دپاکستان روان سیاسي او اقتصادي حالت د بارودو په غونډیانو اوښتي دي ، کوڅه ډب مذهبي وژونکي هڅه کوي دپنجاب ښارونه له کنډوالو وژغوري خپل تخریبي فعالیتونه دپښتنو په سیموکي ګړندي وساتي :
دا اوس چي دسهېلي پښتونخواپه سیمو کي پنجابي طالبان دمدرسو په ترڅ کي ځالي جوړوي سیاسي شنوونکي اندیښنه څرګندوي چي دا هم هغه استخباراتي لوبه او چلند دی چي په پښتونخوا ایالت کې دعوامي نیشنل ګوندسره روا وګرځوله، او اوس دا چلند دبلوچستان په حکومت کي دبرخوال پښتون ملت پال ګوندسره روا ګرځول غواړي :
په بلوچستان کي دبلوڅو ملت پالو مبارزه د ریاست څخه دکرکي په اساس پیل سوې ده او پښتون په دې مبارزه کي دتماشه ګر رول تر اوسه لوبوي دا چي دبلوچستان په حکومت کي په لومړي ځل پښتنو پراخه برخه درلاسه کړه اصل کي خلک د ملا دپنځلس کلني واکمنۍ او اداري فساده تنګ راغلي و، خلکو دملاڅخه دخلاصون په خاطر دحکومت تاج دپښتونخوا میپ په سرکښېښود :
په کوټه او نژدو سیموکي میشت افغانانوهمدردي او خواخوږي دپښتونخوا میپ سره ده هم یې پښتونخوا میپ په ښاري سیموکي دګټو ساتندوی دي اکثریت افغانان چي دلته میشت دي دپاکستان شناختي کارډ او نور اسناد لري هم دا ډول یې ووټ پښتونخوا میپ یا جماعت العماء ته ځي چي بلوڅ سیاستمداران یې وخت پروخت دسیاست ځلولو لپاره نقدوي هم جلسې ورباندي تودې ساتي :
بلوڅ ملت پال ګوندونه( افغان کډوال دي له بلوچستان څخه وایستل سي) تر شعار لاندي یوار بیا راپاریدلي دي خو دا ځل یې یو نوی شعار( دافغان کډوالو په موجودګي کي سرشمېرنه ، نه منو) متعارف کړی دی :
رښتیا هم دا ده که دې پښتون ملت پالو پنځه کاله وړاندي له سرشمېرني بایکاټ کړی نه وای نو به دپښتنو نفوس دبلوڅو په مقابل کي په اقلت اوښتی نه وای نه به په بودجه کي دبلوڅو ونډه څوچنده سوې وای ،دبلوچستان پښتانه په هره حواله دمرییتوب ژوند تیروي ،دسیاسي او مذهبي پلوه د ژرندي د دوو کاڼو ترمنځ په څرخ پاته دي :
د دریم سیاسي قوت تش ځای ډکول یا ورته زمینه مساعدول تش یو خیال دی چي په ذهنونو کي اوسیږي او د دریم سیاسي قوت تش ځای په شعوره توګه قبیلویت ته ورکول کیږي ، دریم سیاسي قوت د شعور او پوهني لاره وباسي او په پښتنو کي ملي روحیه را ژوندۍ کوي خو داهیڅ سیاسي او مذهبي قبضه ګرزغملی نسي چي پارلیماني سیاست دې خطر ته مخامخ سي :
دپاکستان میشتو پښتون ملت پالو ګوندونو پارلیمان پلوه سیاستمدارو ستونځه دا ده چي اولس یې تراوسه په دې پوه نکړو چي د دوﺉ سیاسي اوملي مرام څه دی او قام په دې تراوسه پوه نسو چي دقام د وروسته پاتوالي او مرییتوب ستونځه په څه کي ده .
دا ګناه به دچاپه غاړه وي چي دکوټي پښتون دپېښور پښتون ته تراوسه (بلوچی) ښکاري دکندهار پښتون ته دچمن پر پوله د(شناختي کارډ) نه درلودلو په جرم کي هتکړۍ اچول کیږي ؟
او هڅه کوو یو تربل ځانونه ښه پښتانه ثابت کړو او دخوشحال بابا یادونه هم په فخرسره وکړو :
درست پښتون له کندهاره تراټکه
سره یو دننګ په کار پټ او آشکار
بلوڅ او پښتون په دې ایالت کي دګډي سیاسي مبارزې یوه اوږده سابقه لري چي ترپوځي پنجابي استعمار په مقابل کي یې شریک دمقاومت سنګر تود ساتلی دی، داحمدشاه بابا څخه ترباچاخان ، نواب خیربخش مري ، عبدالصمدخان اڅکزي او عطاالله مینګل پوري دا لړۍ را اوږدیږي :
دلوڅو او پښتنو شریک ګوند عوامي نېشنل پارټي (نیپ) دپوځي او پنجابي رژیم او استعماري ریاستي واکدارانو په خلاف منظمه سیاسي او انقلابي مبارزه پیل کړه او د دې مبارزې نومیالی مخکښ عبدالولي خان و ، چي پوځي دیکتاتوري یې ړنګه کړه په پاکستان کي ډیموکریسي دود سوه خو دبلوڅو په قسمت یې انقلابي مبارزه کړه او پښتانه دملي انقلابي مبارزې څخه پارلیماني سیاست ته وهڅول سول او باچاخان په حق و چي ویل به یې :
زما پښتونستان یادوې که د عبدالولي خان پښتونستان یادوې ، دعبدالولي خان پښتونستان نه یې مراد دپارلیمان له لاري د اسلام اباد نه پښتونستان غوښتل وو!
اوس ګوره دې بې انصافي ته دمستعمره پښتنو ملي ارمان ،مرام او هدف خو (پښتونستان) دی لاکن چي خپله (پښتونستان ) غوښتونکي دپارلیمان لاره انتخاب کړي نوپښتون به خپلواک سي ؟
بلوڅان انقلابي مبارزه دپاکستان د استعماري سسټم څخه دقام دخلاصون لاره پامولې ده دبلوڅو او استعماري ځواکونو ترمنځ روانه جګړه د زیرو او هیرو په حیث کله توده کله خفیه روانه ده خو وروستی حل یې د ریاست لخوا سیاسي روغه جوړه پامیږي لاکن بلوڅ ملت پالو یې یې حل (ازاد بلوچستان) غوره کړی دی او بلوڅو مبارزینو په دې پنځه کلنه مبارزه کي دسرسړي لویه اندازه دلاسه ورکړو خو یو یرغلګر او دنظامي پلوه زبردست ځواک یې هم پر ګوډو کړی دی :
دا چي په ریاستي لښکرو کي ډېرګي خلک دپښتونخوا ایالت پښتانه دي نو بلوڅ ملت پال یې دسیاسي نیوکي او استعماري بیلګي په توګه کاروي خوپښتنو ته هم له دغه استعماري لښکرو او جاروکښانو ورپېښه ده ، دا اوس چي صدرۍ په غاړه داخل افغانستان ته د ورانکاریو په خاطر استول کیږي هم دوﺉ خو دي !
دامریکا او ناټو د افغانستان څخه د وتلو موضوع دلته خورا توده ده دپاکستان په رسنیو کي خو دا ډول تبصرې او څېړني رواني دي که امریکا او ناټو ولاړسي نوبه په هم هغه ساعت افغانستان دسترګو په رپ کي ړنګ سي د (اسلامي امارات) سپین بیرغونه به رپیږي خو حقیقت کي دا دلیوني خوب دﺉ واقعیت داسي نه دی ، دپاکستان ریاست او سسټم چلوونکي په دې اندیښنه دي که امریکا او ناټو ولاړهم سي نو بیا زموږ په افغانستان کي د ورانکاریو او مداخلتونو کوم جواز پاته کېدلی سي ؟
دجهان او سبهان دا ورانکار او تخریب کاران چي یې په ځان راغونډ کړي دي داخویې دپزي پیزوان په وګرځي او داخل به پاکستان ته کلک زیانونه واړوي هم به یې د (مذهبي ریاست) ټولو قوانینو پلي کولو ته اړباسي :
دا اوس چي د(سپین بولدک) او (معروف) سره پر پوله د ورانکارو ډلي ، ډلي را ټولیږي دناټو او امریکا د تګ وروسته افغانستان په کنډوالو بدلولو یوار بیا لیواتیا څرګندوي دابه یې دناولي وجود دبقا وروستۍ جګړه وي ځکه چي دافغانستان ملي او امنیتي ځواکونه دا وړتیا په برخه لري چي هرڅومره زیردست ځواک نیست ونابود وګرځوي داپه دې چي دخاوري رښتوني اتلان دي هم یې دغرونو زمریان دي او ترشایې د افغانستان اتل خلک په وینه هم په مینه ولاړ دي :
په یقیني توګه دا مهال دبلوڅ او پښتون ملت پالو ترمنځ د افغان کډوالو په سرستونځه بلوچستان ایالت کي اوج ته رسېدلې ښکاري چي دناڅاپه ګډوډۍ پیلامه هم ګرځېدلی سي اوسیاسي مصلحیت په دې کي دی څه ډول چي د (جیندالله) د ډلي مذهبي غړي چي په ایران کي د شیعه ګانو په وژلو تورن څوک دي او په بلوڅي سیمو کي میشت دي او بلوڅان یې خپل خلک ګڼي او پښتنو ورباندي کوم اعتراض هم نه دی کړی داچي افغان کډوال چي له پنځه دیرشو کلونو په پښتني سیموکي میشت دي او دپاکستان د قانون له رویه اوس ځاي سوي خلک دي او بل په خپله خاوره میشت دي نه چي دبلوڅو پرخاوره پراته دي :
بلوڅ ملت پال ګوندونه او غړي یې یواربیا په ډېرشدت سره د افغان کډوالو دبلوچستان څخه د ایستلو په پلمه پښتنو ملت پالو سره جنګي فضا رامنځ ته کول غواړي او په منطقي ډول دمظلومو قومیتونو ترمنځ کرکي او جګړې راپیداکول یو استعماري چلند دﺉ چي په احساساتي بڼه یې رامنځ ته کوي او خدای مکړه که استعماري قوتونه دبلوڅ او پښتون په جګړه کي بریالي سول دا به دتاریخ تر ټولو بدترینه جګړه ثابته سي او په غېرشعوري توګه به یې افغانستان ته لوی تاوان واوړي .