هغه شپې وي چي پر ګران هیواد مو لا د وخت د تورتم تیارې خپرې وې،زموږ د هیواد سیاسي او اقتصادي چاري د یوې دښمني او ظالمي ګاونډۍ آدارې او حکومت تر کنټرول لاندي وې.
په ګران هیواد کي د فقر،بیکارۍ،داخلي جنګونو او سیاسي اخ وډب سیوری ورځ تربلي پراختیا موندل، د هیواد سیاسي فضاء د تور دود په شان،شنو دودونو او خوپ نیولې وه.
له یوې خوا د یوه څاڅکي باران مخ چا په دوربین کي هم نه سوای لیدای،اود بلي خوا بیا د هیواد سیاسي چاري د نړیوالوسره ورځ تر بلي ترینګلتوب ته رواني وې.
فکرکوم چي د لوی اختر ورځ وه،چي د تېر په څیر د کندهار لوی عیدګاه ته د اختر د لمانځه په هیله سهار تر روغبړونو او کاسو ورسته د عیدګاه پر لوري ور رهي سوم.
د لنډ ځنډ وروسته ملا امام په ګویا ((سپیکر))کي د خلګو وغوښتل چي د پاکستان هیواد لوی عالم ((؟!)) مولانا فضل رحمن صاحب ته مو د اختر د لمانځه په اړه زحمت ورکړی دی،تر څو راسي او تاسو ته وینا واوروي.
ما هم په خوار ډیر فکر او سوچونو د مفتي صاحب وینا واوریدل،او بیا نو دې ستر عالم چي نن هم پر مظلومو او فقیرو افغانانو جهاد روابولي،او (((پاکستان خو، این لري))) مبارک راته د اخترد لمانځه په اړه،او نور سیاسي بحث ترسره کیدلو وروسته یو ځای لمونځ اداکړ.
نن مي یوه پخواني دوست چي ډیر احترام ورته لرم په یوه لنډه فېسبوکي وینا کي لیکلي وه،
چي مرګ پر کمونیسټانو او د هغوی پر همفکرانو!!!
ما بیا په جواب کي داسي ورته عرض کړه،ولي دا امریکایی قواوي افغانستان ته ملایکوو راوستې،او که مو طالبانو د آی ایس آی د مرستو پرته کاروان راپیل کړئ،که د کرنل امام اونورو مخ کښو پاکستاني جنرالانو میلمستیاوي او پوځي ماناورې مو هیري دي،چي مجاهدینو صاحبانوته به یي ورکولې،
د افغانستان د دې ستر ناورین په اړه باید څوک یو ګوند یا یوه ډله ګرمه نه کړي،هر چا خپله حصه نامردي او ناځواني کړې ده.
خدای دي اوس هم خیر پېښ کړي،په موږ اوس هم باور نسته،که بیا چا راته ډهول غاړي ته واچوی،فکر نه کوم چي موږ دي بیله اتڼه پاته سو.
زه د خدای (ج) غواړم چي د خپلو هیوادوالو سره د مسرتي او د بشریت سره د دوستۍ په ارزښت پوه سو.
مننه،