کور / تازه خبرونه / دپښتوژبې شاعرقمرراهي ومړ

دپښتوژبې شاعرقمرراهي ومړ

پېښور: دپښتو ژبې نوميالى شاعر،اديب اؤ کالم ليکوونکي قمر راهي د ٨٩ کالو په عمر کې مړشوې نوموړي دځانگړي اسلوب هغه شاعر ؤ چې په لر وبر کې يې ادبي هڅو ته د قدر په سترگه کتل کيدل اؤ په ادبي چارو کې به د هغه علمي رايې د يوې مستندې حوالې په په توگه گڼل کيده.نوموړي په پښتو کې درې کتابونه ځله،څيره او مشال ليکلي او چاپ کړي دي چې دغو دريوؤ واړو کتابونو يو تاريخي حيثيت موندلى اؤ هر د پښتو شعر مينه وال ورته په درانۀ نظر گوري. د ښاغلي قمر راهي د شهرت وجه کۀ چرته د هغۀ لوړ علمي شخصيت،تنقيدي بحثونه اؤ په تول پوره معياري شاعري گڼل کيږي نو هلته د پښتو علمي ادبي مجله “قند” هم د ښاغلي قمر راهي په ټوله پښتنه نړۍ کې د ځلولو سبب جوړه شوې وه. قند دپښتو هغه علمي ادبي مجله وه چې د قمر راهي په ادارت کې خواوشا درې لسيزې وړاندې د مردان شوگر ملز له لوري چاپ کيده اؤ پکې به د عصر د نوميالو اؤ وتلو ليکوالو علمي مضامين، مقالې اؤ شاعري خپريده اؤ ددې ترڅنگ به قند په علمي ادبي موضوعاتو اؤ شخصياتو ځانگړي نمبرونه هم ويستل چې هغه نن په ټوله پښتنه ادبي نړۍ کې ستائيلى اؤ يادولى شي.قمر راهي د تيرې څه مودې راهسې د بيمارۍ له کبله په کټ پروت ؤ اؤ د زيارت په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى .ټاکل شوې ده د نوموړي جنازه به د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې دمردان سيمې د پيرانو ډاگې څخه پورته کولى اؤ پخپله پلرنۍ اديره کې به خاورو ته سپارلى شي