کور / تازه خبرونه / په عملياتو کي دي افغاني ارزښتو ته پاملرنه وسي

په عملياتو کي دي افغاني ارزښتو ته پاملرنه وسي

قومي مشرانو د عملیاتو د ترسره کیدلو پرمهال افغاني ارزښتونو ته د پاملرنې
غوښتنه وکړه .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د دغه ولایت د
والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د امنیتي ځواکونو له لورې د عملیاتو د ترسره
کېدو پرمهال افغاني ارزښتونو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه قومي مشرانو،چې نن (دوشنبه ) یې د دغه ولایت له والي ښاغلي عبدالمجید
خوږیاڼي سره د ولایت په مقام کې غونډه درلوده،غوښتنه وکړه،چې له دې وروسته دې
د بهرنیو ځواکونو پر ځای د دوی په سیمو د کورنیو ځواکونو له لورې عملیات ترسره
شي .
دوی همدا راز غوښتنه وکړه،چې د کورونو د پلټنې پرمهال دې د اړونده کور یو
نارینه هم د دوی سره و اوسیږي،ترڅو د افغاني ارزښتونو ته په کې پاملرنه وشي .
همدا راز دوی د موټر سایکلونو د بندېدو ستونزه هم د دغه ولایت له والي سره
شرېکه کړه او په دغه برخه کې ترې د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: په
دغه ولایت کې به ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړي،چې د کورونو د پلټنې پر
مهال د کور یو تن نارینه غړی د ځان سره وساتي او که په کوم کور کې نارینه شتون
ونلري،نو د نږدې کور له نرینو څخه دې همکاري واخیستل شي .
نوموړی همدا راز زیاته کړه،چې د هېواد دجمهور رئیس پرېکړه هم داده،چې زموږ په
کلیو بانډو کې دې ټول عملیات کورني ځواکونه ترسره کړي او په وینا زموږ قواوې
اوس دا وړتیا هم لري،چې په هره سیمه کې بریالي او له لاسته راوړنو ډک عملیات
ترسره کړي.
ده د موټر سایکلونو د ستونزې په اړه دوی ته لارښوونه وکړه،چې خپل موټر
سایکلونه دې وروسته له دې،چې د اړونده ولسوالۍ د ولسوال،امنیه قوماندان او ملي
امنیت مدیر یو سند ترلاسه کړي،د پلورلو په موخه دې له دغه ولایت څخه انتقال
کړي .