کور / تازه خبرونه / محور: سوي سروې ګاني شفافي نه ښکاري

محور: سوي سروې ګاني شفافي نه ښکاري

محور: سوي سروې ګاني شفافي نه ښکاري

د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

محورپه خپلې سرمقالې کې د دیموکراسي انټرنشنل ادارې سروې څیړلې چې؛ ویلي یې دي پنځه اتیا فیصده خلک غواړي په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

خو محور ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په دې سروې ګانو یو انتقاد دا کړی چې د کاندیدانو د پلویانو په اړ هم ارقام وړاندې کوي او په دې توګه ځینو کاندیدانو ته پکې د کمپاینونو هڅې کیږي.

محور لیکلي، دا سروې ګانې شفافې نه ښکاري او یو اړخیز والی یې له لرې چیغې وهي.

په سرمقالې کې راغلي، داسې ښکاري چې د ځینو نورو برخو په شان په افغانستان کې سروې ګانې هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي ځکه چې د بې طرفه معیارونو په اساس نه کیږي.

دنیا ورځپاڼې هم په انتخاباتو کې د ګډون لپاره په وروستۍ سروې تبصره کړې او لیکلي یې دي، له ستونزو سره سره خلک لیواله دي چې په انتخاباتو کې رایه ورکړي.

د دنیا ورځپانې په سرمقالې کې راغلي که انتخاباتو ته د چمتوالي چارې په شفافه توګه پرمخ ولاړې شي، خلک به لا ډير له انتخاباتو سره علاقه پیدا کړي او د رایې ورکولو په ورځ به د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.

خو ورځپاڼې ناامنیو د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې یو لوی خنډ بللی او لیکلي یې دي، طالبانو به بیاهم په یو شمیر ولایتونو کې هڅه وکړي خلک له رایې ورکولو راوګرځوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي چې که دا ځل سیاسي قدرت د انتخاباتو له لارې په سوله یېزه توګه انتقال شي نو دا به د هیواد د ثبات او پرمختګ یوه ډيره مهمه مرحله وي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې مسلې خپله سرمقاله لیکلي چې وايي بهرني ځواکونه په افغانستان کې خپل ځینې تاسیسات ورانوي.

خو ورځپانې لیکلي د افغان ځواکونو د تجهیزولو یوه لار همدا ده چې نړیوال ځواکونه خپلې هغه وسلې او وسایل چې له ځانه سره یې نه وړي، د تخریب پر ځای افغان ځواکونو ته ورکړي.

د سرمقالې په یوې برخې کې راغلي د جمهور رییس په مشرۍ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې هم په دې اړه شدیده اندیښنه ښودل شوې چې بهرني ځواکونه ولې خپل ځینې تاسیسات ورانوي.

ملي ارمان ورځپانې هم په خپلې سرمقالې کې پر بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې په افغانستان کې دې خپل تاسیسات نه سوځوي.

ورځپاڼې لیکلي ظاهرا نړېوال ځواکواکونه وايي چې خپل ځینې تاسیسات ځکه ورانوي چې افغان ځواکونه یې ساتلی نشي.

د ملي ارمان د سرمقالې د لیکوال په باور نړیوالې ټولنې له مخکې د ډایاګ او ډي ډي ار د پروګرامونو له لارې هم په افغانستان کې ځینې زړې وسلې او پوځي وسایل راټول او له منځه وړي دي.

په سرمقالې کې راغلي د نړیوالو ځواکونو دې کارونو یو شمیر خلکو ته دا فکر ورکړی چې دا ځواکونه له سره نه غواړي چې افغان ځواکونه په پښو ودریږي.