اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان په پخواني پوځي مشر جنرال پرويز مشرف د اساسي قانون د ماتولو او د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د بېړني حالت د وضع کولو محاکمه په اسلام اباد کې پيل شوې ده.د پاکستان په اساسي قانون کې هغو کسانو ته د مرګ او عمري بند سزا ټاکل شوی، چې اساسي قانون مات کړي.د ښاغلي مشرف د محاکمې لپاره درې قاضيان ګومارل شوي او په هغه ځای کې چې د ده محاکمه کېږي شاوخوا يې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.په دغو قاضيانو کې د سندهـ د عالي محکمې مشر قاضي فیصل عرب، د لاهور د عالي محکمې مشر قاضي ياور علي او د بلوچستان ايالت مشره قاضي طاهره صفدر شامل دي.پروېز مشرف چې تر دې مخکې يې محکمې ته يې له ورتلو ډډه کړې وه، څارنوالۍ يې پرته د ضمانت له منلو د نيولو امر ورکړ.په دې اړه د ښاغلي مشرف مدافع وکیل انور منصور خان محکمې ته وويل، چې موکل ته يې خطر و او له همدې امله محکمې ته حاضر نه شو.د ۲۰۰۷ کال د نومبر پر دريمه جنرال پرويز مشرف د پوځي ولسمشر په توګه اساسي قانون وځنډاوه او په هېواد کې يې بېړنی حالت وضع کړ.ښاغلي مشرف د نواز شريف واکمني چې موده يې لا بشپړه نه وه، د سپينې کودتا له لارې پای ته ورسوله او ځان يې د هېواد ولسمشر اعلان کړ.له دې وروسته يې د هېواد د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري په ګډون د لوړې کچې شاوخوا ۶۰ عدلي چارواکي نظربند کړل.نواز شریف د مشرف د واکمنۍ په دوره کې په سعودي عربستان کې اوسېده او هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې له واکه لرې شوې، بېرته هېواد ته ستون شو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه