کور / تازه خبرونه / له امریکا سره د تړون د ځنډیدلو زیانونه

له امریکا سره د تړون د ځنډیدلو زیانونه

له امریکا سره د تړون د ځنډیدلو زیانونه

کابل چاپ ورځپاڼونن تر ډیره کابل ته د روسیې د ولسي جرګې د رییس د سفر او له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک د ځنډولو د زیاننو په اړه لیکنې خپرې کړي.

ملي باورغیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، د روسیې د ولسي جرګې رییس په نړېوالو تړونونو کې د افغانستان له حق نه دفاع وکړه.

دې ورځپاڼې د سرګي ناریشکین له قوله لیکلي چې؛ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې کیدل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تایید ته اړتیا لري.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د روسیې د ولسي جرګې له رییس سره د ولسمشرکرزي د خبرو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

دا ورځپاڼه د ښاغلي کرزي له قوله لیکي چې؛ ویلي یي دي په سیمه کې د روسیې قوي رول د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ضروري دی.

ویسا لیکلي چې؛ د روسیې د ولسي جرګې رییس له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې ویلي چې؛ روسیه له افغانستان سره د ستراتیژیکو او ژورو اړیکو غوښتونکې ده او له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول مرستو ته چمتو ده.

دې ورځپاڼې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه اندیښنه هم را اخیستې چې؛ وایي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند ځنډول یو شمېر پانګه وال مایوسه کړي او دا کار د افغانستان د ملي ګټو په زیان دی.

دنیا ورځپاڼې هم کابل ته د روسیي د ولسي جرګې د رییس د سفر او له ولسمشر کرزي سره د هغه د لیدلو په اړه لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ په دې لیدنه کې تر ډیره په سیمه کې د روسیې د رول پر ګټو، د ګډو ګواښونو پر وړاندې پر مبارزې او د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراخوالي خبرې شوي.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې بیا د روسيي د ولسي جرګې د رییس سرګي ناریشکین هغه خبره را اخیستې چې وایي په افغانستان کې د لنډ مهال لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده.

دې ورځپاڼې د ښاغلي ناریشکین له قوله لیکلي چې؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور باید د افغان حکومت په موافقه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې له مخې وي.

سرنوشت لیکلي چې؛ د روسیې د ولسي جرګې رییس ویلي چې؛ په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه دې د سیمې حساسیتونو ته په پام خپل فعالیتونه د نړېوالو معیارونو له مخې عیار کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د روسیې د ولسي جرګې له رییس سره د افغانستان د مشرانو جرګې د رییس د خبرو اترو په اړه مطلب خپور کړی.

دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ فضل هادي مسلمیار له سرګي ناریشکین سره په خبرو کې ویلي چې؛ د افغانستان او روسیې د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو اړتیا ده او باید چې دې مسالې ته جدي پام وشي.

دې ورځپاڼې همدا راز د سرګي ناریشکین له قوله لیکلي چې؛ روسیه افغانستان خپل ښه ګاونډی بولي او له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته تیاره ده.

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې؛ ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کوي.

دې ورځپاڼې د جمهوري ریاست د ځینو چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي چې؛ دا سند به ترڅلورو یا پنځو ورځو پورې لاسلیک شي.

ملي ارمان لیکي چې؛ امریکا د افغان دولت غوښتنې په دې برخه کې مني او دا تړون لاسلیک کیږي.