لنډ معلومات:
سوال»- رسول الله (ص) په کوم کال او په څو کلني کې وفات وکړ؟
جواب»- رسول الله (ص) په (63) کلني کې د دوشنبې په ورځ د ربيع الاول پر (12) او په «11» هجري قمري کال يې له فانی دنیا نه سترګې پټې کړې.
سوال»- پيامبر چيری خاوروته و سپارل شو؟
جواب»- رسول الله (ص) په هغه اوتاق کي خاورو ته وسپارل شو چي دهغه ترټولو وړوکې ښځه بې بې عائشة الصديقه (رضی الله عنها)پکې اوسيدله او د مسجد النبې و څنګ ته د مدينې منورې په ښارکې قرار لرې.
سوال»- معجزه څه شي ته وايې؟
جواب»- معجزه داسې يوه کار ته وايې چې د عامو خلکو له توانه وتلی وي او د الله(جل جلاله) د پيغمبرانو له خوا د الله (جل جلاله) په امر څرګنديږي.
سوال»- د تيرو پیغمبرانو څو معجزي په ګوته کړئ؟
جواب»- د حضرت داود (علیه السلام) په لاس کې اوسپنه لکه موم«چې يونرم شئ دی» داسي نرمه وه ، او د حضرت سليمان (علیه السلام) تخت د باد په واسطه حرکت کوی، او دحضرت موسی (علیه السلام) د لکڼي څخه مار جوړيدی، او د حضرت عيسی(علیه السلام) په لاس کشولو باندي مورنۍ «مادر زادي» ړوند جوړيدی .
سوال»- د حضرت مُحمد (ص) څو معجزي بيان کړئ؟
جواب»- د حضرت مُحمد (ص) تر ټولو لويه هميشنې او ستره معجزه همدا قرآن مجيد دی چې هيڅ څوک نشې کولای دهغه په شان او یا د هغه دیوه آیة پشان شئ جوړ کړي. او بله معجزه يې معراج دی او بله معجزه يې شق القمر دی چې دا يې ترټولو مشهورې معجزې دې.
سوال»- معراج څه ته وايې؟
جواب»- معراج و آسمانونو ته دسفر نوم دی. يوه شپه حضرت مُحمد (ص) د خپل کاکا د لور «ام هانی بنت ابی طالب» په کور کې بيده وو چې حضرت جبرئيل امین (علیه السلام) هغه (ص) را ويښ کړ او بيا يې د الله (جل جلاله) کورته(کعبي ته) راوړ هلته يې د حضرت مُحمد (ص) ځيګر څيري کړ او زړه يې ورته پريمنځی او بيا يې د يوه تيز رفتاره حيوان «براق» په واسطه تر
مسجد الاقصي «بيت المقدس» پوري يووړ او دهغه ځای نه يې د يوه تخت په وسيله چي رفرف نوميده و آسمانونو ته يووړ، او د الله (جل جلاله) ديدار يې وکړ . چي ددې سفر ځمکنې برخی ته «اِسراء» او آسماني برخی ته يې « معراج» وايې او دا ټوله سفر فقط د شپي په يو لنډ وخت کې ترسره شو.
سوال»- شق القمر څه ته وايې؟
جواب»- شق القمر يعني د سپوږمې څيريدل. داهم د حضرت مُحمد (ص) له معجزاتو نه يوه معجزه ده چې د هغه وقت دبعضي خلکو په غوښتنه ترسره شوه. او هغه په دي ډول چې حضرت مُحمد (ص) دخپلې ګوتي په ذريعه د څوارلسمي شپي سپوږمې ته اشاره وکړه او سپوږمې دوه ځايه شوه چي يوه برخه يې د «ابو قبيس» تر غره پورې کښته راغله او بيرته خپل ځاي ته وګرځيدله او کامله شوله.