کور / سياسي / له مجبوريت څخه سياسي ګټه

له مجبوريت څخه سياسي ګټه

د اسلام په لومړيو کې وروسته له فتوحاتو د اوسني افغانستان يا خراسان په خاوره کې د خپلواکۍ لپاره ډېرې جګړې وشوې، چې د هغې له جملې څخه يوه هم د اموي استازي قتيبه او نيزک بادغيسي جګړه ده.
قتيبه د عبدالملک په لارښوونه د شمالي خراسان سيمې ته ولېږل شو ترڅو په هغه سيمه کې پاڅونونه وځپي او ثبات رامنځته کړي.
خو د قتيبه لښکر په ډېرو ځايونو کې له ډېرو مشرانو سره په جګړه کې بې وسه شو او سولې ته اړ شو، چې په دې کې يوه هم د بادغيس مشر نيزک و.
قتيبه له نيزک څخه د خپلو يرغمل شويو کسانو غوښتنه په ډېر جدي ډول وکړه، خو نيزک ورته شرطونه وړاندې کړل ترڅو ورسره معامله وکړي.
قتيبه په هغه وخت کې دا مناسبه وبلله ترڅو د نيزک شرايط ومني او د هوکړې په موخه ورته سند ورکړي.
خو کله چې قتيبه د بخارا په لوري روان شو نيزک يې هم ملګرتيا وکړه، ولې په لاره کې نيزک د قتيبه په نيت پوه شو، خپله لار يې ترې بېله کړه او په ډېرې بيړې يې ځان په خپله سيمه کې ځاى په ځاى کړو.
قتيبه يوه منصبدار ته دنده وسپارله ترڅو نيزک تعقيب او ده ته يې راولي، خو کله چې منصبدار سره د پوځونو د نيزک سيمې ته راورسېدو، له نيزک سره يې د مقابلې وس په ځان کې حس نه کړو، په پايله کې تش لاس قتيبه ته ورستون شو.
قتيبه چې له دې پېښې خبرو شو په خپله راغلو او په نيزک يې بريد وکړ، خو دى هم په دې بريالى نه شو ترڅو د نيزک کلا ماته کړي، وروسته له فکر څخه يې خپل يوه جاسوس ته دنده وسپارله ترڅو د نيزک د کلا حالت او مقاومت ورته معلوم کړي.
کله چې د کلا له رمز څخه خبر شو، په کمزورو نقطو يې په ډېر قوت يې يرغل وکړ، او کلا يې ماته کړه، خو نيزک سره د خپلو خزانو او ملګرو له دې سيمې څخه پښې سپکې کړې، په سمنګانو کې د هندوکش په لمنو کې د ګرز په نامه يوه کلا کې سنګر ونيو.
قتيبه چې د نيزک له مخې لرې کول خپل اصلي هدف ګرځولى و، هلته هم پسې ورغلو، او کلا يې محاصره کړه ولې په دې نه توانېدو ترڅو کلا ته داخل شي، له بلې خوا د هرې ورځې په تېرېدو ژمى رالنډېدو.
نيزک د سيمې سړى و له هوا سره بلد و، خو عربي سرتيري او سپرلۍ په ساړه کې د جګړې تاب نه درلود، په همدې دليل قتيبه وارختا شو او خپل استازي سليم ته يې امر وکړ چې که چېرې په چل او دوکې نيزک ورته رانه ولي، نو خامخا به يې سر پرې کړي.
سليم يوه اندازه حلوا او ډوډۍ له ځان سره واخيسته په ډېرې چالکۍ يې ځان تر نيزک پورې ورساو، لومړۍ يې په کلا کې شتو سرتېرو باندې حلوا ووېشله، ځکه دوى د غلې د نه شتون له ستونزې سره مخامخ ول، بيا يې نيزک ته د خبرو وړانديز وکړ او ترې ويې غوښتل چې له قتيبه سره خبرو ته کيني.
نيزک چې په تېر کې د قتيبه وعده ماتول ليدلي ول، انکار يې وکړ او غوښتل يې داسې شرطونه وړاندې کړي چې قتيبه په کې راښکېل کړي.
خو هغو کسانو چې له نيزک څخه چاپيره ناست ول او په لاسونو کې يې د قتيبه حلوا نيولې وه په يوه خوله وويل، منو يې.
سرتيري په دې وېرېدل چې که چېرې په همدې کلا کې پاتې شو، له لوږې به هلاک شو، خو نيزک په دې باريکۍ پوه او دا يې درک کړې وه چې په کمې ګزارې سره کولى شو دا لوبه د ځان په ګټه پاى ته ورسو.
خو د نيزک د ملګرو ټينګار نيزک مجبور کړ ترڅو له سليم سره روان شي.
کله چې له کلا تېر شول په لارې کې وسله وال کسان راپورته شول او د دوى پر وړاندې ودرېدل، نيزک په لوړ غږ نارې کړې، خيانت!!!
خو خبره تر خبرې تېره وه او نيزک يې بندي کړي، وروسته له بند څخه يې سره د وروره په دار کړ او تقريباً هغه دوولس زره پوځيان يې چې کلا يې ساتله له تيغه تېر کړل، او د نيزک ټولې هلې ځلې د يو شخوند حلوا قرباني شوې. س . ر . نورزى