شمالي سیمو کي د یعقوب د لښکرو لاسته ورغی. یعقوب هغه بندي کړی او په بند کي مړ سو. یعقوب بن اللیث د سیستان مستقل حکمران سو او له دغه ځایه څخه یې هري خواته فتوخات پیل کړل. د ده له ښې طالع، د اسلام د خلافت د مرکز بغداد په شمول، هري خواته واړه او لوی حکومتونه داسي کمزوري وه چي تر یعقوب له واړه قوت سره یې هم مقاومت نه سو کولای. د یعقوب مټي له هري فتح سره غښتلي کیدل او د امپراطوری لمن یې ورځ په ورځ دونه پراخه سوه چي له خلیفه سره یې ویره پیدا کړه.
یعقوب بن اللیث د خپلي پاچهی په لومړیو دوولسو کالو کي له ټولو جنګونو څخه بریالی را ووت او بالاخره يې په سر کي د اسلام د خلافت د مرکز بغداد د نیولو هوا پیدا سوه. د شیراز د نیولو څخه وروسته یې تقریبا ټول فارس تر لاس لاندي سو خو د خلیفه المعتمد د ورور الموفق په مقابل کي یې د حلوان په جنګ کي ماته وکړه او خوزستان ته وتښتیدی. دوه کاله وروسته یې بیا د بغداد د نیولو عزم وکړ. کله چي خلیفه خپل استازی ور واستاوه او ورته وې ویل چي په تیر ځل کي زموږ قدرت درمعلوم سو نو باید چي توبه وکړې او زموږ له مخالفت څخه لاس واخلې او د خراسان په باچهی قانع سې نو یعقوب په جواب کي ورته وویل چي زه د یوه نجار زوی یم؛ د خپل بازو او همت په زور مي ځان تر دغه ځایه را رسولی دی او چي تر څو مي خلیفه را پرزولی نه وي آرام به ونه کړم. که مي دا مرام تر سره سو خو واوا او که نه وي نو پیاز او ډوډۍ او د نجاری کسب زما څخه څوک نه سي اخیستلای. ( تاریخ حبیب السیر جلد دوم ص ۳۴۷) یعقوب بن لیث په ۸۷۸ کال کي په جندیشاپور کي د قولنج د ناروغی له امله وفات سو او په خزانه کي پنځوس میلیونه درمه او اته سوه زره دیناره نغد ورڅخه پاته سول. ( مروج الذهب جلد دوم ص ۶۰۱) د هغه ورور عمرو بن لیث، د خلیفه المعتمد د زړه د ترلاسه کولو لپاره، هغه ته، د احمد بن عبدالعزیز بن ابي دُلف له لوټلو خزانو څخه ډیر زیات سوغاتونه واستول. په دې کي څه باندي درې سوه زره دیناره ، پنځوس منه مشک، پنځوس منه عنبر، دوه سوه منه عود، درې سوه نقش و نګار لباسونه ، د سرو زرو او سپینو زرو لوښي ، څاروي او غلامان شامل وه .( روضته الصفا ص ۵۴۰) یعقوب بن لیث د خپل یوه رقیب حسن بن زید علوي سره د جنګ لپاره د ډیرو زیاتو پوځیانو سره روان سو، خو مخکي له هغه چي د حسن بن زید سره مخامخ سي، د سختو بارانونو د اوریدلو له امله یې، چي څلویښت ورځي او شپې یې دوام وکړ، څلویښت زره عسکر تلف سول او بیرته ستنیدلو ته مجبور سو.( روضته الصفا ص ۵۳۸)
موږ ګورو چي یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث د څه کم څلویښتو کلونو قدرت په زمانه کي د جنګونو، ښارونو لاندي کولو او خزانو د لوټلو پرته بل هیڅ کار نه دی کړی؛ او د قدرت په زمانه کي یوه شیبه هم، د مرحوم غبار د ادعا په خلاف، د ملاکانو څخه د غریبانو د حقوقو د اخیستلو غم ورسره پیدا سوی نه دی. د هغوی جنګونو، د نورو لویو فاتحینو په څیر د قدرت د قلمرو د پراخولو، خزانو د لوټلو او غلامانو او بندیانو د زیاتولو بل هدف نه درلود. هغوی ټول جنګونه د اسلام په قلمرو کي وکړل؛ دواړو خواوو ته مسلمانان، او زیاتره بیوزلي او غریب خلک، وژل کیدل.ګواکي عیار زموږ د مورخینو او قابوس نامې د لیکوال د ادعا په خلاف ملایکه نه ده. منتهی د عیار ژوند باید پر دریو مرحلو وویشل سي. عیاران، چي معمولا جسما قوي خلک وي، په لومړي سر کي عادي غله وي. کله چي د وخت حکومتونه د بې ادارګی او کمزوری له امله نه په ښارونو کي د خلکو د کورونو او مالونو امنیت تامین کړای سي او نه په لویو لارو کي د تجارتي کاروانونو او خزانو د ساتلو غم وخوړلای سي نو د غلو ډلي منځته راسي او کله کله د غلو کوچنۍ ډلي یو مشر وټاکي او یوه سیمه داسي ترلاس لاندي کړي چي کمزوری حکومت یې ورڅخه اخیستلای نه سي. کله چي د غلو د ډلي مشر د حکومت دغه ډول کمزوري وویني نو د لوی مشرتابه او حتی د پاچهی هوا ور ولاړه سي. په دغه وخت کي نو د هغه د ژوند دوهمه مرحله پیل کیږي. هغه ځانته د یوه عادي غله په سترګه نه ګوري، بلکه د یوه راتلونکي مشر او پاچا په حیث په خپل سلوک کي تغیر راولي. کله کله له نیستمنو او مظلومانو سره مرستي کوي، خلکو ته پیسې ورکوي، له ظالم څخه د مظلوم حق اخلي او ضمنا په نیژدو او لیري ځایونو کي د ځان او ملګرو د ښېګڼو په باب تبلیغات او پروپاګنډ کوي. کله کله د غلو د ډلي له دغه مشر سره، چي په دغه وخت کي قومي مشر ورڅخه جوړ سوی وي، بخت یاري وکړي او د وخت حکومت د امنیت د خوندي کولو لپاره پوځي مشرتوب ورکړي. یعقوب بن لیث ته صالح بن نصر سپه سالاري ورکړه او هغه بالاخره قدرت ورڅخه ونیوی. نادرشاه افشار ته، چي د یعقوب بن لیث په څیر، په لومړي سر کي، یو غل وو، طهماسپ صفوي د پوځ مشرتوب ورکړ او بالاخره یې طهماسپ وواژه او پخپله پاچا سو. حبیب الله کلکاني هم، چي خلیل الله خلیلي یې د خراسان عیار بولي، په لومړي سر کي یو عادي غل وو. ملک محسن د خپلو رقیبانو او دښمنانو د وهلو او ډارولو لپاره کار ورڅخه اخیست. وروسته یې ولیدل چي مرکزي حکومت نه لاري ساتلای سي او نه حتی د خپلو اولسوالیو او حکومتي ادارو او مرکزونو ساتنه کولای سي نو ځکه د پاچهی هوا ور ولاړه سوه. طبیعي خبره ده چي په دغه مرحله کي به یې له ډیرو خلکو سره ښه کړي وي او خلکو به هم د یوه ځوانمرد په سترګه ورته کتلي وي.
خو دا درې واړه مشران چي قدرت ته رسیدلي دي یوه شیبه یې د بیوزلانو او مظلومانو په باره کي فکر نه دی کړی او هر څه یې د ځان لپاره غوښتي دي. یعقوب بن لیث او نادرشاه افشار ته د لویو امپراطوریو د جوړولو او فتوحاتو زمینه برابره سوه او چي څه یې کولای سوای هغه یې وکړل.خو حبیب الله کلکانی په یوه کمزوري هیواد کي قدرت ته رسیدلی وو او ایله نهه میاشتي یې په کابل کي لړزانه پاچهي وکړه. د همدغه لنډ او لړزانه قدرت په زمانه کي یې هغه جنایتونه وکړل چي د افغانستان خلکو یې په خپل تاریخ کي ساری نه وو لیدلی. ؛ تر څو چي د مجاهدینو د قدرت په زمانه کي د حبیب الله کلکاني جنایتونه په لس چنده زور او شدت تکرار سول.د یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث د اجراآتو په باره کي، په تاریخي کتابونو کي، ډیر زیات معلومات نسته خو د نادرشاه افشار د لیوني استبداد او قتل عامونو په باره کي په ډیرو زیاتو تاریخي کتابونو کي موثق تفصیلات راغلي دي. د حبیب الله کلکاني د قدرت په نهه میاشتنی دوره کي د هغه ورور حمیدالله، د کابل والي ملک محسن او صدراعظم سید حسین او د هغه د نورو لویو قوماندانانو د جنایاتو په باره کي د تفصیلاتو تکرار ځکه بیځایه دی چي د یوه مضمون تر حوصلې وتلی کار دی.
درې واړه غریب او نیستمن وه. درې واړه جسما قوي خلک وه؛ درې واړه په لومړي سر کي غله او په پای کي قدرت ته ورسیدل. درې واړه بیسواده وه؛ او یعقوب بن لیث خو د بیسوادی ترڅنګ دونه بیخبره وو چي عثمان بن عفان یې نه پیژاند او په دې خبر نه وو چي شیعه ګان ولي هغه ته بد وایی( روضته الصفا ص ۵۴۰) دغه ډول کسانو که په ژوند کي څه ښه کړي دي نو هغه یې د غلا او داړه ماریو په دوهمه مرحله کي کړي دي. البته یوه کیسه به ریشتیا وي او شل به وروسته ایجاد سوي او یا په هغه وخت کي ورپوري تړلی سوي وي. د یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث په دربارونو او د هغوی د سلطنت په نورو مرکزونو کي تاریخونه او کتابونه نه دي لیکل سوي او د هغوی د ژوند په باب زیاتره اطلاعات افسانوي شکل لري. خو له نیکه مرغه چي د نادر شاه افشار او حبیب الله کلکاني په باب، د سالم قضاوت لپاره، ټول موثق تفصیلات موجود دي. د یعقوب بن لیث او د هغه د زمانې د عیارانو په باب لیکني او قضاوتونه د هغه له زمانې څخه پیړۍ پیړۍ وروسته سوي دي او ځکه نو زیاتره لیکني او کیسې افسانوي رنګ لري. زموږ د وروسته مورخینو قضاوتونه پر دغو افسانو ولاړ دي. ځکه نو عیارانو ته د ملایکو په سترګه ګوري او زموږ مورخ مرحوم غبار یې حتی د ملاکانو او فیوډالانو په مقابل کي را ولاړ سوی تحریک بولي او د مظلومانو او بیوزلانو د مدافعیو په سترګه ورته ګوري. خو له نیکه مرغه چي د نادرشاه افشار او حبیب الله کلکاني په باب، چي ځان یې خادم دین رسول الله باله، دغه راز افسانې ځکه ځای نه سي نیولای چي مورخینو او لیکوالانو د هغوی ټول جنایتونه د سر په سترګو لیدلي دي هغه یې لیکلي او وروسته چاپ سوي دي.
که زموږ د مورخینو قضاوتونه یوازي د عیارانو په باب وای نو چنداني پر وا به یې نه کولای. د تاریخي اشخاصو، پیښو او تحریکونو په باره کي راز راز اطلاعات او نظرونه موجود دي. سړی نه سي کولای چي هر نظر جلا جلا رد کړي. خو کله چي هغوی هم عیارانو ته د ملایکو به سترګه وګوري او بیا هغه د ملایکو ټول صفتونه د کابل کاکه ګانو او د کندهار پایلوچانو ته، چي تقریبا هیڅ ښه صفت نه لري، ورکړي؛ او په راتلونکي کي زموږ د بل نسل یا نسلونو د ګمراهی سبب کیږي نو سړی یو څه لیکلو او جواب ویلو ته مجبوریږي.

مأخذونه
۱ افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار( دولتي مطبعه، کابل افغانستان،۱۹۶۷)
۲ افغانستان بعد ازاسلام، پوهاندعبدالحی حبیبي، بخش دوم جلد اول(طبع دوم، کابل ۱۳۵۷ شمسي)
۳ روضته الصفا، محمد بن خاوند شاه بلخي( تهذیب و تلخیص ډکټر عباس زریاب،چاپ دوم ۱۳۷۵ تهران)
۴ تاریخ حبیب السیر، خواند امیر،( جلد دوموچاپ چهارم ۱۳۸۰ تهران)
۵ قابوس نامه، عنصرالمعالي کیکاووس بن اسکندر بن قابوس بن وشمګیر بن زیار (تهران ۱۳۷۳)
۶ تاریخ ګزیده، حمدالله مستوفي( موسسه انتشارات امیر کبیرو تهران ۱۳۶۲)
۷ تاریخ سیستان، تالیف درحدود ۴۴۵- (۷۲۵ چاپ دوم، تهران ۱۳۶۶)
۸ مروج الذهب و معادن الجوهر، علي بن حسین مسعودي( جلد دوم، تهران ۱۳۸۷)
۹ تاریخ ګردیزی،ابو سعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود ګردیزي( چاپ اول، ۱۳۶۳، تهران، چاپخانه ارمغان)
۱۰ مسالک وممالک، ابواسحق ابراهیم اصطخري( چاپ اول، ۱۳۴۷، تهران شرکت انتشارات علمي و فرهنګي)
۱۱ فرهنګ عمید