اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د ملي امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي پاکستان د هندوستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.ښاغلي سرتاج عزیز پر ملي امنیت له سره د کتنې تر غنوان لاندې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل پاکستان د یوه اغیزناک او ټولیز ملي امنیت پر تګلارې کار کوي څو په دې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان دوستانه اړیکې باوري شي.دا سیمنار په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړ شوی دی.د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان راتلوونکې کال د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هیڅ یوه کاندید پلوي نه کوي.د هغه په ژبه پاکستان به له امریکا سره پر خپلو اړیکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له سره غور وکړي.ښاغلی عزیز وايي په افغانستان کې ناڅرګند حالت د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه ده او پاکستان په افغانستان کې امنیت ته ژمن دی.د هغه په وینا پاکستان نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې امن او ثبات غواړي.د پاکستان د صدراعظم سلاکار ټینګار وکړ چې هېواد یې له هندوستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامخې ته کېږي چې ترشاه یې د پاکستان د حکومت هڅې دي.سرتاج عزیز وویل چې موږ د سوداګرۍ او پر اقتصادي بنسټونو ولاړه بهرنۍ تګلاره جوړو.