کور / تازه خبرونه / په ٤٠ ورځ د حافظ ياد تر سرليک لاندي علمي سيمنار جوړ سو .

په ٤٠ ورځ د حافظ ياد تر سرليک لاندي علمي سيمنار جوړ سو .

د هيواد د نامتو ليکوال او شاعر ارواښاد نصرالله حافظ د ژوند او اثارو په اړه يو ورځنې علمي سيمينار جوړ سو.
دغه سيمينار د هيواد د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په نوښت د ارواښاد د مړيني په څلويښتمه ورځ د حفظ ياد تر سرليک لاندي جوړ سو .
په سيمينار کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک،د وزارت معينانو، سلاکارانو ، د علومو اکاډيمي غړو، د کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې د پوهنتون استادانو، د هېواد وتلو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو پکښي ګډون کړي وو.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير د افغانستان د جمهور رئيس پيغام چې په همدې مناسبت ليږلي وو ولوست، په پيغام کې ارواښاد نصرالله حافظ د افغانستان د فرهنګي ‌‌ډ ګر يو رښتني خدمتګار بلل سوى او په دې برخه کي ئې دده پنځوس کاله نه ستړي کيدونکي خدمت د پښتو ادب په بډاينه کي د ستايلو وړ بللي وو .
ولسمشر په خپل پيغام کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت دا هڅې چي د هيواد د نامتو ليکوالانو او اديبانو په ياد علمي څيړنېزي غونډي جوړ وي هم ستايلي وې .
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک د خپلې پرانستونکې وينا په ترڅ کې وويل: د ارواښاد نصرالله حافظ د ملي ترانو، اشعارو او فکر څخه داسې څرګنديږي چې راتلونکو نسلونو ته يې هڅونکي اثار په ميراث پرېښي دي . دا د هر افغان ليکوال او شاعرهيوادنۍ دنده ده، چې د خپلو خلکو د نيکمرغي پيغام دشعر په ژبه وړاندي کړي، هغه افغانان د يوه داسي غني فرهنګ لرونکي وبلل، چي له وياړه ډک تاريخ او فرهنګ او بايد پرې ووياړو .
په ياده څيړنيزه غونډه کي ګڼ شمېر علمي او ادبي شخصيتونو د ارواښاد نصرالله حافظد ژوند، ادبي هڅو، ليکلو او ژباړل سويو آثارو څېړنيزي مقالې ولوستلې او په هراړخيزه توګه ئې پرې رڼا واچوله.
اکاډيميسن سليمان لايق د غونډې چاري او لوستل سوې مقالې مثبتې او ښې وارزولې او دسرحدونو او قبايلو چارووزارت له پرله پسې نوښتونوڅخه ېې قدرداني وکړه، وروسته استاد عبدالله بختاني خدمتګار هم چې د څېړنيز سيمينار د چارو مشري ېې پر غاړه وه د سيمينارله جوړولو نه ېې خوښي څرګنده کړه او دداسې سيمينارو جوړول يي د فرهنګ او ادب په بډاينه کې ګټور وبلل.
په پاې د هيواد تکړه ممثل ممنون مقصودي د ارواښاد حافظ يو شعر د جارو کښ په نامه په تمثيلي بڼه ديکلمه کړ .
ارواښاد نصرالله حافظ په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کي دنيا ته سترګي وغړولې پنځوس کاله ئې د کابل او ملي او راډيو ټلويزيون په بيلابيلو برخو او پروګرامونو کي کار وکړ. دپښتو ادب د بدايني په برخه کي ئې په لسګلونو بېلابېل آثار وليکل چي ځيني ئې چاپ او ځيني ئې لاهم تراوسه ناچاپ پاته دي .
اروښاد حافظ وروسته له اوږدې ناروغۍ څخه د ۱۳۹۲ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .