اسلام اباد :دبي بي سي د خبرله مې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف محاکمه له هغو راپورونو وروسته وځنډېده، چې د ده له کوره د محکمې په لاره یو بم وموندل شو.د ښاغلي مشرف وکیل احمد رضا قصوري خبریالانو ته وویل، ښاغلی مشرف به پخپله محکمې ته ولاړ نه شي.ښاغلی قصوري وايي د امنيتي ګواښونو په اړه يې لا له وړاندې چارواکو ته خبر ورکړی و، خو هغوی يې پروا ونه کړه.دی وايي: ”موږ محکمې ته په دې اړه خبر ورکړ، چې د امنیتي ستونزو او ګواښونو له کبله په محکمه کې د جنرال مشرف موجودیت ممکن نه دی”.ښاغلی قصوري وايي محکمې ته مو دا هم وویل، چې نن (سه شنبه، ۲۴ ډسمبر) د ده کور ته ډېر نژدې پنځه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې وموندل شوې.